حمیدي سوپر سپیشل طبي اکاډمي

حمیدي سوپر سپیشل طبي اکاډمي Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from حمیدي سوپر سپیشل طبي اکاډمي, Medical school, AFGHANISITAN NANGARHAR, Jalalabad.

🌐 Hamidi Super Special Medical Academy (HSMA)
⚕️ Online Medical Education & Professional Training
🎓 Nursing • Physiotherapy • Dental • Medical Sciences
🌍 Learn Anywhere, Anytime

12/06/2026

مغز بخش اصلی دستگاه عصبی مرکزی است که وظیفه کنترل حرکات، احساسات، افکار، یادگیری و عملکردهای حیاتی بدن را بر عهده دارد.

مراحل اصلی و بخش‌ها:

مخ (Cerebrum) – بزرگ‌ترین بخش مغز، شامل دو نیم‌کره؛ مسئول تفکر، حافظه، ادراک حسی و حرکات ارادی.
مخچه (Cerebellum) – هماهنگی حرکات، تعادل و کنترل وضعیت بدن.
ساقه مغز (Brainstem) – شامل بصل‌النخاع، پل مغزی و میان‌مغز؛ کنترل تنفس، ضربان قلب و عملکردهای خودکار.
لوب‌ها: پیشانی (پردازش تصمیم و حرکات)، آهیانه (حس‌های لمسی)، گیجگاهی (شنوایی و حافظه)، پس‌سری (بینایی).
اهمیت:

هر بخش مغز وظیفه تخصصی دارد و همکاری آن‌ها برای بقای انسان ضروری است. آسیب به هر قسمت می‌تواند عملکردهای حیاتی را مختل کند.

*ستون فقرات (ډیسک کمر) جدي ونیسئ!*د ملا ډیسک هغه وخت رامنځته کېږي چې د فقراتو ترمنځ نرم بالښتونه (ډیسکونه) زیانمن شي یا ...
11/06/2026

*ستون فقرات (ډیسک کمر) جدي ونیسئ!*

د ملا ډیسک هغه وخت رامنځته کېږي چې د فقراتو ترمنځ نرم بالښتونه (ډیسکونه) زیانمن شي یا له خپل ځایه ووځي او پر اعصابو فشار راوړي.

*🔹 نښې نښانې:*
✔ د ملا درد
✔ پښو ته خپرېدونکی یا برېښنا غوندې درد
✔ د پښو بې‌حسي یا سوځېدنه (ګزګز)
✔ د پښو کمزوري
✔ د کښېناستو، ټیټېدو یا درنو شیانو پورته کولو پر مهال درد

*🔹 د خطر عوامل:*
❌ د درنو شیانو ناسم پورته کول
❌ اوږده موده کښېناستل
❌ چاغښت او کم فزیکي فعالیت
❌ اوږده موټر چلونه
❌ د ملا او ګېډې د عضلو کمزوري

⚠️ که دا نښې لرئ، ژر تر ژره له ډاکټر سره مشوره وکړئ.
Dr. Akramullah''Hamidi'' ❤️

`غواړي ماشومان مو وزن ولرې چاغ شئ  ..?`*نو بیـــا ..**۱- د ولادت په اول ساعت کي ورته د مور شید ورکړي.**۲- تر شپږ میاشتو ...
09/06/2026

`غواړي ماشومان مو وزن ولرې چاغ شئ ..?`

*نو بیـــا ..*
*۱- د ولادت په اول ساعت کي ورته د مور شید ورکړي.*
*۲- تر شپږ میاشتو یوازی د مور شیدی ورکړی حتا اوبه هم مه ورکوی بغیر د مور له شیدو ..*

*۳- د شپږ میاشتو وروسته ورته نور نرم خواړه شروع کړی، ځکه یوازی شیدی نشی کولی د ماشوم ضروریات بیا رفع کړي ..*

*۴- تر دوه کالو پوری ماشوم ته شیدی او نور خواړه یو ځای ورکوي .*
*۵- ماشوم ته ډیر وخت ورکړي، ورسره لوبی کوی خاندی ورته .*

