23/06/2026
د ۱۴۰۵هـ.ش کال د اختصاصي کانکور ازموینې د بایومټریک خبرتیا!
د اکبر مومند د نیمه لوړو زده کړو انسټیټوټ ټولو فارغانو ته چې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال اختصاصي کانکور ازموینې لپاره یې نوملیکنه کړې ده، خبر ورکول کېږي چې د ازموینو ملي ادارې د مهالویش له مخې د بایومټریک معلوماتو د ثبت او د ازموینې کارتونو د وېش پروسه به د سرطان میاشتې په ۴مه، د پنجشنبې په ورځ، د سهار له ۶:۰۰ بجو څخه تر ۴:۰۰ بجو پورې په ننګرهار پوهنتون کې ترسره شي.
له ټولو ګډونوالو څخه په درنښت غوښتنه کېږي چې د بایومټریک پروسې لپاره خپله الکترونیکي تذکره له ځان سره ولري او په ټاکلي وخت حاضر شي.
عامه اړیکو او نشراتو څانګه
22/06/2026
د الفلاح د ځیرک سیستمونو نندارتون کې د اکبر مومند انسټیټوټ آمر ګډون وکړ
د الفلاح پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د سافټویر انجینري څانګې له لوري د «الفلاح د ځیرک سیستمونو نندارتون» تر سرلیک لاندې نندارتون جوړ شوی و، چې پکې محصلينو خپلې عملي زده کړې، نوښتونه، تخنیکي مهارتونه، ماډلونه او شاوخوا ۵۰ سافټویر او هارډویر پروژې نندارې ته وړاندې کړې.
په دغه نندارتون کې د ننګرهار ولایت مقام، امارتي او خصوصي سکتوري ادارو استازو، کورنیو او بهرنیو ګډونوالو ترڅنګ د اکبر مومند د نیمه لوړو زده کړو انسټیټوټ آمر، محترم عبدالجبار مومند صيب هم ګډون درلود . نوموړي د نندارتون له بېلابېلو برخو او د محصلانو له نوښتګرو پروژو لیدنه وکړه او د هغوی هڅې یې وستایلې.
د نندارتون پر مهال د پروژو مسؤلو محصلينو د خپلو طرحو او نوښتونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ګډونوالو ته یې د یادو پروژو د موخو، ګټو او عملي ارزښت په اړه وضاحت ورکړ.
اکبر مومند د نیمه لوړو زده کړو انسټیټوټ اداره د داسې نوښتونو هرکلی کوي او باور لري چې دا ډول نندارتونونه د محصلينو د استعدادونو د ودې، عملي زده کړو د رايج کولو لپاره اغېزناک فرصتونه برابروي.
د نشراتو او عامه اړيکو څانګه
21/06/2026
ستاسې باور زموږ تر ټولو ستره پانګه ده!
اکبر مومند د نيمه لوړو زده کړو انسټیټیوټ د معیاري او باکیفیته زده کړو له لارې د ټولنې باور خپل کړی. موږ خوشاله یو چې د هېواد ځوانان د خپلو موخو او روښانه راتلونکي لپاره زموږ د علمي کورنۍ برخه ګرځي.
خزاني کانکور ازموينه: سنبلې مياشتې په ۶مه
نوم لیکنه جريان لري...
د لا ډېرو معلوماتو لپاره زموږ د معلوماتو څانګې ته مراجعه وکړئ، یا لاندې شمېرې ته پر وټساپ پیغام پرېږدئ:
+93 (0) 789 306 872
آدرس: طورخم جلال اباد عمومي سرک، شهیدانو مېنه، کابل کمپ بازار
20/06/2026
د اکبر مومند د نیمه لوړو زده کړو انسټیټیوټ کتابتون؛ د مطالعې او کتاب لوستنې غوره ځای!
اکبر مومند د نیمه لوړو زده کړو انسټیټیوټ د کتابتون په چوکات کې د مسلکي څانګو تر څنګ پر کتابونو سمبال کتابتون لري. په دې کتابتون کې د کمپیوټر ساینس او برق انجینرۍ اړوند ګڼ شمېر نوي او ګټور کتابونه شته، چې محصلین ترې د خپلو درسي او اضافي معلوماتو د زیاتولو لپاره ګټه اخیستلای شي. همدارنګه، د یادو څانګو تر څنګ د بېلابېلو برخو، ادبیاتو، ژورنالېزم ، ښوونې او روزنې او عمومي معلوماتو په اړه هم شاوخوا ۱۵۰۰ ټوکه کتابونه موجود دي. محصلین کولای شي د خپلې خوښې او اړتیا سره سم کتابونه مطالعه کړي. د کتابتون دروازې هره ورځ د سهار له ۷:۰۰ بجو څخه د مازدیګر تر ۵:۰۰ بجو پورې د محصلینو پر مخ پرانیستې وي، ترڅو هغوی وکولای شي په ارامه فضا کې مطالعه وکړي او په خپلو خالي درسي ساعتونو کې ورڅخه ګټه پورته کړي. ګرانو محصلینو! مطالعه د پوهې د زیاتوالي او د فکر د پراخېدو تر ټولو غوره لاره ده. هڅه وکړئ چې هره ورځ د مطالعې لپاره لږ وخت ځانګړی کړئ، کتابتون ته مراجعه وکړئ او د خپلو مسلکي او عمومي معلوماتو د لوړولو لپاره له موجودو کتابونو څخه ګټه واخلئ.
