Wisdom Waves د حکمت څپي

  • Home
  • Wisdom Waves د حکمت څپي

Wisdom Waves د حکمت څپي This page can help you to find out new information about everyrthing related to our life.

you learn what isn't taught to you in your school, colloge or university.

05/04/2025

په افغانستان کې شته ستونزي او د هغي حل لاره 💯
Current issues and it's solution in Afghanistan

Let's Learn English!Try to make a beautiful example in this word and according to your sentence you will get marks out o...
23/01/2025

Let's Learn English!
Try to make a beautiful example in this word and according to your sentence you will get marks out of 10.
Let's see who is the winner for today!!!!

ارواپوهنه :• کله چې مو بدن ناڅاپه ولړزیږي، نو پوه شه هغه څوک چې تاسو ورسره مینه لرئ ډېره/ډېر درپسې خفه ده/دی.  • په خوب ...
24/05/2024

ارواپوهنه :

• کله چې مو بدن ناڅاپه ولړزیږي، نو پوه شه هغه څوک چې تاسو ورسره مینه لرئ ډېره/ډېر درپسې خفه ده/دی.

• په خوب کې د هغه چا ډېر لیدل چې تاسو ته ګران وي صادیقــانه دوست مو دی.

• له چا سره چې مینه ولرئ نفرت نشئ ځینې کولای که
زرځله مو وهم دردوي.

• که تاسو د هغه چا عطر چې تاسو ته ډېر ګران وي او ورسته له شلو کالو بوی کړئ نو تاسو ته به هغه شخص بیا، بیا یاد کړي.

• ارواپوهنې په علمي ډول ثابته کړې له ذهنه د یو چا د نه وتلو لامل دادی، چې هغه شخص خپله ستاسو په اړه فکر کوي .

د پند او خوند درس.                یوه ورځ استاد خپلو شاګردانو ته وویل: که ستاسو سره (86,400) ډالره یي او یو څوک 10 ډالره...
08/05/2024

د پند او خوند درس.

یوه ورځ استاد خپلو شاګردانو ته وویل: که ستاسو سره (86,400) ډالره یي او یو څوک 10 ډالره درنه وتښتوي، ایا تاسو به له دا پاتې (86,390) ډالرو سره یو ځای په هغه پسې منډې وهئ، که پرېږدئ به یې او خپله لاره به وهئ؟ ټولو شاګردانو ورته وویل: طبعاً موږ به هغه پرېږدو، د پاتې (86,390) ډالرو ساتني فکر به کوو.

استاد وویل: خو نن اکثره خلک ستاسو د چلند پر خلاف روان دي، دوی نه چې څوک لس ډالره وتښتوي هغه پسې منډې وهي وهي تر څو هغه (86,390) ډالر هم ورک او ضایع کړي! شاګردانو وویل: دا ناشونې ده، دومره کم عقلتوب به څوک کوي؟!

استاد ورته وویل: تاسو خو یې زما سره نه منئ؛ زه یې اوس درته ثابتوم، په حقیقت کې دا (86,400) شمیره د شپې ورځې (24 ساعتونو) ثانیې دي! کله چې یو څوک په 10 ثانیو کې کومه بد خبره یا بد چلند درسره وکړي او غوسه دې کړي؛ نو ته یې په هکله پاتې توله ورځ سوچونه او چورتونه وهې او د دې 10 ثانیو له امله هغه پاتې (86,390) ثانیې هم ضایع کړې.

بناءً د چا په بده خبره او ناسم چلند خپل فکر، انرژي او ځواک مه ضایع کوه، پاتې قیمتي وخت غنیمت وګڼه، هغه بده خبر او بد چلند کوونکی معاف، هېر او وبښه! خپل ذهن له جنجاله فارغ کړه او خپل ژوند/کار ته دوام ورکړه.

که مو تر پایه لوستې وي نو جزاک الله ولیکئ!
د ثواب په خاطر یی شېر کړئ

*نن درته د حافظې او دماغ ښه کولو لپاره پنځه غوره غذایي مواد ښایم :*۱: کولین(Choline) په هګیو، د ماهیانو په غوښه او په ګو...
04/05/2024

*نن درته د حافظې او دماغ ښه کولو لپاره پنځه غوره غذایي مواد ښایم :*

۱: کولین(Choline)
په هګیو، د ماهیانو په غوښه او په ګوپي/ګلپي کې پیدا کیږي.
۲: ویټامین سي (Vitamin C)
په ځمکني توت، ستروس خاندان میوو(لیمو، مالټه، نارنج ...)، مامیزو او توتانو کې موندل کیږي.
۳: اومېګا تري (Omega - 3)
د ماهیانو په غوښه، وچه میوه او زغفرانو کې موندل کیږي.
۴: فولیک اسید (Folic Acid)
په شنه سبزۍ(مولي سرخک، دانیه، تیرابه)، شنه ترکارۍ او لوبیا کې موندل کیږي.
۵: ویټامین اي (Vitamin E)
د زیتون په تیلو، بادام او پیسته کې موندل کیږي.

