د الفلاح پوهنتون د ځيرک سيستمونو نندارتون کې د کمپيوټر ساينس پوهنځي سافټوير انجينري څانګې محصلانو تر ۵۰ پورې سافټوير او هارډوير پروژې نندارې ته وړاندې کړې.
د عامه اړيکو او نشراتو امريت.
ALFALAH UNIVERSITY الفلاح پوهنتون
University With a commitment to academic excellence and continuous improvement, we empower our students to excel in their professional and academic pursuits.
Unlock Your Potential with Alfalah University:
At Alfalah University (AU), we believe education is the cornerstone of progress and innovation in a rapidly changing world. Undergraduate Programs:
Explore our diverse range of bachelor's Degrees designed to prepare you for the demands of the modern workforce:
- Civil Engineering
- Business Administration
- Economics
- Journalism
- Law
- Computer Sc
الفلاح د ځيرک سيستمونو نندارتون باندې د شمشاد نړيوال تلويزيون چمتو شوی راپور.
د عامه اړيکو او نشراتو امريت.
د الفلاح پوهنتون کمپيوټر ساينس پوهنځي د سافټوير انجينري څانګې په نوښت « الفلاح د ځیرک سيستمونو نندارتون » باندې د حريت راډيو چمتو شوی راپور.
د عامه اړيکو او نشراتو امريت.
د الفلاح پوهنتون د کمپيوټر ساينس پوهنځي سافټوير انجينري څانګې په نوښت « الفلاح د ځيرک سیستمونو نندارتون » باندې د طلوع تلويزيون چمتو شوی راپور.
د عامه اړيکو او نشراتو امريت.
د الفلاح پوهنتون، کمپيوټر ساينس پوهنځي د ځيرک سيستمونو نندارتون باندې د پژواک خبري اژانس چمتو شوی راپور.
22/06/2026
الفلاح د ځیرک سیستمونو نندارتون ترسره شو
د الفلاح پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د سافټویر انجینري څانګې په نوښت « الفلاح د ځیرک سیستمونو نندارتون» جوړ شوی و.
په دغه نندارتون کې محصلانو هغه عملي زده کړې، نوښتونه، تخنیکي مهارتونه، ماډلونه او شاوخوا ۵۰ سافټویر او هارډویر پروژې نندارې ته وړاندې کړې، چې د پوهنتون په سافټویر هاوس او د معلوماتي ټکنالوژۍ په لابراتوار کې یې ترلاسه او عملي کړې وې.
په دې نندارتون کې د ننګرهار ولایت مقام، امارتي او خصوصي سکتوري ادارو استازو، همدارنګه کورنیو او بهرنیو ګډونوالو ګډون کړی و. دوې د محصلانو له پروژو لیدنه وکړه او د اړوندو محصلانو له لوري ورته د پروژو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.
د یادونې وړ ده چې الفلاح پوهنتون تر دې وړاندې د اقتصاد، انجینري او کمپیوټر ساینس پوهنځیو اړوند بېلابېل علمي او تخنیکي نندارتونونه هم جوړ او نندارې ته وړاندې کړي دي، چې موخه یې د محصلانو د علمي لاسته راوړنو، نوښتونو او عملي وړتیاوو معرفي کول دي.
د عامه اړیکو او نشراتو امریت.
21/06/2026
الفلاح د ځيرک سیستمونو نندارتون خبرتیا!
نن یکشنبه، الفلاح پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي سافټویر انجینري څانګې په نوښت د سافټویر او معلوماتي ټیکنالوژۍ د پروژو نندارتون ترسره کوي.
په یاد نندارتون کې به د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصلان د پوهنتون په سافټویر هاوس او د معلوماتي ټيکنالوژۍ لیب کې ترلاسه کړې عملي زده کړه، نوښتونه، تخنیکي مهارتونه، ماډلونه او ترسره شوې پروژې د پیژندنې لپاره نندارې ته وړاندې کړي.
نيټه: ۳۱/جوزا/۱۴۰۵
وخت: مازدیګر ۵:۰۰ بجې
ځای: الفلاح پوهنتون
په نندارتون کې ګډون وکړئ او زموږ د محصلانو تخنیکي او مسلکي مهارتونه له نږدې وګورئ.
الفلاح د معیاري لوړو زده کړو او نوښتونو معتبره ملي اداره.
د عامه اړیکو او نشراتو امریت.
20/06/2026
د الفلاح پوهنتون د ۱۴۰۵ لمریز کال د پسرلني سمستر فراغت غونډې دویم او وروستی انځوریز البم.
د عامه اړیکو او نشراتو امریت.
د الفلاح پوهنتون د ۱۴۰۵ لمريز کال پسرلني سمستر فراغت غونډه باندې د پژواک خبري اژانس چمتو شوی راپور.
د الفلاح پوهنتون، د ۱۴۰۵ لمریز کال پسرلني سمستر فراغت غونډې باندې د طلوع تلویزویون چمتو شوی راپور.
https://x.com/TOLOnews/status/2067891327459848402
د الفلاح پوهنتون یوټیوب چینل لینک: https://youtu.be/4rHQU79Df1s
د عامه اړیکو او نشراتو امریت.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Contact the school
Telephone
Website
Address
Jalalabad
25000
Opening Hours
| Monday | 06:00 - 20:00 |
| Tuesday | 06:00 - 20:00 |
| Wednesday | 06:00 - 20:00 |
| Saturday | 06:00 - 20:00 |
| Sunday | 06:00 - 20:00 |