جالب معلومات

جالب معلومات

Share

په دی پیج کی جالب اسلامی معلومات او د نڑی په زڑه پوری مع?

17/10/2021

که چيري د ماليه پرته د خوراکى موادو د ، وارداتو خبره رښتيا وى هيله ده لاندى درى خبرى هم پلى شى
1-د ذخيره کيدلو د مخنيوي ميکانيزم
2-نورو هيوادونو ته د انتقال مخنيوي
3-د هيواد ټولو برخو ته د متوازن رسونى محاسبوى پلان
مننه

10/10/2021

شيئر يې کړئ چې نړيوال خبر شي اسلامي امارت مو حال ګوري خو اقدام نه کوي!
ایا داسې حال کې ژوند کیدای شي؟
د اوړو مخکینۍ بیه ۱۴۰۰ افغانۍ
اوسنۍ بیه ۲۳۵۰ افغانۍ
د ۱۶ لیتره غوړیو مخکینۍ بیه ۱۲۵۰ افغانۍ
اوسنۍ بیه ۲۳۰۰ افغانۍ
د ۱۰ لیتره غوړیو مخکینۍ بیه ۸۰۰ افغانۍ
اوسنۍ بیه ۱۴۷۰ افغانۍ
د یو لیتر پطرولو مخکینۍ بیه ۳۵ افغانۍ
اوسنۍ بیه ۷۲ افغانۍ
د یو کیلو اوبلن ګاز مخکینۍ بیه ۴۰ افغانۍ
اوسنۍ بیه ۹۵ افغانۍ
او همداسې لسګونه مورده نور لومړني او د اړتیا وړ توکي در حساب کړي.
دا لومړني توکي دي چې هر څوک ورته اړتیا لري خو په تیرو دوه میاشتو کې یې بیې څو برابره لوړې شوي، ایا واقعا انسانیت او اسلامیت همدا دی چې د خلکو پر ژوند لوبې کیږي؟ که څه هم اسلامي امارت وایي چې پر خوراکي او سون توکو یې مالیه کمه کړې خو نه دا چې بیه ټیټه شوې نه ده بلکې ورځ تر بلې مخ په زیاتیدو ده، اسلامي امارت چې اوس یې بشپړ مسوولیت او مکلفیت دی باید ددې چارې مخه ونیسي او د احتکار کوونکو سوداګرو او هټۍ والو لاسونه لنډ کړي.
د خدای لپاره د خلکو پر ژوند لوبې مه کوي!
#شيئر يې کړئ!

06/10/2021

له یوه مشر نه یې وپوښتل، ولې دومره ارام یې؟

هغه ځواب ورکړ:
له کلونو مطالعې او تجربې وروسته مې د ژوند پنځه اصول درک کړل او له مخې یې ژوند کوم:

۱:- پوه شوم چې زما روزي بل څوک نشي خوړلای،
نو ارام شوم.
۲:- پوه شوم چې الله تعالی ما ویني،
نو حیا مې خپل زېور وټاکه.
۳:- پوه شوم چې زما کار بل څوک پر مخ نه وړي،
نو هڅاند شوم.
۴:- پوه شوم چې پای مې مرګ دی،
نو چمتو شوم.
۵:- پوه شوم چې نیکې او بدي نه ورکیږي،
بالاخره بېرته ماته راګرځي،
نو پر نېکیو مې اتکاء وکړه او (بدئ) مې راکمې کړې!

*⫷ن͞ـ꯭͞ـ͞ش͞ر꯭͞ ͞ک꯭͞ــ͞ـ͞و꯭͞ل͞ ꯭ی͊͞ـ꯭͊͞͞ي͞ ꯭͊͞͞ص꯭͞ـ͞د꯭͞ق͞ـ͞ه꯭͞ ꯭͊͞ج͞ـا꯭͞ر꯭͞ی͞ـ͞ه꯭꯭꯭͞ ꯭͞د꯭͊͞͞ه⫸*

