17/11/2022
د ننګرهار پوهنتون د کیفیت د تضمین داخلي واحد په (۲۴/۸/۱۴۰۱)نېټه د سې شنبې ورځ (۱۰) بجې غونډه تر سره کړه، چې لاندې مسايل پکې تر بحث لاندې ونیول شول:
د لوړوزده کړو وزارت محترم مقام د کیفیت د تضمین او اعتبارورکولو محترم ریاست د هدایت پر اساس د اجنډاء له مخې د ننګرهار پوهنتون د کفیت د تضمین مسؤلینو ته د درېمې مرحلې د سند حفظ او یوولسګونو معیارونو تفسیراو چمتوالي په موخه د پوهندوی رضوان الله (ممله وال) له لوري د غونډې ګډونوالو ته د پرزنټېشن له لارې معلومات په واک کې ورکړل شول، ترڅو وکولای شو په راتلونکي کې ارزونې ته پوره چمتوالی ولرو.
یاده دې وي چې په نوموړي ورکشاپ کې د PPR پروسې د پېژندلو او پېل په اړه هم پوهنمل عزت الله ساغر له لوري ګډونوالو ته معلومات ورکړل شول.
06/11/2022
په ننګرهار پوهنتون کې د کیفیت د تضمین پروسې د لومړي او دوهم پړاوونو لپاره د کاندیدو پوهنتونونو او د علمی پروګرامونو د مهالنۍ بیاکتنې په موخه د بیا کتونکو روزنې په اړه ،د لوړو زده کړو وزارت محترم مقام د کیفیت د تضمین بورډ له خوا په ختیځ زون کې ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته درې ورځینی ورکشاپ دایر شو.
نوموړی ورکشاپ چې درې ورځې یې دوام درلود، د لوړو زده کړو وزارت محترم مقام د کیفیت د تضمین بورډ غړو او د ننګرهار پوهنتون د کیفیت د تضمین داخلي واحد مشر له خوا په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د کیفیت د تضمین لومړي او دویم پراوونو او د بشپړ اعتبار تر لاسه کولو په موخه ټولې لازمې لارښوونې او سپارښتنې تر سره شوې،چې د ورکشاپ د ګډونوالو لپاره مؤثرې او په زړه پورې وې،په وینا یې نوموړې پروسه اوږد مهاله ده او په دې برخه کې مونږ ټول د ورته ورکشاپونو په دایرولو ټینګار کوو او غواړو چې پوهنتونونه مو په ملي او نړیواله کچه اعتبار تر لاسه کړي او په هېواد کې غوره او با کیفیته زده کړو ته زمینه برابره شي.
د یادونې وړده چې ،په دغه ورکشاپ کې د (۱۱) اصلی او (۴۹) فرعی معیارونو مکمل تفسیر او راپور لیکنه هم تر سره شو.
د ننګرهار پوهنتون رهبرۍ له خوا ډاډ ورکړل شو، چې ننګرهار پوهنتون د تل په څېر د دولتي او خصوصي پوهنتونو د کیفیت د ښه والي په موخه د ورته ورکشاپونو کوربه توب کړی او پدې ترڅ کې یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي دي.
11/09/2022
نن د یکشنبې ورځ(20/6/1401) نېټه په ننګرهار پوهنتون کې د کیفیت د تضمین داخلي واحد خپله نوبتی غونډه د مهالویش له مخې د کیفیت د تضمین داخلي واحد مشر پوهندوی رضوان الله ( ممله وال) تر مشرۍ لاندې تر سره کړه، چې په کې د اجنډا مطابق د تېرې ارزونې د راپورونو فیډبیک ،پوهنځیو ته د یوولس ګونو معیارونو په رڼا کې معلومات وړاندې شول، او همدارنګه د علمي پروګرامونو د کلنۍ ارزونې چې د لوړوزده کړو وزارت محترم مقام له خوا استول شوی وه، په غونډه کې تر اوږده بحث لاندې ونیول شواو ټولو ګډونوالو ته پوره معلومات ارایه شول.
