Ahmad Shah Durani High School احمد شاه دراني خصوصي عالی لېسه

Ahmad Shah Durani High School  احمد شاه دراني خصوصي عالی لېسه private school

1400/7/1د کرکټ لمړۍ بریا!نن ورځ پنجشنبه د احمد شاه دراني خصوصي لېسې او وحدت خصوصي لېسې د کرکټ ټېمونو  تر منځ یوه دوستانه...
23/09/2021

1400/7/1
د کرکټ لمړۍ بریا!
نن ورځ پنجشنبه د احمد شاه دراني خصوصي لېسې او وحدت خصوصي لېسې د کرکټ ټېمونو تر منځ یوه دوستانه سیالۍ برابره شوې وه.
د لوبې ټاس مقابل لوبډلې وګاټه او په ټاکلو دولس(12) اورونو کې 148 منډې هدف وټاکه.
احمد شاه درانې کرکټ ټېم یاد هدف په پینځو ویکټو د د نصیر خان په شپېتو او سلیمان د څلویښت منډو جوړولو پر مټ په لس اورونو کې پوره او لوبه یې په خپله بریا پای ته ورسوله.
د بالینګ په برخه کې شاهین درې ویکټې، پردېس درې ویکټې، مدثر دوه ویکټې، ستار او عمیر یو، یو ویکټه تر لاسه کړه.
د لوبې بریا دې د لېسې ټول اداري او تدریسي سټاف او ګلالیو زده کوونکو ته مبارک وي.
Well-done our champion keep it up
GK

د احمدشاه دراني خصوصي لېسې ټولو ګلاليو زده کوونکو ته خبر ورکول کيږي چې د پاتې کلنۍ ازموينو د مهالويش ترلاسه کولو لپاره  ...
22/07/2021

د احمدشاه دراني خصوصي لېسې ټولو ګلاليو زده کوونکو ته خبر ورکول کيږي چې د پاتې کلنۍ ازموينو د مهالويش ترلاسه کولو لپاره دوشنبه او سه شنبه په ورځ د اسد په 4 او 5 نيټه ليسې ته حاضر شي.
یادونه شپږم د اسد ازموینه شروع کیږې .

خبرتیا! د احمدشاه دراني خصوصي عالي لېسې گلالیو زده کوونکو!  دا چې هېواد کې د کرونا ناروغۍ دريمه څپه په شدت سره روانه ده،...
11/06/2021

خبرتیا!
د احمدشاه دراني خصوصي عالي لېسې گلالیو زده کوونکو!
دا چې هېواد کې د کرونا ناروغۍ دريمه څپه په شدت سره روانه ده، په همدې اساس د عامی روغتيا وزارت پرېکړه کړې چې ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونه او ښوونځي د دوو اونیو لپاره نور هم رخصت دي،
نو تاسو زده کوونکو ته هم خبر در کول کېږي، چې تر دوو اونیو پورې نور هم په کور پاتې شئ،
هغه سپارښتنې چې د لېسې ادارې د لوري د درسونو تعقیب، وقایوي تدابیرو منل او د کورنۍ دندو د لیکلو په برخه کې درته شوې دي، هیله ده چې عملي یې کړئ!
نوټ: که د اړونده ارګانونو لخوا کوم نوي معلومات تر لاسه شول تاسې سره به یې شریک کړو.

په درنښت!
فرهنګي کمېټه

اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته!د ټولو زده کوونکو او د والدینو د پام وړ!لکه څرنګه چي تاسو ته معلومه ده د کرونا د دریمي څ...
29/05/2021

اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته!
د ټولو زده کوونکو او د والدینو د پام وړ!
لکه څرنګه چي تاسو ته معلومه ده د کرونا د دریمي څپي له امله ۱۶ ولایتونو کي قرنطين اعلان شوی احمد شاه دراني لیسه هم تاسي ته خبر درکوي چي ۱۵ ورځي عمومي رخصتي ده.
که چیرته کومه بله پریکړه وشوه مونږ به تاسو ته خبر درکړو.
مننه

A man saw a snake being burned to death and decided to take it out of the fire. When he did, the snake bit him causing e...
15/03/2021

A man saw a snake being burned to death and decided to take it out of the fire. When he did, the snake bit him causing excruciating pain. The man dropped the snake, and the reptile fell right back into the fire.

