Nangarhar University

Nangarhar University د ننګرهار پوهنتون نوې رسمي فیسبوک پاڼه

ننګرهار پوهنتون کې د معتبرو نړیوالو علمي ژورنالونو د پېژندنې یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.یاد ورکشاپ د علمي څېړنو معاونیت په ...
26/08/2026

ننګرهار پوهنتون کې د معتبرو نړیوالو علمي ژورنالونو د پېژندنې یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.

یاد ورکشاپ د علمي څېړنو معاونیت په نوښت په مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز کې د پوهنتون د ۷ علمي مجلو او ۳ نړیوالو ژورنالونو مسؤلینو او غړو استادانو ته د وترنري علومو پوهنځي استاد پوهندوی دوکتور محمد ملیار رحماني له خوا وړاندې شو.

د ورکشاپ د پیل وینا د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز مشر پوهاند محمد بایر درمل وکړه او جوړ شوی ورکشاپ یې د علمي ظرفیتونو لوړولو، علمي خپرونو پیاوړتیا او معیاري کولو په برخه کې ګټور وباله.

د ننګرهار پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال پوهندوی دوکتور سعید محمد وقار په خپلو خبرو کې د ورکشاپ ارزښت بیان کړ او زیاته یې کړه، چې د نړیوالو معتبرو ژورنالونو له معیارونو، درجه‌بندۍ، اعتبار او د علمي مقالو د خپرولو له اصولو سره بلدتیا د پوهنتون د علمي څېړنو د کیفیت ښه والي او د څېړونکو د علمي آثارو د نړیوالې پېژندنې لپاره ځانګړی اهمیت لري.

د نوموړي په خبره د لوړو زده کړو وزارت محترم مسؤلین د مقالو کيفيت ته لومړیتوب ورکوي، هر علمي کادر بايد په معياري ژورنالونو کې مقالې نشر ته وسپاري او د مقالو او ژورنالونو کیفیت باید وساتل شي.

د ورکشاپ روزونکي استاد د نړیوالو علمي ژورنالونو د پېژندنې، اعتبار، معیارونو، د ژورنالونو د (Q1.Q2.Q3.Q4) درجه ‌بندۍ، د معتبر او نامعتبر ژورنالونو توپیر، د علمي مجلو د شاخصونو او د څېړنیزو مقالو لپاره د مناسب ژورنال د انتخاب په هکله ګډونوالو ته مفصل معلومات وړاندې کړل او د ګډونوالو پوښتنې یې ځواب کړې.

سرچینه: د نشراتو او عامه اړیکو امریت

26/08/2026
26/08/2026
ننګرهار پوهنتون کې د ۳۰ کادري بستونو لپاره له ۸۰ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.  یاده ازموینه د ننګرهار،کونړ سید جما...
25/08/2026

ننګرهار پوهنتون کې د ۳۰ کادري بستونو لپاره له ۸۰ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د ننګرهار،کونړ سید جمال الدین افغاني، غزني، اشنا، میهن، زاول او افغان سویس ام.ارتي او خصوصي پوهنتونونو د طب، ستوماتولوژي، اقتصاد، حقوقو او سیاسي علومو او عامه ادارې پوهنځیو بېلابېلو څانګو ته د اړوندو برخو مسلکي اشخاصو څخه واخيستل شوه.

دغه کادري ازموينه د لوړو زده کړو محترم وزارت د استادانو د تقرر او علمي ترفيعاتو رياست او د ننګرهار پوهنتون ګډ ممتحنه هیئت په حضور کې په کرنې پوهنځي کې واخیستل شوه.

د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس دوکتور م.فتي عبدالوارث بسام، د علمي چارو مرستیال پوهنیار م.ولوي حبیب الله احمدي، د استادانو چارو آمر پوهنیار م.ولوي محمد طارق مخلص او د لوړو زده کړو محترم وزارت څخه د راغلي پلاوي مشر ښاغلي حیات الله افغان د ازموینې اخیستلو له بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه او ګډونوالو ته یې د ازموينې د روڼتیا او شفافیت په هکله ډاډ ورکړ.