*✒️ لیکوال : ډاکټر حنیف تائب*

د_سکوت_ارزښت. hippocampus څېړنې ښيي چې په ورځ کې دوه ساعته (۱۲۰ دقیقې) سکوت اختیارول یا دا چې خلوت کول؛ د انسان د مغز د ...
04/05/2024

د_سکوت_ارزښت. hippocampus
څېړنې ښيي چې په ورځ کې دوه ساعته (۱۲۰ دقیقې) سکوت اختیارول یا دا چې خلوت کول؛
د انسان د مغز د «هیپوکامپ» په برخه کې نوي حجرات رامنځ ته کوي. یاده برخه مسؤولیت لري چې حافظه قوي، زده کړه منظمه او د مطالعې نتیجه مثبته کړي.
یانې څوک چې لږې خبرې کوي د دوی هیپوکامپ سالم پاتې کېږي، همدا ده چې د مطالعې، درک او حفظ گراف یې لوړېږي.
د کوم انسان چې یاده برخه زیانمنه سي، د هغه بیا ډېر شیان هېږېږي، همدا راز د عقل د زوال په ناروغۍ کې لومړنۍ برخه چې زیان ویني همدا د هیپوکامپ برخه ده .

د مطالعې مهارتونه (Study Skills)هغه تمرینات چې د یوې موضوع د زدکړې لپاره کارول کیږي مطالعه بلل کیږي.بهتره مطالعه توجه، ف...
03/05/2024

د مطالعې مهارتونه (Study Skills)

هغه تمرینات چې د یوې موضوع د زدکړې لپاره کارول کیږي مطالعه بلل کیږي.
بهتره مطالعه توجه، فکر، او ارام ماحول غواړي، ددې لپاره چې ښه مطالعه ترسره کړو نو باید...
۱: هغه کتاب یا هغه مضمون چې باید مطالعه یې کړو فقط همغه کتاب یا چیپتر له ځان سره ولرو، بل کتاب، مجله، ناول، مبایل، راډیو او دیته ورته اسباب چې توجه مو بدلوي هیڅ له ځان سره ونلرو
۲: د مطالعې لپاره باید یو خاص ځای انتخاب وي چې د همغه ځای (ماحول) سره مو فکر نورمال عادت وي، که هره ورځ مختلف ځایونه بدل کړو نو په مختلفو ځایو کې له مختلفو فکرونو او نقشو سره مخ کیږو چې دا هم د توجه د بدلیدو سبب کیږي.
نوټ: که مو کومه خونه د مطالعې لپاره انتخاب کړې وي حداقل باید بالکین ( کړکۍ، عشداره) ولري، ځکه ذهن تازه هوا او اکسیجن ته ضرورت لري
۳: ولې سهار کې مطالعه مفیده وي؟
ځکه سهار زموږ ستاسو ذهن له هغو موضوعاتو پاک او صفا وي چې د ورځې په جریان کې ورسره مخ کیږو.
بل، خوب د معز د ارامتیا سبب کیږي نو سهار چې د خوبه پاڅو ذهن مو ارام او مطالعې ته ښه اماده وي.
کوم وخت چې د مطالعې څخه ستړي شوئ لنډه تفریح یا لنډ مهاله خوب وکړئ!
۴: د تجربو له مخې (Full Time Study) باید د اته ساعتو څخه زیاته نه وي، ځکه د انسان ذهن د اته ساعتو په اندازه اخذ او برداشت کولی شي، تر دې هاخوا بیا بوج کیږي چې د بوج په صورت کې ممکن ستاسو زړه د بیا لپاره له مطالعې څخه مات شي.
۵: ډیرې تیزې رڼا یا لمر ته باید د کتاب ورقې مخامخ نه وي، ځکه دا ستاسو سترګو ته منعکس کیږي او بیا د سترګو د تکلیف سبب ګرځي.
۶: کوشش وکړئ دا عادتونه مو په خاموشۍ بدل کړئ لکه په لوړ غږ لوستل، د شونډو په سر پسنیدل، له قطارو سره ګوته یا قلم وړل...
۷: یواځې د آزموینو ورځو کې په ځان ډیر بوج مه راوړئ، لږ څه یاد کړئ خو تل یې یاد کړئ

Saudi announced Wednesday as the first day of Eid-ul-Fitar
08/04/2024

Saudi announced Wednesday as the first day of Eid-ul-Fitar

ستاسي په نظر د 2024 کال IPL به کومه لوبډله ګټې؟
06/04/2024

ستاسي په نظر د 2024 کال IPL به کومه لوبډله ګټې؟

04/09/2023

په څو نمرو کوم پوهنځي ته کامیاب شوي یاست؟

08/08/2023

Welcome to Zaland Educational Center.

Address


Telephone

+93785545657

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Wisdom Waves د حکمت څپي posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The School

Send a message to Wisdom Waves د حکمت څپي:

Shortcuts

  • Want your school to be the top-listed School/college?

Share