05/08/2026
انجنیر شیرازخان ناصري، د اقدام ښوونیز مرکز عمومي رئیس، د اقدام ښوونیز مرکز د لاسته راوړنو او پرمختګونو په اړه وایي چې د دغو بریاوو تر شا د مرکز د مسلکي، ژمن او هڅاند کدري ټیم نه ستړې کېدونکې هلې ځلې ولاړې دي.
نوموړی د مرکز له ټولو استادانو او کارکوونکو څخه د زړه له کومې مننه څرګندوي او وایي چې هغوی د هېواد د راتلونکي نسل د علمي او اخلاقي روزنې لپاره په اخلاص او ژمنتیا خدمت کوي.
همدارنګه، انجنیر شیرازخان ناصري د ټولو درنو والدینو، قومي مشرانو، د ګذر وکیلانو او د سیمې له ټولو مشرانو څخه ځانګړې مننه کوي چې د اقدام ښوونیز مرکز یې تل ملاتړ کړی، هڅولی او باور یې پرې کړی دی.
هغه زیاتوي: «د ولسونو دا باور او ملاتړ موږ ته لا ډېره مثبته انرژي راکوي. موږ به هڅه وکړو چې د تعلیم او روزنې په برخه کې لا نوې، اغېزناکې او ګټورې برنامې پلې کړو، څو خپلو درنو هېوادوالو ته لا غوره او باکیفیته تعلیمي خدمتونه وړاندې کړو.»
اقدام ښوونیز مرکز
د عامه اړیکو او نشراتو څانګه