30/06/2022
نن د چارشنبې ورځ(8/4/1401) نېټه په ننګرهار پوهنتون کې د آریانا لوړو زده کړو مؤسسې مشرتابه او د ننګرهار پوهنتون د کیفیت د تضمین داخلي واحد مشر په دفتر کې ګډه ناسته تر سره کړه،چې په ترڅ کې یې د ذکر شوې مؤسسې رهبرئ د ننګرهار پوهنتون د کیفیت د تضمین داخلي واحد څخه یې د خوښي څرګندنه ،اود همکارۍ غوښتنه وکړه ، چې د کیفیت د تضمین داخلي واحد مشرتابه له لوري ورته په راتلونکي کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
21/06/2022
د ننګرهار پوهنتون د کیفیت د تضمین داخلي واحد په (۳۱/۳/۱۴۰۱) نېټه د سې شنبې ورځ د پلان (مهالوېش)سره سم د ننګرهار پوهنتون د کیفیت د تضمین داخلي واحد مسؤلینو سره د ارزونو چمتووالي په موخه خپله نوبتي غونډه وکړه ،چې په غونډه کې د کیفیت د تضمین د معیارونو تفسیر (تشریح) شو.
ددې تر څنګ د ارزونې په پروسه کې د چارو د ښه تر سراوي په موخه د راتلونکو پلانونو او راپورونو په اړه هم هر اړخیز بحث تر سره شو.
درنښت
23/05/2022
د ننګرهار پوهنتون د کیفیت د تضمین داخلي واحد په (۲/۳/۱۴۰۱) نېټه د دوشنبې ورځ د پلان سره سم د ننګرهار پوهنتون اړونده پوهنځيو د کیفیت د تضمین مسؤلینو سره خپله نوبتي غونډه وکړه ،چې په نوموړې غونډه کې دننګرهار پوهنتون دعلمي او اکاډمیکو چارو مرستیال پوهنمل احسان الله (ناصح) له خوا پرانیستې وینا تر سره شوه او د پوهنځیو د کیفیت د تضمین کمېټو مسؤلینو ته يې د اړونده چارو په وخت تر سراوي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې .
ددې تر څنګ د ارزونې په پروسه کې د چارو د ښه تر سراوي لپاره ،چکلستونه او فارمټونه د پوهنځیو مسؤلینو ته په واک کې ورکړل شو،څو یې له مخې خپلې چارې په ښه توګه تر سره او په ټاکلي وخت یې راپورونه ترتیب کړي اوهمدارنګه د راتلونکو پلانونو په اړه هم هر اړخیز بحث تر سره شو.
19/05/2022
د ننګرهار پوهنتون د کیفیت د تضمین داخلي واحد،د روان کال په (۱۴۰۱/۲/۲۸) نېټه خپله نوبتي غونډه دایره کړه، چې په ترڅ کې یې د ننګرهار پوهنتون د علمي او کاډمیکو چارو مرستیال اود ټولو پوهځیو د کیفیت د تضمین مسؤلینو ګډون درلود ،چې د APR راپور بشپړېدو په اړه لازمې لارښوونې او بحث تر سره شو.
07/02/2022
د لوړو زده کړو وزارت - وزارت تحصیلات عالی!
د پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو د محترمو استاذانو او علمي کادرونو د پام وړ!
1 په تدریسي او رسمي وختونو کې د ټولو استاذانو حاضري اړینه او تدریسي چارو ته پوره توجه کول لازمي دي.
2 استاذان باید خپلو ټولو تدریسي، تحقيقي او اداري مسئولیتونو ته متوجه شي او خپل ټول مکلفیتونه تر خپلو مسئولیتونو پورې محدود کړي.
3 استاذان باید په رسمي وخت کې له هر ډول اضافي مصروفیتونو او شخصي کارونو څخه ډډه وکړي او خپل ټول رسمي وخت د خپلې رسمي دندې اړوندو چارو ته ځانګړی کړي.
4 استاذان باید په نبوي اخلاقو سمبال وي، سیرت او صورت یې د زده کړیالانو لپاره یوه ښه بېلګه او نمونه وي.
5 استاذان باید د نېمګړیو درسونو تکمیل ته پوره پاملرنه وکړي، ترڅو په ټاکل شوي وخت کې د درسونو بهیر بشپړ شي.
6 استاذان باید د زده کړیالانو اخلاقي تربیت ته ځانګړې توجه وکړي او دوی ته داسې افکار منتقل کړي، چې له یوې خوا د اسلام له مقدس دین سره او له بلې خوا د هېواد له ملي ارزښتونو سره په ټکر کې نه وي.
7 استاذان باید زده کړیالان وهڅوي، چې خپل سیرت او صورت په نبوي سنتو برابر کړي، په شرعي او ملي جامه کې خپلو درسونو ته حاضر شي.