سرچینه: د نشراتو او عامه اړیکو امریت

د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو ته د سیرت النبي ﷺ درسونه پیل شول.د ننګرهار پوهنتون د دع.وت او ارشاد امریت د نصاب له مخې د پو...
25/08/2026

د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو ته د سیرت النبي ﷺ درسونه پیل شول.

د ننګرهار پوهنتون د دع.وت او ارشاد امریت د نصاب له مخې د پوهنتون اداري او خدماتي کارکوونکو ته د دې امریت د مبلغ م.ولوي نجیب الله ثاقب له خوا د حضرت محمد مصطفی ﷺ د مبارک سیرت د تدریس لړۍ پیل شوه.

همدارنګه د سیرت تر څنګ د عباداتو د فقهې په اړه هم اړین درسونه وړاندې کېږي، چې په ترڅ کې یې د اوداسه، لمانځه او نورو بنسټیزو عباداتو اړوند شرعي احکام، مسائل او عملي طریقې بیانېږي، څو کارکوونکي وکولای شي خپل عبادات د شرعي لارښوونو مطابق په سمه توګه ترسره کړي.

له دې درسونو څخه مقصد د پوهنتون د کارکوونکو د دیني پوهې زیاتوالی، د رسول الله ﷺ مبارک ژوند، اخلاقو، سیرت او لارښوونو په اړه معلومات ترلاسه کول او د عباداتو په اړه د اړینو شرعي احکامو او فقهي مسایلو زده کړه ده.

د دع.وت او ارشاد آمر م.ولوي اعجاز الحق زَلِف وویل، کارکوونکو ته د اداري او مسلکي روزنې تر څنګ د دیني درسونو او شرعي مسایلو زده کړې د دا ډول علمي او عملي برنامو دایرول کولی شي، چې د هغوی اسلامي عقیده پیاوړې او د نبوي سیرت په اړه یې مطالعه او پوهه پراخه کړي.

سرچینه: د نشراتو او عامه اړیکو امریت

25/08/2026

د لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د قطر له سفیر سره وکتل
په دې لیدنه کې د لوړو زده‌کړو وزیر د قطر سفیر ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د افغانستان د ا.ا.ا د نظام په اړه د قطر له سیاستونو او دریځونو څخه مننه وکړه او افغانستان او قطر یې هغه دوه ملکونه وبلل چې ډېر ګډ دیني او فرهنګي مشترکات لري.
همدارنګه د لوړو زده‌ کړو وزیر د افغانستان تحصیلي نظام په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې د افغانستان د لوړو زده‌ کړو وزارت او په ټوله کې د افغانستان ا.ا.ا د اسلامي شریعت او د دې ملک د خلکو د کلتور په پام کې نیولو سره، عصري زده ‌کړو او د علومو پرمختګ ته ژمن دی.
وروسته په کابل کې د قطر سفیر محترم ډاکټر مردیف بن علي القاشوطي په خپلو خبرو کې د دواړو ملکونو ترمنځ دیني او کلتوري مشترکاتو ته په اشارې سره وویل: «موږ د افغانستان له پرمختګ او په دې ملک کې د لوړو زده‌ کړو او پوهنې له پیاوړتیا څخه خوشحالېږو»
هغه د خپلو خبرو په دوام کې ژمنه وکړه چې افغانستان ته به د قطر او نورو اسلامي ملکونو د استادانو لېږلو، د کابل طبي علومو پوهنتون د سرطان د تشخیص او درملنې مرکز د تجهیز او په نورو علمي برخو کې همکاري او مرسته وکړي.
د لیدنې په پای کې د لوړو زده‌ کړو وزیر د قطر له سفیر څخه وغوښتل چې د افغانستان له تحصیلي نهادونو او د سرطان د تشخیص او درملنې له مرکز څخه لیدنه وکړي، چې د قطر سفیر یې دغه بلنه په تود هرکلي سره ومنله.
ـــــــــــــــــــــــــــــــ
شیخ‌ الحدیث مولوی نداء محمد ندیم صاحب وزیر تحصیلات عالی، در دفتر کارش با سفیر کشور قطر مقیم کابل دیدار و گفت‌وگو کرد.
در این دیدار، وزیر تحصیلات عالی ضمن خوش‌آمدگویی به سفیر قطر، از سیاست‌های آن کشور در قبال نظام ا.ا افغانستان سپاسگزاری کرده، افغانستان و قطر را دو کشوری خواند که دارای مشترکات فراوان دینی و فرهنگی می ‌باشند.
همچنان، وزیر تحصیلات عالی در رابطه به نظام تحصیلات عالی افغانستان معلومات مفصل ارائه کرده، گفت که وزارت تحصیلات عالی افغانستان و در مجموع امارت اسلامی افغانستان، با درنظرداشت شریعت اسلامی و فرهنگ مردم این کشور، به آموزش‌های عصری و پیشرفت علوم متعهد می‌باشد.
سپس محترم داکتر مردف بن علی القاشوطی، سفیر قطر مقیم کابل، طی صحبت های شان با اشاره به مشترکات دینی و فرهنگی میان دو کشور، گفت: «ما از پیشرفت افغانستان و تقویت تحصیلات عالی و معارف در این کشور خرسند می‌شویم».
وی در ادامه صحبت‌هایش وعده سپرد که در راستای اعزام استادان آن کشور و سایر کشورهای اسلامی به افغانستان، تجهیز مرکز تشخیص و تداوی سرطان پوهنتون علوم طبی کابل و سایر بخش‌های علمی، همکاری و کمک خواهد کرد.
در پایان این دیدار، وزیر تحصیلات عالی از سفیر کشور قطر دعوت کرد تا از نهادهای تحصیلی افغانستان و مرکز تشخیص و تداوی سرطان دیدار کند که این دعوت از سوی سفیر قطر به گرمی پذیرفته شد.