26/09/2021

دالله تعالی سره زموږ دحالاتو يوښه مثال،
د يوې جګ پوړي ودانۍ د جوړولو پرمهال سرکاريګر چي په اووم منزل کي وو وغوښتل و يوه کاريګر ته چي د ځمکي پرمخ په کار بوخت وو يوڅه ووايي.
څو ځلي يې ور غږ کړ خو دا چي د ساختماني چارو له کبله غالمغال او شور وو، هغه کاريګر چي د مځکي پرمخ په کار بوخت وو نشوای کولای دده غږ واوري.
وروسته سر کاريګر ددې لپاره چي د کاريګر توجه راجلب کي يو لسګون نوټ يې لاندي وغورځاوه. داچي په دې وخت کي باد نه وو نو نوټ سيده د کاريګر مخي ته ولوید . کاريګر چي نوټ وليدئ راواي اخيست ، جېب ته يې واچو او بيرته يې خپل کار ته ادامه ورکړه.
سرکاريګر ددې کار په ليدلو سره وغوښتل يوځل بيا هڅه وکړي. داځلي يې د کاريګر د توجه راجلبولو لپاره يو پنځه سويز نوټ لاندي وغورځاوه ځکه داچي د نوټ ارزښت لوړ وو فکر يې وکړ چي کیدیشی کاريګر به يې په ليدلو يوځل خامخا لوړ وګوري څو ځانته حال معلوم کړي چي نوټ له کومه راغئ.
خو يوځلي بيا کاريګر چي کله نوټ وليدئ راوايې خيستئ جېب ته يې واچو او خپل کار ته يې دوام ورکه .
سرکاريګر د يوې شېبې لپاره فکر وکړ . وروسته يې د کاريګر د توجه راجلبولو لپاره يوه کوچنۍ ډبره لاندي د کاريګر وطرف ته ور وغورځوله . ډبره سيده د کاريګر پر سر ولگیده . کاريګر چي کله درد احساس که نو لوړي خواته یی وکتل او په پايله کي يې له خپل سرکاريګر سره مباحثه وکړه.

پورته کيسه عين زموږ له ژوند سره مشابهت لري:

خدای ج له پورته څخه غواړي زموږ سره مینه وکړي او توجه مو زانته غواڑی خو موږ په خپلو دنيوي کارونو کی مشغوله يو.

وروسته خدای موږ ته کوچنۍ تحفې نعمت راکوي خو موږ آن بغېر له دې چي وګورو له کومه مو ترلاسه کړې خپلو دنيوي کارونو ته ادامه ورکوو.

يوځلي بيا خدای موږ ته لويي لويي تحفی نعمتونه راکوي خو موږ بيا هم بغېر له دې چي وګورو له کومه يې ترلاسه کوو له خدايه ج څخه له شکر پرته يې له ځانه سره ساتو.

وروسته موږ په يوه کوچنۍ ډبره ويشتل کيږو، کمي ته چي موږ عذاب او مصیبت وايو. او کله چي له عذاب مصیبت سره مخ شو بيا نو لوړ طرف ته ګورو او خدای ته رجوع کوو.

01/08/2021

په خپلو شتو کبر او غرور مه کوئ!
لاړ شئ له مړو څخه وپوښتئ چې له تاسې سره څه وشول؟ په ښکلو مخونو او نوراني څیرو مو څه وشول؟ ستاسو د نرمو او لطیفو بدنونو سره د ګور خاورو او چینجیو څه وکړل؟ ستاسې ښکلې سترګې او تور ویښتان څه شول؟ ستاسې نرمې او وريښمينې جامې چې د اوړي او ژمي لپاره به جلا جلا وې، څه شوې؟ چیرته دی ستاسې هغه ښکلی موټر چې په هغه باندې مو یو خط هم نه شو زغملی؟ چيرته دی ستاسې فاميل، کورنۍ قوم او قبیله چې تاسو پرې افتخار کاوه؟ چیرته دي ستاسې هغه قدرتمند او فولادي لاسونه چې د غریبانو او کمزورو خلکو هډوکې او غاښونه مو پرې ماتول؟ او چيرته دي ستاسې هغه اسلحې او ډک شاجورونه چې ناحقه به مو پرې کمزوري انسانان وهل او وژل؟
هو! ستاسې دا پوښتې مړي نه اورېدې شي او نه تاسې ته ځواب درکولی شي، خو مونږ او تاسې له داسې پوښتنو څخه درس اخیستی شو، چې لا تراوسه خو ژوندي یو او وخت لرو چې خپل رب ته رجوع وکړو او په تېرو ګناهونو توبه وباسو ځکه مرګ هغه تریخ حقیقت دی، چې تاته د درکړل شوي مهلت هاخوا یوه ثانیه صبر هم نه کوي، نو له ظلم، کبر او غرور څخه لاس واخلئ، او عاجزي خپله کړئ!
رب العزت دې زمونږ او ستاسې اخره خاتمه په ايمان سره کړي(امين)

