Rokhan Model High School روښان خصوصي عالي لېسه

Rokhan Model High School روښان خصوصي عالي لېسه Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Rokhan Model High School روښان خصوصي عالي لېسه, School, Jalalabad.

نن ماښام شپږ بجې د (علمي خدمات) خپرونې له لارې د روښان  خصوصي عالي لېسې زده کوونکو،استاد او مدير سره چمتو شوې خپرونه نشر...
19/12/2018

نن ماښام شپږ بجې د (علمي خدمات) خپرونې له لارې د روښان خصوصي عالي لېسې زده کوونکو،استاد او مدير سره چمتو شوې خپرونه نشريږي.
څپه : 92,7 fm مينه اسلامي راډيو
د خپرونې کوربه : رحيم الله رحيمي

11/12/2018

د تمثيلي پارچې د دوهمې برخې په طمع اوسئ

09/12/2018
20/11/2018

جلوه د نور لرې نبيانو کې سلطانه
ای پیغمبره زمونږ الله ته ډېر يې قدر دانه

20/11/2018

حمد شريف د فيصل جان په خواږه اواز

20/11/2018

د روښان خصوصي عالي لېسې په انګړ کې ميلاد شريف د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شو چې پيل يې د قرآن عظيم الشان په څو مبارکو اياتونو د قاري صاحب عتیق الله په خوږ اواز سره وشو.

د مېلاد النبي (ص) د مبارکې ورځې په مناسبت د روښان خصوصي عالي لېسې د مبارکۍ پیغام:خوښ یم چې د ربیع الاول میاشتې د ۱۲ مې ن...
19/11/2018

د مېلاد النبي (ص) د مبارکې ورځې په مناسبت د روښان خصوصي عالي لېسې د مبارکۍ پیغام:

خوښ یم چې د ربیع الاول میاشتې د ۱۲ مې نیټې د رارسیدو په مناسبت چې د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) د مبارک میلاد له ورځې سره برابره ده، ټولو مومنو هیوادوالو، متدینو علمای کرامو، علم پالو ښوونکو، زده کوونکو، د پوهنې مینه والو او د دې ستر کاروان فرد فرد ته د زړه له کومي مبارکي ووایم.
د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) نیکمرغه میلاد، بختور بعثت او له هدایاتو څخه ډک رسالت انسانانو ته د لارښوونې بهترینه لار ښودلې او د الهي هدایت پر بنسټ یې ټول انسانیت نیکې لارې ته رابللی او له ناوړه کړنو څخه یې منع کړی دی.
دغه الهي رسالت په نړۍ کې د انسانانو د لارښوونې لپاره داسې روښانه ډېوه بله کړه، چې تر نن ورځې د هغې په رڼا کې د هدایت لاره مومي، په دې سپیڅلې لاره د خپل ژوند د کړو وړو کاروان برابروي او د دنیوي او اخروي بریالیتوبونو لټون کوي.
د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) مسلمانان تر هر څه د مخه د زده کړې او لوست د حاصلولو لورته بللي دي او د الهي وحیې لومړۍ لارښوونه هم د اقراْ په مبارکه کلیمه پيل شوې چې د انسانانو په ژوند کې د لیک لوست، علم او پوهې اهمیت څرګندوي. نو د مبارکې الهي وحيې په استناد او استنباط ټولو مسلمانانو او په ځانګړې توګه زموږ متدینو هیوادوالو ته ښایي چې تر بل هر چا وړاندې د لیک لوست په زرینه او ښکلې ګاڼه خپل ځانونه سمبال کړي.

درنښت

انجینیر ظفر خان اوریاخېل
د روښان خصوصي عالي لېسې رهبري هیئت

Address

Jalalabad

Telephone

+93780923036

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Rokhan Model High School روښان خصوصي عالي لېسه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category