Tahzib Educational Consultancy

Tahzib Educational Consultancy

Share

We are one-stop solution for all your international study needs.

Our core activity lies in assisting students to make the right choice with regard to pursuing education in overseas educational institutions. ����

15/01/2024

#رومانیا

ټافل او ایېلټس سند ته اړتیا نلري.

د رومانیا هېواد چې یو اروپایي هېواد دی او د زده کړو په برخه کې ښه نوم لري، بېلابېل سکالرشیپونه اعلان کړي دي.
دا سکالرشیپونه چې چارې یې د رومانیا هېواد د بهرنیو چارو او ښوونې او روزنې وزارتونو له لوري په ګډه په مخ وړل کېږي، په بشپړ ډول وړیا دي او ټول لګښتونه به یې د یاد هېواد له لوري ورکول کېږي.

سکالرشیپونه د لېسانس، ماسټري او دوکتورا په کچه دي، چې د انګلیسي ژبې کوم سند ته هم اړتیا نلري.

هیواد: رومانیا
سکالرشیپ: بشپړ وړیا
د زده کړو کچه: لیسانس، ماسټري او دوکتورا
د نوم لیکنې د پای نیټه: د 2024 کال د مارچ د میاشتې لومړۍ.
امتیازات:
•د زده کړو بشپړ لګښت
•د کتابونو او قرطاسیې لپاره کلنۍ مرسته
•د اوسېدو ځای
•روغتیايي بیمه
•میاشتینی جېب خرڅ
د لیسانس لپاره 65 یورو
ماستری لپاره 75 یورو
د دوکتورا لپاره 85 یورو
دا معلومات تاسو ته د تهذيب تحصيلي او مشورتي شرکت لخوا راټول شوي.

څانګې:
یاد سکالرشیپونه له طبي علومو پرته په نورو ټولو برخو کې وړاندې کېږي، چې عمده برخې یې به لاندې ډول دي، لاندې ذکر شوې برخې بېلابېل ډیپارتمنټونه او څانګې لري.

Architecture
Visual Arts
Romanian Culture and Civilization
Journalism
Political and Administrative Sciences
Engineering
Education Sciences
Social and Human Sciences
Technical Studies
Oil and Gas
Agricultural Sciences
Veterinary Medicine

اړین اسناد:

•په انلاین بڼه د اپلیکېشن فورم تکمیل او سبمېټ کول
•ډیپلوم یا سرټیفیکېټ
•د نمرو ترانسکرېپټ
•د رومانیا فارمټ سي وي ( د دې سکالرشیپونو لپاره ځانګړې سي وي د رومانیا فارمټ کې باید تیاره شي، چې لاندې وېبپاڼه کې يې موندلی شئ)
•د زیږېدو سرټیفیکټ یا تذکره
•پاسپورت ( لومړۍ دری صفحې) او یا هم تذکره
(پاسپورټ حتمي ندی، په تذکره هم نوم لیکنه کېدای شي، خو تذکره باید په انګلیسي ژبه ژباړل شوې او یا هم الکترونیکي وي.)
•عکس
•د دوکتورا لپاره کاندیدان باید چې انګیزه لیک یا Intent letter هم ولیکي، د لېسانس او ماسټري کاندیدان ورته اړتیا نلري.

د نوم ليکنې او نورو معلوماتو لپاره لاندې وټساپ شمېرې ته مسج کړئ:

لېنک:
https://scholarships.studyinromania.gov.ro/

له دوستانو سره يې شريک کړئ او يا يې منشن کړئ!

Tahzib Educational Consultancy 🧳🎓📚🌐✈️
For more details Contact Us!
تهذيب سره د نړيوالو زدکړو ځان برخمن کړئ!☺️
Call ☎️ 0 60 200 10 99
Whatsapp 📲 074 790 7553

📧 Email: [email protected]

🏪 Address: Pukhtonistan Avenue Haji Gul Plaza C block 2nd Floor Jalalabad-Afghanistan

🌍 Spreading smiles across the globe.
🏠آدرس: جلال آباد ښار پښتونستان واټ حاجي ګل پلازه C بلاک دويم پوړ

09/01/2024

#ترکيه Turkey Scholarships 🇹🇷
#سکالرشيپونه

د ترکيې هېواد د روان 2024 کال لپاره 5 زره سکالرشيپونه اعلان کړي دي چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو به له افغانستان هم ورته نوم ليکنه کېږي.
د سکالرشيپونو په هکله بشپړې مشورې او معلوماتو لپاره وټساپ شمېرې ته مسج وکړئ ، دا يې خلاصه او د‌ نوم ليکنې لپاره د اړينو سندونو معلومات دي چې له نوم ليکنې وړاندې يې بايد تيار کړئ.

شمېر: ۵ زره سکالرشیپونه
د زده کړو کچه: لېسانس، ماسټري او دوکتورا
د ټافل او ایېلټس سند ته اړتیا نلري.
د نوم لیکنې وخت: د روان ۲۰۲۴ کال د جنوري میاشتې ۱۰مه نېټه پیل او د فېبروري په ۲۰مه نېټه به پای ته ورسېږي.

