26/12/2025
السلام عليکم ورحمتالله وبرکاته
د اتل ښوونيز مرکز د تعليمي پلان له مخې، د لاندې ټولګيو ازموينه د چهارشنبې په ورځ (۱۴۰۴/۱۰/۳) واخيستل شوه:
Spark Starter، Spark One، Spark Two، Spark Three، Spark Four، Spark Five، د پښتو لومړی کتاب او د پښتو دوهم کتاب.
د ازموينې پايلې د پنجشنبې په ورځ (۱۴۰۴/۱۰/۴) اعلان شوې او هغو زدهکوونکو ته چې ښه بريالي شوي وو، جايزې او ستاينليکونه ورکړل شول.
اتل ښوونيز مرکز دا ډول ازموينې او ستاينې ځکه تنظيموي، تر څو د زدهکوونکو د زدهکړې کچه وڅاري، هغوی وهڅوي او والدينو ته په عملي ډول وښيي چې د دوی اولادونه څه ډول روزل کېږي او څه ډول پرمختګ کوي. موږ باور لرو چې منظم ارزونه او ستاينه د زدهکوونکو د بريا مهمه برخه ده.
د اتل ښوونيز مرکز له لوري د هسکې مېنې او روداتو د سيمو قدرمنو خلکو ته پيغام دا دی چې موږ ژمن يو ستاسو د اولادونو لپاره يو منظم، باوري او اغېزناک تعليمي چاپېريال برابر کړو او د ښوونې په برخه کې له خپل مسؤليته شاته نه شو.
همدارنګه، ټولو قدرمنو والدينو ته خبر ورکوو چې د اتل ښوونيز مرکز نوې دورې او نوي ټولګي سبا، د شنبې په ورځ (۱۴۰۴/۱۰/۶) پيلېږي. علاقهمندان کولای شي خپل
اولادونه په وخت شامل کړي.
په درنښت
اداره – اتل ښوونيز مرکز