د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د خزاني سمستر لپاره داخله جریان لري.
عامه اړیکو او نشراتو څانګه
17/06/2026
د اکبر مومند د نیمه لوړو زده کړو انسټیټوټ درې تنه محصلین له ننګرهار پوهنتون څخه د لیسانس په کچه فارغ شول
د اکبر مومند د نیمه لوړو زده کړو انسټیټوټ درې تنه زیارکښ محصلین د لومړي ځل لپاره د ننګرهار پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي له بېلابېلو څانګو څخه د لیسانس په کچه فارغ شول.
زموږ قدرمن محصلین، انجینر صاحب پاڅون بریال، انجینر صاحب دوستم خان او انجینر صاحب صدام حسین، په بشپړه توګه ثابته کړه چې خوارۍ او منډې ترړې هېڅکله بېځایه نه ځي.
نوموړو محصلینو د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د اختصاصي کانکور د ازادې سیالۍ له لارې د ننګرهار پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي ته بریالي شول.
د اکبر مومند د نیمه لوړو زده کړو انسټیټوټ اداره خپلو قدرمنو انجینر صاحبانو ته د زړه له تله مبارکي وایي او راتلونکی ژوند ورته د لا ډېرو لاسته راوړنو ډک بولي.
یادونه: د خصوصي انسټيټوټونو څخه د فراعت وروسته محصلین کولای شي د پرته له تنزل په دولتي او خصوصي پوهنتونو کې لوړې زده کړې بشپړې کړي.
د نوي خزاني سمستر لپاره داخله جریان لري.
د عامه اړیکو او نشراتو څانګه
16/06/2026
په تلسیمیا اخته ناروغانو ته د وينې راټولونې کمپاين ترسره شو.
د اکبر مومند د نیمه لوړو زده کړو انسټیټوټ او دوستوخېل تسليميا مرکز ترمنځ د شوې همکارۍ پر بنسټ، د انسټیټوټ له محصلینو، استادانو، اداري کارمندانو او د سیمې له اوسېدونکو څخه د وینې راټولولو بشردوستانه کمپاین ترسره شو، چې موخه یې په تلسیمیا اخته ناروغانو ته د وینې برابرول وو.
یاد کمپاین د دوستوخېل تسليميا مرکز د مسلکي روغتیايي ټیم له لوري د اکبر مومند د نیمه لوړو زده کړو انسټیټوټ په انګړ کې په منظم ډول ترسره شو. په دې کمپاین کې ګډونوالو د انساني همدردۍ له مخې د اړتیا وړ ناروغانو لپاره خپله وینه ډالۍ کړه.
د اکبر مومند د نیمه لوړو زده کړو انسټیټوټ مسؤلینو او د دوستوخېل تسليميا مرکز روغتیايي ټیم د ټولو ګډونوالو له بشردوستانه همکارۍ څخه مننه وکړه.
د نشراتو او عامه اړیکو څانګه
15/06/2026
ولې کمپيوټر ساينس انتخاب کړو؟
په اوسنۍ نړۍ کې ټکنالوژي نور یو انتخاب نه، بلکې د ژوند د پرمخ بېولو اصلي محرک ځواک دی او کمپیوټر ساینس د دغه ځواک په زړه کې ځای لري. نن ورځ د نړۍ ټول پرمختګونه، له اقتصادي معاملو نیولې تر روغتیايي خدمتونو او تعلیم پورې، د همدې علم په مټ چلیږي. زموږ د ګران هېواد افغانستان لپاره چې د بیارغونې او عصري کېدو په حساسو پړاوونو کې دی، د کمپیوټر ساینس اړتیا له هر بل وخت څخه ډېره احساسېږي؛ ځکه چې زموږ دولتي ادارې، بانکونه، روغتونونه او د سوداګرۍ خصوصي سکتور ټول د داسې مسلکي کادرونو په لټه کې دي چې وکولای شي ادارات د کمپیوټر په مرسته له نړۍ سره ونښلوي، چارې ګړندۍ کړي او افغانستان د پرمختللې نړۍ له کاروان سره ونښلوي. له بلې خوا، دا څانګه د هېواد د ځوان نسل لپاره یو بېساری فرصت دی ترڅو وکولای شي د خپلو کورونو له دننه ، د انټرنیټ له لارې له نړیوالو شرکتونو سره کار وکړي، ډالري عاید ترلاسه کړي او د خپل ځان او هېواد په اقتصادي ځانبساینه کې د پام وړ رول ولوبوي.د همدې حیاتي او ملي اړتیا د پوره کولو په موخه، د اکبر مومند د نیمه لوړو زده کړو انسټیټوټ د هېواد د روښانه او په ځان بسیا راتلونکي لپاره د خزاني نوي سمستر لپاره د دولسمو ټولګیو د هغو فارغانو هرکلی کوي چې غواړي په کمپیوټر ساینس مسلک کې لوړې زده کړې ترلاسه کړي؛ نو که تاسو هم غواړئ چې د معاصرې نړۍ د بدلون برخه شئ او د دندې او عاید خاوندان شئ، همدا اوس د شموليت په موخه اکبر مومند انسټیټوټ ته مراجعه وکړئ.