قراردادي خبرتیا!ننګرهار پوهنتون غواړي چې د ښوونې او روزنې پوهنځي کانتین د میاشتنۍکرایې په بدل کې په قرارداد ورکړي. ټول ه...
24/08/2026

قراردادي خبرتیا!
ننګرهار پوهنتون غواړي چې د ښوونې او روزنې پوهنځي کانتین د میاشتنۍکرایې په بدل کې په قرارداد ورکړي. ټول هغه حکمي او انفرادي اشخاص، چې د نیولو اراده یې لري، خپلې عرض پاڼې دې د دې اعلان له نشر څخه وروسته تر راتلونکو (۷) ورځو پورې د ننګرهار پوهنتون خدماتو امریت اړوند حفظ و مراقبت مدیریت ته وسپاري.
اړینه یادونه: تضمین نغداً اخیستل کېږي.
درنښت
د ننګرهار پوهنتون اداره

د کادري ازموینې خبرتیا!ټاکل شوې ده، ننګرهار پوهنتون راتلونکې سه شنبه چې د (۱۴۰۵/ سنبلې/ ۳) نېټې سره برابره ده، د ننګرهار...
23/08/2026

د کادري ازموینې خبرتیا!
ټاکل شوې ده، ننګرهار پوهنتون راتلونکې سه شنبه چې د (۱۴۰۵/ سنبلې/ ۳) نېټې سره برابره ده، د ننګرهار پوهنتون طب، کونړ سیدجمال الدین افغاني پوهنتون اقتصاد، غزني پوهنتون طب او عامه اداره، اشنا پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو او میهن پوهنتون ستوماتولوژي پوهنځيو د بېلابېلو څانګو کادري ازموینه واخلي.
د ازموینې ټولو ګډونوالو ته خبر ورکول کېږي، چې په ټاکلې نېټه او وخت ازموینې ته حاضر شي.
یادونه: ازموینه د سهار په اتو بجو د ننګرهار پوهنتون په مرکزي کمپس کې اخیستل کېږي.
درنښت
د ننګرهار پوهنتون اداره

Address

Kabul-Jalalabad Highway, Daronta, Nangarhar
Jalalabad
2601

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Nangarhar University posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share