03/11/2024
د کارموندنې خبرتیا!
۷/عقرب /۱۴۰۳ هـ ش
امیر علي شیر نوایي د لوړو زدهکړو مؤسسې کار اهل کار ته د سپارلو او د تخصصي او مسلکي ادارې د رامنځته کولو په موخه لاندې بستونه اعلان ته ورکړي دي.
د دندې ځای: ننګرهار، جلال اباد
د دندو عنوانونه:
- عمومي ریاست
- علمي او تدریسي چارو مرستیال
- محصلانو چارو مرستیال
- اداري او مالي چارو مرستیال
- د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئیس
- د حقوقو او سیاسي علومو د ډېپارتمنټونو امرین
- د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي تدریسي مدیر
- د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس
- د ښوونې او روزنې پوهنځي د ډېپارتمنتونو امرین
- د هر ډیپارمنټ لپاره څلور تنه دایمي استادان
- د ښوونې او روزنې پوهنځي تدریسي مدیر
- د ریاست د دفتر آمر
- د علمي څېړنو آمر
- بشري سرچینو آمر
- د کتابتون آمر
- د کیفیت لوړونې آمر
- د مسلکي پرمختیا مرکز آمر
- د فارغانو مدیر
- د محصلانو مدیر
- د نتایجو مدیر
- د معلوماتو مدیر
- کارموندنې او مشوره ورکونې مدیر
- د حفظ او مراقبت مدیر
- د آی ټي مدیر
- د تدارکاتو مدیر
- خزانه دار
- مالي مدیر
د ګمارنې شرایط:
نوماند په لوړو زدهکړو بنسټونو کې د علمي کادري غړو د جذب لایحې او یا په لاندې شرایطو برابر وي.
۱- کم تر کمه د لېسانس په کچه سند ولري، دوکتور او ماسټر ته لومړیتوب ورکول کېږي.
۲- له هېواد څخه بهر د زدهکړو په ترڅ کې د لوړو زدهکړو محترم وزارت تائیدي ولري.
۳- د لېسانس په دوره کې لږ تر لږه (۷۵٪) نمرې ولري او په مختلفو مضمونو کې له دوه ځله زیات نه وي مشروط شوی.
۴- د باصلاحیته محکمې لخوا په اخلاقي او جنايي جرمونو نه وي محکوم شوی.
۵- د اکاډمیکو فعالیتونو لپاره جسمي، فکري او رواني وړتیا ولري.
۶- په انګلیسي ژبه بلدیت ولري.
۷- د پوهنتون/ لووړو زدهکړو موسسو د کیفیت لوړونې د معیارونو سره بلدتیا ولري.
د اسناد سپارلو تګلاره :
په شرایطو برابر کسان کولای شي، چې د لاندې تړوني (لینک) له لارې خپله لنډه پېژندپاڼه (CV) د( ۱۴۰۳/۸/۳۰ هـ ش) نېټې تر پایه لاندې بريښنا لیک ته واستوي.
د بریښنالیک په (Subject) کې د دندې عنوان ولیکئ او [email protected] ته یې واستوئ
نشراتو آمریت