*دا معلومات شیر کړئ، تر څو نور خلک هم خبر شي ..*

🌺💐🌸

> Dr Akramullah''Hamidi'' ❤️ ♡♤🌹🩺

*🔲 د لوستلو 📖 او نشرولو ✅ په هیله . چا چې ولوستل نو په مینه یو لایک 👍 یا هم ❤️ ورکئ .* #یارۆ #یاسا #یاسا

`د ماشومانو د خولې څخه د لاړو بهېدل (Drooling) یا Sialorrhea ..`*ماشومانو د خولې څخه د لاړو بهېدنه چې ptyalism هم ورته و...
09/06/2026

`د ماشومانو د خولې څخه د لاړو بهېدل (Drooling) یا Sialorrhea ..`

*ماشومانو د خولې څخه د لاړو بهېدنه چې ptyalism هم ورته وایی مختلف علتونه لري. ځینې یې ممکن جدي او د مختلفو ناروغیو له کبله وي او ځینې وخت نارمل هم کیدلئ شی.*

*1: د غاښونو راوتل: په دې وخت کې د ماشوم ورۍ خارښت کوی او هرڅه باندې خپله ورۍ ټینګوی او د لاړو زیاتیدو او بهیدو سبب کیږی.*

*2: د ستونی التهاب Tonsilitis یا Pharangitis: که ماشوم د ستونی التهاب ولری، ماشوم خپلې لاړې د ستونی د درد له امله نشی تیرولۍ او د لاړو بهیدو سبب ګرځی.*

*3. د خولې یا وریو التهابی کېدل یا Apthous ulcer: په دې وخت کې هم د ماشوم د خولې د لاړو بهیدو سبب کیږی.*

*4: د کولمو چینجی: دا هم د لاړو زیاتیدو سبب کیږی.*

*5: د خولې د عضلاتو کمزوری*
*6: موسمی ناروغۍ لکه زکام، نزله او حساسیت*
*7: ځینی درمل*

*ځینی وخت ممکن هیڅ کومه ستونزه نه وی بلکه ماشوم نارمل وی او دا ستونزه تر 15 میاشتو پورته خپله ښه کیږی.*

🌺💐🌸

> Dr Akramullah''Hamidi'' ❤️♡♤🌹🩺

*🔲 د لوستلو 📖 او نشرولو ✅ په هیله . چا چې ولوستل نو په مینه یو لایک 👍 یا هم ❤️ ورکئ .*

`🏥🦴 د هډوکو د بندونو التهاب  ..`*😣 ایا تاسو له دې ستونزو سره مخ یاست؟**• د زنګون، اوږې، لاس یا پښو بندونو درد**• پړسوب ا...
09/06/2026

`🏥🦴 د هډوکو د بندونو التهاب ..`

*😣 ایا تاسو له دې ستونزو سره مخ یاست؟*
*• د زنګون، اوږې، لاس یا پښو بندونو درد*
*• پړسوب او سوروالی*
*• د بندونو کلکوالی، په ځانګړي ډول سهار وختي*
*• د حرکت پر مهال درد*
*• د قدم وهلو یا کار کولو ستونزه*
*⚠️ دا ټول د هډوکو د بندونو التهاب مهمې نښې دي!*

`د هډوکو د بندونو التهاب څه شی دی؟`

*کله چې د بندونو شاوخوا نسجونه او هډوکي التهاب پیدا کړي، درد، پړسوب او د حرکت ستونزه رامنځته کېږي.*

`🦠 لاملونه یی څه دي 👇؟`
*• عمر زیاتوالی*
*• روماتیزم*
*• د هډوکو کمزوري*
*• پخوانی ټپ یا ضربه*
• زیات وزن
• کلسیم او ویټامین D کمښت

`🚨 کله خطرناک دی 👇 ..?`
*• که درد دوامداره وي*
*• که بندونه ډېر پړسېدلي وي*
*• که حرکت محدود شي*
• که د بدن تبه یا کمزوري ورسره وي
*نو ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وکړئ!*

`🛡️ څنګه ځان وساتو 👇 ؟ ..`

*✔ مناسب وزن وساتئ*
*✔ منظم نرم ورزش وکړئ*
*✔ کلسیم او ویټامین D استعمال کړئ*
✔ له درنو کارونو ځان وساتئ
✔ لمر ته لږ وخت وځئ