8 استاذان باید زده کړیالانو ته سالمه او ملي روحیه ورکړي او له هر ډول ژبني، سمتي او قومي تبعیض څخه یې وژغوري.
9 استاذان باید په تدریسي بهیر کې د وخت له نویو او مثبتو تجربو څخه کار واخلي، ترڅو زده کړیالان د دې جوګه شي، چې د اسلامي افغانستان اړتیاوې او ضرورتونه پوره کړي او ګران هېواد له نورو هېوادونو سره سیال کړي.
10 استاذان باید هغو زده کړیالانو ته توصیه وکړي، چې غیرحاضري کوي، د درسي وختونو پوره پابندي نه کوي او یا د درسونو په تعقیب او زده کړه کې بې غوري کوي.
31/01/2022
یکشنبه، ۱۰ سلواغه ۱۴۰۰
د لوړو زده کړو وزارت په پرلپسې هڅو ټول دولتي پوهنتونه پیلیږي!
د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه په هلو ځلو د هېواد په ګرم سېرو ولایتونو کې د دولتي پوهنتونونو تدریسي بهیر د روان هجري قمري کال د رجب میاشتې په لومړۍ نیټه، چې د ۱۴۰۰ ه ش کال د دلوې میاشتې له (۱۳) مې نیټې سره سمون لري، پیل شي.
د پوهنتونونو له پیل څخه وروسته به زده کړیالانو ته درې اونۍ درس ورکړل شي، چې د وروستي سمستر ازموینه به د حوت میاشتې په (۷) نیټه پیل او د همدې میاشتې تر پای پورې به دوام وکړي.
دغه راز په ګرم سېرو ولایتونو کې به راتلونکی سمستر د ۱۴۰۱ ه ش کال د حمل میاشتې په لومړۍ نیټه پیل او په نورمال ډول به دوام وکړي.
بل لورته لکه څنګه چې د هېواد په ځينو ولایتونو کې هوا ډېره سړه ده، نو په همدې اساس د هېواد په سرد سېرو ولایتونو کې به د دولتي پوهنتونونو تدریسي بهیر د روان هجري قمري کال د رجب میاشتې په (۲۵) مه نیټه ، چې د ۱۴۰۰ ه ش کال د حوت د میاشتې له (۷) نیټې سره سمون لري، پیل شي.
درسونه به یې درې اونۍ دوام ولري او تر هغې وروسته به د وروستي سمستر ازموینه د ۱۴۰۱ ه ش کال د حمل میاشتې په لومړۍ نیټه پیل او د همدې میاشتې تر (۲۵) نیټې پورې به دوام وکړي.
په سرد سېرو ولایتونو کې به راتلونکی سمستر د ۱۴۰۱ ه ش کال د حمل میاشتې په (۲۷) نیټه پيل او د معمول سره سم به دوام ولري.
د یادولو وړ ده چې په ټولو دولتي پوهنتونونو کې به د ۱۴۰۰ ه ش کال کانکور له لارې بریالي شوي زده کړیالان د روان سمستر د درسونو او ازموینو په جریان کې نوم لیکنه کوي.
د زده کړیالانو د نوم لیکنې چارې به د اړوندو پوهنتونونو لخوا تنظیميږي او درسونه به یې له راتلونکي سمستر سره یو ځای پیل کېږي.
همدا شان د پوهنتونو او لوړو زده کړو وزارت اړوند موسسو ټول کادري او اداري غړي به په پوره توان سره خپلو تدریسي او اداري چارو ته جدي پاملرنه کوي او زده کړیالانو ته به ټولې ممکنه اسانتیاوې برابروي.
27/01/2022
په ننګرهار پوهنتون کې د کیفیت د تضمین پروسې او د علمی پروګرامونو د مهالنۍ بیاکتنې په اړه د لوړو زده کړو وزارت محترم مقام د تضمین کیفیت بورډ له خوا په ختیځ زون کې ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته دوه ورځینی ورکشاپ دایر شو.
نوموړی ورکشاپ چې دوه ورځې یې په بر کې ونیولې، د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د تضمین بورډ غړو له خوا په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې دکیفیت د تضمین او د بشپړ اعتبار تر لاسه کولو په موخه ټولې لازمې لارښوونې او سپارښتنې تر سره شوې،چې د ورکشاپ د ګډونوالو لپاره مؤثرې او په زړه پورې وې.اوپه وینا یې نوموړې پروسه اوږد مهاله ده او په دې برخه کې مونږ ټول د ورته ورکشاپونو په دایرولو ټینګار کوو او غواړو چې پوهنتونونه مو په ملي او نړیواله کچه اعتبار تر لاسه کړي او په هېواد کې غوره او با کیفیته زده کړو ته زمینه برابره شي.