د عمر شرایط په لاندې ډول دي:

لېسانس: له ۲۱ کلونو مو عمر ډېر نه وي. (یعنې د زیږېدو نېټه مو له ۰۱/۰۱/۲۰۰۳ څخه وړاندې نه وي.)
ماسټري: له ۳۰ کلونو مو عمر ډېر نه وي. (یعنې د زیږېدو نېټه مو له ۰۱/۰۱/۱۹۹۴ څخه وړاندې نه وي.)
دوکتورا: له ۳۵ کلونو مو عمر ډېر نه وي. (یعنې د زیږېدو نېټه مو له ۰۱/۰۱/۱۹۸۹ څخه وړاندې نه وي.)

د اړتیا وړ سندونه:

•سکن عکس
•تذکره یا پاسپورټ (که پاسپورټ نلرئ نو ستونزه نشته ده، تذکره هم کفایت کوي)
•شهادتنامه یا درې کلنې نمرې خو په انګلیسي ژبه وي او ټاپه شوې وي.
•د ماسټري لپاره د لېسانس دورې سند (ديپلوم یا سرټیفیکېټ او ټرانسکرېپټ) او د ښوونځي شهادتنامه باید ولرئ.
•د دوکتورا لپاره د ماسټري(ډيپلوم یا سرټیفیکېټ او ټرانسکرېپټ)، لېسانس (ديپلوم یا سرټیفیکېټ او ټرانسکرېپټ) او د ښوونځي شهادتنامه باید ولرئ.
•دوه یا درې ریکمنډېشن لېټرونه (له خپلو استادانو یې تر لاسه کولای شئ.)
•د ماسټري او دوکتورا لپاره یو ریسرچ پروپوزل یا Study Plan باید ولرئ.
•یو انګېزه لیک یا Intent Letter
• (اختياري سند) که مو د کانکور ازموینه کې ګډون کړی وي، نو د کانکور ازموینې د نمرو سند او تصدیق ولرئ، د کانکور نمرو تصديق يواځې د لېسانس لپاره پکار دی، او د ازموينو ملي اداره چې کابل ښار په افشارو کې ده دا تصديق ورکوي.

نوم لیکنه په انلاین بڼه تر سره کېږي.

د انګېزه ليک ياintent Letter په هکله بايد ووايو چې دا دوه مهمې برخې بايد ولري.

لومړۍ برخه:
په دې برخه کې به تاسو خپل علمي او ټولنيز معلومات او معرفي ورته ليکئ، ستاسو د زده کړو د څانګې په هکله به دلايل وړاندې کړئ چې ولې مو انتخاب کړې ده، راتلونکي کې به له دې څه جټه اخلئ او د زده کړو لپلره مو ولې ترکيه ټاکلې ده، شخصي معلومات، د زده کړو معلومات، د څانګې معلومات او د انتخاب دليل به دلته واضح کوئ.

دويمه برخه:
په دې برخه کې تاسو د خپل مشخصو مضامينو په برخه کې معلومات وړاندې کوئ، يا داسې څه وړاندې کوئ چې د ارزيابي کمېټه قانع شي چې دې څانګې ته ستاسو انتخاب مناسب دی، لاسته راوړنې مو هم دلته تشرېح کوئ.

د نوم ليکنې لپاره لاندې لېنک وکاروئ:
https://tbbs.turkiyeburslari.gov.tr/

Tahzib Educational Consultancy 🧳🎓📚🌐✈️
For more details Contact Us!
تهذيب سره د نړيوالو زدکړو ځان برخمن کړئ!☺️
Call ☎️ 0 60 200 10 99
Whatsapp 📲 +93(0) 74 790 755 3

074 790 7553

📧 Email: [email protected]

🏪 Address: Pukhtonistan Avenue Haji Gul Plaza C block 2nd Floor Jalalabad-Afghanistan

🌍 Spreading smiles across the globe.
🏠آدرس: جلال آباد ښار پښتونستان واټ حاجي ګل پلازه C بلاک دويم پوړ

08/01/2024

Tahzib Educational Consultancy 🧳🎓📚🌐✈️
For more details Contact Us!
تهذيب سره د نړيوالو زدکړو ځان برخمن کړئ!☺️
Call ☎️ 0 60 200 10 99
Whatsapp 📲 +93(0) 74 790 755 3

📧 Email: [email protected]

🏪 Address: Pukhtonistan Avenue Haji Gul Plaza C block 2nd Floor Jalalabad-Afghanistan

🌍 Spreading smiles across the globe.
🏠آدرس: جلال آباد ښار پښتونستان واټ حاجي ګل پلازه C بلاک دويم پوړ

25/12/2023

Welcome to
Tahzib Educational Consultancy ☺️

Want your school to be the top-listed School/college in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Address

جلال آباد ښار پښتونستان واټ حاجي ګل پلازه (C)بلاک دويم پوړ/Jalalabad City Pukhtonistan Avenue Haji Gul Plaza (C) Block 2nd Floor
Jalalabad
2601

Opening Hours

Monday 08:00 - 17:00
Tuesday 08:00 - 17:00
Wednesday 08:00 - 17:00
Thursday 08:00 - 17:00
Saturday 08:00 - 17:00
Sunday 08:00 - 17:00