30/05/2021

‏نبي کریم ﷺ فرمایلي دي:
الله تعالی دوست او دښمن دواړو ته مال ورکوي
خو ایمان یوازي دوست ته ورکوي
په مال باندى مه نازيږی

26/04/2021

الله تعالی د مسلمانانو سره په قرآن مجید کې څلور وعدې کړې دي

① فَاذْکُرُونِي أَذْکُرُکُمْ
سورة البقرة:۱۵۳
تاسې ما ياد کړئ، زه به تاسې ياد کړم،

② لَئِنْ شَکَرْتُمْ لَأَزِيدَنَّکُمْ
سورة ابراهیم ۲
که تاسې شکر وباسئ نو نعمتونه به درته زيات کړم

③ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَکُمْ
سورة مؤمن۶۰
ما وبولئ زه به ستاسې دعاوې قبولې کړم

④وَمَا کَانَ اللَّه مُعَذِبَهُمْ وَهُمْ یَسْتَغْفِرُون
سورة انفال۲۳
او الله پاک دوی ته په داسې حال کې عذاب ورکونکی نه دی چې دوی بښنه غواړي❤️

23/04/2021


له حضرت عباده بن صامت رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسولﷺ وفرمايل:
تاسې ما ته د شپږو شیانو ضمانت راکړئ، زه به تاسې ته د جنت ضمانت درکړم:
1⃣ چې خبرې کوئ، نو رښتیا وایئ.
2⃣ چې وعده وکړئ، نو پوره یې کړئ.
3⃣ چې امانت در سره کېښودل شي، نو پوره یې بېرته ورکړئ.
4⃣ د خپلو شرمګاهو (تناسلي آلو) ساتنه وکړئ.
5⃣ د خپلو نظرونو ساتنه وکړئ.
6⃣ او خپل لاسونه له ظلم او زیاتي څخه منع کړئ.
رواه البیهقي: ۱۳۰۶۶

21/04/2021

د رسول الله ﷺ د څلورو یارانو، څلور خبرې:

❶ ابوبکر صدیق رضی الله عنه
د هغه شخص سره ملګرتیا وکړه چې نیکي وکړي او هېره یې کړي.

❷ عمر الفاروق رضی الله عنه
مرګ په یاد ولره، خو د مرګ هیله مه کوه.

❸ عثمان رضی الله عنه
د آخرت اول منزل قبر دی، که چیرې هلته بریالی شوې؛ نورې مرحلې درته آسانه کیږي.

❹ ﻋﻠﯽ ﺭضی الله عنه
تل رښتیا وایه څو د قسم خوړلو اړتیا پېښه نشي.

16/04/2021
16/04/2021
16/04/2021

حضرت عبدالله بن عمرو رضی الله عنه روایت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي روژه او قرآن کریم د بنده لپاره د قیامت په ورځ، روژه به ووایي چي ای پروردګاره!
ما دی په ورځ کي د خوراک او څښاک او خواهشاتو څخه منع کړی وو نو ځکه د ده په هکله زما شفاعت قبول کړه او قرآنکریم به ووایي چي ای خدایه!
ما دی په شپه کي له خوب کولو څخه بند کړی وو نو ځکه د ده په اړه زما شفاعت قبول کړه،
نو د دوی دواړو شفاعت به قبول کړل شي.
(مشکوة شریف، جامع الاحادیث)

Want your school to be the top-listed School/college in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Address

Jalalabad