د یادونې وړ ده، چې ننګرهار پوهنتون د تل په څېر د دولتي او خصوصي پوهنتونو د کیفیت د ښه والي په موخه د ورته ورکشاپونو کوربه توب کړی او پدې ترڅ کې یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي دي.
04/08/2021
د کیفیت د تضمین او اکاډمیک اعتبار ورکولو مقررې طرحه تایید شوه!
د کابینې قوانینو کمېټې غونډه د ولسمشر دویم مرستیال او د دې کمېټې رییس جلالتماب قانونپوه استاد سرور دانش په مشرۍ جوړه شوه.
په دې غونډه کې لومړی د لوړو زده کړو موسسو د کیفیت د تضمین او اکاډمیک اعتبار ورکولو مقررې د طرحې بېلابېل اړخونه وڅېړل شول.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي وویل چې د مقررې دغه طرحه د لوړو زده کړو موسسو د ادارې فعالیت د څرنګوالي او د کیفیت د تضمین او اکاډمیک اعتبار ورکولو بورډ د تنظیمولو، د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو له معیارونو سره سم د کیفیت لرونکی او اغېزناک تحصیلي خدمتونو لار هوارول، د پلي کولو پروسې اسانه کولو، د لوړو زده کړو په موسسو کې د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو معیارونو ترویج او بڼسټیز کول او په لوړو زده کړو موسسو کې د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو معیارونو پلي کولو فرصت برابرولو په موخه ترتیب او چمتو شوې ده.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو رییس پوهندوی ډاکټر محمد نعیم عظمي د علمي څېړنو ترسره کولو څرنګوالي، د اعتبار ورکولو کړنلارو، د لوړو زده کړو بنسټونو او موسسو د اعتبار ورکولو د پروسې اوسني وضعیت او د اعتبار ورکولو شرایطو، د برنامې د شرایطو او اعتبار ورکولو پړاونو او د لووړو زده کړو موسسو د ارزونې په اړه د غونډې غړو ته معلومات ورکړل.
د غونډې غړو د کیفیت د تضمین او اکاډمیک اعتبار ورکولو بورډ اصطلاحاتو، جوړښت او د کیفیت د تضمین او اکاډمیک اعتبار ورکولو بورډ د دندو ، د برنامې د اعتبار ورکولو د شرایطو او پړاونو او دلوړو زده کړو موسسو د ارزونې په اړوند د خبرو او د نظر تبادلې وروسته، د مقررې یاده طرحه تایید کړه.
په دې غونډه کې پریکړه وشوه چې د عدلیې وزارت تر نظر لاندې او د لوړو زده کړو وزارت استازو، د طبي شورا او د لوړو زده کړو موسسو او خصوصي پوهنتونونو اتحادیې د استازو په شتون کې یوه ځانګړې غونډه جوړه شي او ټولې مطرح شوي اصلاحي ټکي چې د کمېټې د غړو لخوا مطرح شوي دي او د مقررې په متن کې درج شي او بیا وروسته دغه طرحه د کابینې غونډې ته وړاندې کړئ.
28/07/2021
د ننګرهار پوهنتون د کیفیت د تضمین داخلي واحد په (۵/۵/۱۴۰۰) نېټه د سه شنبې ورځ د پلان سره سم د ننګرهار پوهنتون اړونده پوهنځيو د کیفیت د تضمین مسؤلینو سره خپله نوبتي غونډه وکړه ،چې په نوموړې غونډه کې دننګرهار پوهنتون د کیفت د تضمین د مسؤل محترم پوهنیاراخترمحمدغني له خوا د کیفیت د تضمین مسؤلینو ته د اړونده چارو په وخت تر سراوي په موخه لازمې سپارښتنې وشوې .
ددې تر څنګ د ارزونې په پروسه کې د چارو د ښه تر سراوي لپاره ،چکلستونه او فارمټونه د پوهنځیو مسؤلینو ته په واک کې ورکړل شو،څو یې له مخې خپلې چارې په ښه توګه تر سره او په ټاکلي وخت یې راپورونه ترتیب کړي اوهمدارنګه د راتلونکو پلانونو په اړه هم هر اړخیز بحث تر سره شو.