17/08/2025
خبرتیا!
روښان د لوړو زده کړو مؤسسه کې د لوړو زدهکړو ټولو مينه والو ته خبر ورکول کېږي، چې سبا (جمعه) زمونږ دفتر د ۱۴۰۴ خزاني سمستر لپاره د نوم لیکنې په موخه خلاص دی.
غوښتونکي کولی شي له سهار 7:00 بجو څخه تر مازیګر 4:00 بجو پورې د نوم لیکنې لپاره روښان د لوړو زده کړو مؤسسې ته مراجعه وکړي او د نوم لیکنې ټولې مرحلې بشپړې کړي.
اړین اسناد
- اصلي تذکره او د هغې دوه کاپيانې.
- شهادتنامه/ د درې کلنو نمرې او د هغوی دوه کاپيانې.
- ۱۲ قطعې عکسونه.
- د نوم لیکنې فیس.