19/08/2026
..پاچا وویل:
_هاغه نجلۍ څوک ده؟
یوه ډنګر کوچي وویل:
_صېب! زما لورکۍ ده!
_څه کوي؟!
_پچې او خوشایي ټولوي.
_مانا ګټه درته کوي؟!
_هو صېب! که زموږ نجوني پچې جارو نه کړي؟ نو دېګدان سوړ بوله.
پاچا وویل:
_زه له شریعته وتلی کار نه کوم، همدې نجونو ته ټکری ور پر سروم، پرتوګ ور اغوندم، اودس او لمونځ ور زده کوم، نظافت ور ښیم، درس ورباندې وایم، په ژوند یې پوهوم... اوس یې هم ګټې ته ناست یاست، خو غواړم چې ابرومندانه ګټه درته راوړي. په مکتب کې څه بدي ده؟! هه! اوس به ټوله ورځ د یوه دېګدان پچې او خوشایي درته را ټول کړي، خو که دا نجلۍ درس ووایي، ډاکټره شي، وطن به جوړ کړي، د خوشایو پر ځای به تنخوا درته راوړي..
❤🇦🇫