Oqaab Private High School - عقاب خصوصي عالي لېسه

Oqaab Private High School - عقاب خصوصي عالي لېسه (موږ غواړو چې علم او ادب د ټولنې هر وګړي ته ورسیږي )

عقاب خصوصي عالي لېسه په ( ۱۳۹۴ ) لمریز کال کې تاسیس شوې، چې د جلال اباد ښار شپږمې ناحیې اړوند د خالد بن ولید مسجد ترڅنک سیمه کې موقیعیت لري.
د عقاب خصوصي لېسې د جوړیدو انګیزه د زیاتو تعلیمي ادارو د ښه فعالیت او ظرفیت نه درلودلو له کبله رامنځته شو او په دغه سیمه کې یوې داسې تعلیمي ادارې ته ضرورت و، چې د ښوونې او روزنې برخه کې په ښه معیار سره برابر د خلکو د بچیانو ضرورت پوره او ټولنې ته د یو ریښتیني خدمت مصدر وګرځي.

د عقاب لېسې یو سپیڅلی هدف د خپلو افغان بچیانو د غوره روزنې او د دی سیمې خلک هم د نورو سیمو سره یو ځای د افغانستان راتلونکي لپار کار وکړي او ځوان نسل له نورو سره ځانونه سیالان وګوري.

عُقاب خصوصي لېسه د زده کړې نصاب د پوهنې محترم وزارت د قوانینو د نصاب مطابق پر مخ بیایي او برسیره پر دط د هیواد بچیانو د سالمې روزنې لپاره یو شمېر انګلیسي او تقویتي پروګرامونه هم وړاندې بیایي، تر څو راتلونکی نسل په اسلامي او وطن پالې مینی سره خدمت وکړي.


په درنښت!

20/05/2026

روباټ بڼه لومړی ځل په عقاب لېسه کې
زده کوونکي یې په لېدو زیات حیرانیږي او بیا د خوښۍ ننداره کوي.
مصنوعي زیرکتیا د ننۍ نړۍ مهم پرمختک او سهولت دی،راځئ چې دا نوی علم او ټیکنالوژي خپلو زده کوونکو ته زده کړو.

(عقاب د نوښتونو کور)

12/05/2026

مصنوعي زیرکتیا(AI) لومړی ځل په عقاب کې

02/05/2026
نن د عقاب خصوصي عالي لېسې د اووم الف ټولګي زده کوونکو ته د استاد يوسف خان يوسفي پۀ لارښوونه د کيميا پۀ مضمون کې د «هايدر...
16/04/2026

نن د عقاب خصوصي عالي لېسې د اووم الف ټولګي زده کوونکو ته د استاد يوسف خان يوسفي پۀ لارښوونه د کيميا پۀ مضمون کې د «هايدروجن ګاز لاسته راوړلو» تجربه پۀ عملي بڼه وړاندې شوه.

پۀ دې تجربه کې زده کوونکو ولیدل چې څنګه د زينک فلز (Zn) د هايدروکلوريک اسيد (HCl) سره د تعامل پۀ پایله کې زينک کلورايډ (ZnCl₂) او د هايدروجن ګاز (H₂) توليدېږي. دا عملي تجربه د استاد يوسفي پۀ لارښوونه زده کوونکو پخپله ترسره کړه او د تجربې پر مهال د هايدروجن ګاز د تولید څرنګوالی، د تعامل نښې او د ګاز د راټولولو ساده لارې پۀ عملي ډول زده کړې.

عقاب خصوصي عالي لېسه تل هڅه کوي چې زده کوونکو ته يوازې نظري معلومات ورنۀ کړي، بلکې هغوی د عملي تجربو لۀ لارې د علم لۀ واقعي نړۍ سره بلد کړي، ترڅو راتلونکي کې يو قوي، پوه او نوښتګر نسل وروزي.

مضمون: کیمیاموضوع: داجساموکثافت پیداکولټولګی: اووم الفاستاد: یوسف خان یوسفيلکه څرنګه چې تاسوته بهتره معلومه ده، چې په عق...
28/03/2026

مضمون: کیمیا
موضوع: داجساموکثافت پیداکول
ټولګی: اووم الف
استاد: یوسف خان یوسفي
لکه څرنګه چې تاسوته بهتره معلومه ده، چې په عقاب خصوصي عالي لېسه کې دنظري زده کړو ترڅنګ عملي زده کړې هم ترسره کېږي، نوپرهمدې اساس نن مو د اووم الف ټولګي ګرانو زده کوونکو ته دمختلفو اجساموکثافت په عملي ډول سره پیداکړ. چې زده کوونکو کثافت په عملي ډول سره مشاهده کړه.

� خبرتیا – د کوچني اختر له رخصتۍ وروستهدرنو والدېنو او ګرانو زده کوونکو!هېله ده چې د کوچني اختر رخصت به مو په خوشحالۍ سر...
22/03/2026

� خبرتیا – د کوچني اختر له رخصتۍ وروسته

درنو والدېنو او ګرانو زده کوونکو!

هېله ده چې د کوچني اختر رخصت به مو په خوشحالۍ سره ترسره کړی وي نن د کوچني اختر مبارکې رخصتۍ پای ته رسېدلې دي، او د عقاب خصوصي لېسې تدریسي چارې به د سبا ورځې، دوشنبې څخه په عادي ډول بیا پیل شي.

هیله ده چې ټول زده کوونکي سبا پر خپل وخت ښوونځي ته حاضر شي او د خپلو درسونو لړۍ په منظم ډول تعقیب کړي.

په درنښت
اداره – عقاب خصوصي لېس

Address

Afghanistan-Jalalabad-6th Zone(NajmulJihad Family)
Jalalabad
25000

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Oqaab Private High School - عقاب خصوصي عالي لېسه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The School

Send a message to Oqaab Private High School - عقاب خصوصي عالي لېسه:

Shortcuts

Share