د اړيکو او معلوماتو لپاره په لاندې شمېره اړيکه ونيسئ. 0799129912
عامه اړيکو او نشراتو څانګه
14/06/2026
راځئ، د وینې په ورکړې سره د یو انسان ژوند وژغورو.
د تلسیمیا ناروغان، چې ډېری یې ماشومان دي، د خپل ژوند د دوام لپاره په هرو ۱۵–۲۰ ورځو کې وینې ته اړتیا لري.
له همدې امله، اکبر مومند انسټیټوټ او دوستوخېل تلسیمیا مرکز په ګډه همکارۍ، د ټولنې د خدمت او بشري همکارۍ په موخه د وینې راټولولو کمپاین ترسره کوي. له ټولو درنو محصلینو، استادانو او هېوادوالو څخه په درنښت غوښتنه کېږي چې په دې بشردوستانه پروګرام کې ګډون وکړي او د خپلې وینې په ډالۍ کولو سره د اړمنو ناروغانو د ژوند ژغورلو لامل وګرځي.
له نږدې سیمو اوسېدونکو څخه هیله کېږي چې په یاد کمپاین کې په پوره توګه همکاري وکړي.
ستاسو یوه قطره وینه؛ د یو ماشوم ژوند ژغورلی شي.
اړيکو شمېره: 0799129912
پته: طورخم جلال آباد عمومي سرک شهيدانو مېنه کابل کمپ بازار.
13/06/2026
د ۱۴۰۵هـ ش کال د خزاني کانکور ازموينه!
نړۍ له بې شمېره فرصتونه ډکه ده او دغو فرصتونو څخه هغوی ګټه اخيستلای شي چې تحصيل (لوړې زده کړې) ورته ارزښت لري. که تاسې هم غواړئ چې د دغو فرصتونو برخه شئ نو اکبر مومند د نيمه لوړو زده کړو انسټیټوټ د خزاني سمستر لپاره د نويو محصلينو د جذب لړۍ پيل کړې.
راځئ، د نن غوره پریکړه مو د کلونو تياره ژوند روښانه کولای شي.
کانکور ازموينه: سنبلې میاشتې په ۶مه
تاسې کولای شئ د سهار څخه تر ماښام پورې د شموليت په موخه ادارې ته مراجعه وکړئ.
يا هم په لاندې شمېره اړيکه ونيسئ!
0799129912
پته: طورخم جلالاباد عمومي سرک، شهیدانو مېنه، کابل کيمپ بازار
11/06/2026
لوړې زده کړې په برق انجینرۍ کې!
اکبر مومند د نیمه لوړو زده کړو انسټیټوټ د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د خزاني سمستر د کانکور ازموینې له لارې په برق انجینرۍ څانګه کې محصلین قبلوي.
برق انجینري د افغانستان د پرمختګ او زیربناوو د پیاوړتیا له مهمو او اړتیا وړ مسلکونو څخه شمېرل کېږي او فارغان یې د کار پراخ فرصتونه لري.
اکبر مومند د نیمه لوړو زده کړو انسټیټوټ د درسي پروګرام تر څنګ بېلابېلې د ظرفیت لوړونې برنامې؛ لکه علمي سیمینارونه، ورکشاپونه، عملي دورې او علمي سیرونه هم برابروي، ترڅو محصلین وکولای شي د فراغت وروسته غوره دندې ترلاسه کړي.
داخله جریان لري!
تاسې کولای شئ د سهار له ۷:۰۰ بجو څخه تر ماښام ۵:۰۰ بجو پورې د شمولیت لپاره انسټیټوټ ته مراجعه وکړئ.
د اړیکو او معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې سره اړیکه ونیسئ.
0799129912
پته: طورخم جلال آباد عمومي سرک، شهیدانو مېنه کابل کمپ بازار