So, the man looked around and found a metal pole and used it to take the snake out of the fire, saving its life.

Someone who was watching approached the man and said: “That snake bit you. Why are you still trying to save it?”

The man replied: “The nature of the snake is to bite, but that's not going to change my nature, which is to help.”

Do not change your nature simply because someone harms you. Do not lose your good heart, but learn to take precautions.

By: Diane Johnson
(Yaser Haqhyar)

ستا مېړانې ته سلام دیپه هر زړه کې دې مقام دیته ګټونکی د دې خاورې ته ساتونکی د دې خاورې!ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه زموږ ...
27/02/2021

ستا مېړانې ته سلام دی
په هر زړه کې دې مقام دی
ته ګټونکی د دې خاورې
ته ساتونکی د دې خاورې!
ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه زموږ د هيواد ستر ویاړ او د امن فرښتې دي.
نن مو دغه ملي ویاړونه وستایل او د دوي ورځ(د کب نهمه د سرتیري ورځ) مو په شانداره مراسمو سره ولمانځله دوي دې د هیواد د دفاع لپاره پیاوړي او ژوندي وي.
احمدشاه دراني خصوصي لېسې فرهنګي کمېټه.

21/02/2021

مغروره کیږه مه! کله چې مرغۍ ژوندۍ وي میږیان خوري خو چې مړه شي بیا د میږیانو ښکار شي.
شرایط د وخت په تیریدو سره بدلیږي
هیڅ وخت څوک مه تحقیروئ
ښایې نن تاسې ځواکمن یاست خو وخت تر تاسې ډیر ځواکمن دی.
د یوې ونې څخه په زرګونه د ګوګړو تیلي جوړیدای شي، خو داسی وخت هم راتلای شي چی د ګوګړو یواځې یو تیلی په زرګونه ونې له منځه یوسي.

Dear students!There are some idiomsTry to learn it
19/02/2021

Dear students!
There are some idioms
Try to learn it

د ختیځ زون  د خصوصي ښوونځېو داتحادیی له لورې د سولې تر نامه لاندې د خصوصي ښوونځېو ترمنځ د کرکټ ټورنمینټ په لاره اچول شوي...
14/02/2021

د ختیځ زون د خصوصي ښوونځېو داتحادیی له لورې د سولې تر نامه لاندې د خصوصي ښوونځېو ترمنځ د کرکټ ټورنمینټ په لاره اچول شوي وو چې د احمد شاه دراني خصوصي عالي لېسې په ګټه پای ته ورسیدو .
پای لوبه د احمدشاه دراني خصوصي عالي لېسې ترمنځ او د کابل نړیوال خصوصي عالي لېسې ترمنځ تر سره شوه چې ټاس یا پچه د احمد شاه دراني خصوصي عالي لېسې وګټله او خپله یې د توپ وهنې پریکړه وکړه

د احمد شاه دراني خصوصي عالی لېسې بیټنګ
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
سید احمد (4) سکور اوټ
پردیس خان (16) سکور اوټ
سلیمان ( 1 ) سکور اوټ
نصیر ( 1) سکور اوټ
عمران ( 13) سکور اوټ
ولید ( 18) سکور اوټ
نصیر احمد ( 1) سکور اوټ
شبیر امین ( 6 ) سکور اوټ
شاهین (18) ناټ اوټ
اسرار ( 1 ) ناټ اوټ

هدف یا ټارګيټ (87)
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
دکابل خصوصي عالی لېسې په دوهم اننګز کې د ټولو لوبغاړو په سوزیدو سره یوازي (41) منډي وکړي،
نو احمدشاه دراني خصوصي عالی لېسې( 46) منډو په توپیر سره کابل خصوصي عالي لېسې ته ستره ماتي ورکړه

د احمدشاه دراني لېسې بالینګ
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
شبیر امین 3 اووره 4 ویکټي
پردیس 2 اووره 4 ویکټي
شاهین 1 اووره 0 ویکټه
نصیر احمد 2 اوور 2 ویکټي

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
د احمد شاه دراني خصوصي عالی لېسې ټولې اداري ته دې دا ستره بریا مبارک وي .

Address

Ambulance Street
Jalalabad

Opening Hours

09:00 - 17:00

Telephone

0782005466

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Ahmad Shah Durani High School احمد شاه دراني خصوصي عالی لېسه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category