ننګرهار غزالي خصوصي عالي لیسه

ننګرهار غزالي خصوصي عالي لیسه

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from ننګرهار غزالي خصوصي عالي لیسه, School, Sorkh Rod Dusaraka, Jalalabad.

🎓Nᴀɴɢᴀʀʜᴀʀ Gʜᴀᴢᴀʟɪ Pʀɪᴠᴀᴛᴇ Hɪɢʜ Sᴄʜᴏᴏʟ📚

☎️ اړېکو شماري :
+93787760881 , +93786435063

آدرس : د سرخرود دوسرکې څخه ولسوالی ته غزیدلی سرک ښی طرف ننګرهار غزالي خصوصي عالي لیسه

14/06/2026

د ننګرهار غزالي خصوصي لېسې د (۱۴۰۵هـ ش) تعلیمي کال د پنځمې دورې فارغ شوي زده کوونکي

02/06/2026

📚 سبا چهارشنبه 13 د جوزا 1405 م کال د امتحان تقسیم اوقات .

01/06/2026

📚 سبا سه شنبه 12 د جوزا 1405 م کال د امتحان تقسیم اوقات .

31/05/2026

📚 سبا دوشنبه 11 د جوزا 1405 م کال د امتحان تقسیم اوقات .

30/05/2026

📢 خبرتیا : د ټولو زده‌کوونکو محترمو والدینو ته خبر ورکول کېږي چې . سبا، یکشنبه د جوزا 10مه ، د کلنیو ازموینو لومړۍ ورځ ده.
مهرباني وکړئ خپل ماشومان په بشپړې چمتووالي او پر ټاکلي وخت ښوونځي ته حاضر کړئ ، ترڅو ازموینې په ښه او منظم ډول ترسره شي . په درنښت د لیسې اداره

27/05/2026

محترمو استاذانو , زده کوونکو او والدینو :
د لوی اختر مبارکي مو ومنئ . الله تعالی دې وکړي چې ستاسې ټول عبادتونه ، لمونځونه ، قربانۍ ، صدقې او نېک اعمال د خپل لوی دربار کې قبول او منظور وګرځوي . 🤲 هیله لرو چې دا مبارکې ورځې مو د خوښۍ ، مینې ، ورورولۍ او سوکالۍ سبب شي .

23/04/2026

ماشومانو سره نرم / او ښه چلند وکړئ :

🌻 یو شپږ کلن ماشوم و ، لږ څه یې د څوکۍ له کونجه مات کړي وو نو مور یې ولید او ماشوم ته یې وویل :

« ستا پلار چې له کاره راشي ، ورته به ووایم . »

🌻 کله چې پلار له کاره راغی ، مور شکایت وکړ . پلار هم ماشوم خپلې خونې ته بوتلو او سخته سزا یې ورکړه د ماشوم لاسونه یې په رسۍ وتړل .

🌻 سهار چې شو ، ګوري د ماشوم دواړه لاسونه تور او خراب شوي دي . ژر یې روغتون ته یووړ ، خو په ډېره خواشینۍ سره د ماشوم دواړه لاسونه پرې کړل شول ...

🌻 بیا یې کور ته راوست ، پلار بیا کار ته ولاړ . ماښام چې پلار کور ته راغی ، د ډېرې پښېمانۍ سره د خپل زوی خواته ولاړ ... ماشوم په معصومه لهجه وویل :

پلاره جانه ، ما نن هېڅ شرارت / وران کار نه دی کړی ... مهرباني وکړه ، زما لاسونه بېرته راکړه ... 😭😭 »

💕 ګرانو دوستانو : ډېر احتیاط وکئ , یو کوچنی غلطي کولی شي د انسان ټول ژوند تباه کړي . پر ماشومانو د وړو تېروتنو لپاره چیغې مه وهئ او سختي مه کوئ .

🌷 دا لیکنه د عامه پوهاوی لپاره خپلو ټولو ملګرو ته خامخا ولیږئ . مننه

19/04/2026

د لین په سر / اسمبلۍ کې هره ورځ د محترم استاد قاري صاحب حیدر لخوا زده کوونکو ته دعاوې ورښودل کېږي .

نن د سفر دعا هم د زده کوونکو لپاره د لاین په سر وویل شوه .

🌟 علم له ادب او دعا سره لا ښکلی کېږي .

ننګرهار غزالي خصوصي عالي لیسه

19/04/2026

شیبه شیبه دی یادوم پلارجانه .
د زده کوونکو ښکلی نظم د پلار اړوند . نشرولو په هیله

19/03/2026

د نېکمرغه کوچنی اَختر د را رسېدو په وياړ خپلو با اِحساسه او په وطن مئینو هیوادوالو ، محترمو استاذانو , قدرمن والدینو , او ګرانو زده کوونکو ته د مُبارکۍ مراتب د زړه له تله وړاندې کوو . د الله تعالی څخه غواړو چې زمونږ او ستاسې د ټولو عبادات ، دعاوی ، صدقات ، او ټول نېک اعمال مو د الله ج په ستر دربار کې قبول شه . غزالي لیسه

Want your school to be the top-listed School/college in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address

Sorkh Rod Dusaraka
Jalalabad