`💊 درملنه څه ده 👇 ..?`
*• د درد او التهاب ضد درمل (د ډاکټر په مشوره)*
*• فزیکي تمرینات*
*• استراحت*
*• منظم طبي معاینه*

کوچني ډاکټر💖💖

*👶 د نوی زیږېدلي ماشومانو  اسهال د ماشومانو اسهال ډېره جدي موضوع ده او کولی شي ژر د اوبو کموالی (ډیهایډریشن) رامنځته کړي...
09/06/2026

*👶 د نوی زیږېدلي ماشومانو اسهال د ماشومانو اسهال ډېره جدي موضوع ده او کولی شي ژر د اوبو کموالی (ډیهایډریشن) رامنځته کړي.*

*که ماشوم مو اسهال لري، نو لاندې ټکي په یاد ولرئ 👇 ..*
*ماشوم ته د مور شیدې ورکړئ.*
*د ډاکټر د سپارښتنې پرته هېڅ درمل مه ورکوئ.*
*که ماشوم وچي شونډې لــري ژړا کې اوښکې نه لري، یا ډېر کم پیشاب کوي → ژر ډاکټر ته مراجعه وکړئ.*

`یاد ولرئ 👇 ..`

*د ماشوم اسهال هر وخت ساده نه وي نو د مسلکي ډاکټر مشوره حتمي ده ..*

🌺💐🌸

> Dr Akramullah ''Hamidi'' ❤️♡♤🌹🩺

*🔲 د لوستلو 📖 او نشرولو ✅ په هیله . چا چې ولوستل نو په مینه یو لایک 👍 یا هم ❤️ ورکئ .*

`پاملرنه   👇 ..`*کله چې ماشوم نس ناستې یا اسهال ولري، ډېری وختونه د ORS په کارولو سمېږي، خو ځینې نښې ډېر خطر څرګندوي او ...
09/06/2026

`پاملرنه 👇 ..`

*کله چې ماشوم نس ناستې یا اسهال ولري، ډېری وختونه د ORS په کارولو سمېږي، خو ځینې نښې ډېر خطر څرګندوي او ډاکټر ته د بیړنۍ تګ اړتیا لري. که ماشوم په لاندي نښو کې یوه یا څو ولري لکه 👇 ..*

*بې‌ حالي، وزن کمیدل، خوبووړی سي یا عادي غبرګون نه کوي… که سترګې یې ډوبې وي، خوله وچه وي، د ژړا پر وخت اوښکې نه راځي، یا ادرار یې ډېر کم شوی وي… دا ټول د خطر نښې دي.*

*همدارنګه که ماشوم هر څه استفراقوي، اوبه نسي څښلای، په غایطه موادو کې وینه وي، تبه لوړه وي، یا نس ناستې له ۳ ورځو زیاته سي—نو باید سمدستي یې د ماشومانو متخصص ډاکټر ته یو سئ، څو د خطرناکو پایلو مخه ونیول سئ.*

🌺💐🌸

> Dr Akramullah''Hamidi'' ❤️ ♡♤🌹🩺

*🔲 د لوستلو 📖 او نشرولو ✅ په هیله . چا چې ولوستل نو په مینه یو لایک 👍 یا هم ❤️ ورکئ .*

`نوي زیږیدلو کوچنیانو کې زیړی ..`*زیړی په نوي زیږیدلو کوچنیانو کې زیات پیښیږي، چې اکثرآ عادي زیړی وي او خپله په دوو هفتو...
08/06/2026

`نوي زیږیدلو کوچنیانو کې زیړی ..`

*زیړی په نوي زیږیدلو کوچنیانو کې زیات پیښیږي، چې اکثرآ عادي زیړی وي او خپله په دوو هفتو کې ورکیږي.*

*اما کله کله زیړی خطرناکى پايلي لرى چې په وجود کې دیو مرض له سببه په ماشوم کې څرګندیږي.*

*کــــله باید زیړی خطري وبولو او دتداوي لپاره دماشومانو متخصص ته مراجعه وکړو 👇 ..*

*۱ـ کله چې زیړی په اوله ورځ دزیږون ماشوم کې راڅرګند شي.*
*۲- کله چې د ماشوم بل ورور یا خور د زیړي له سببه مړه شوی یا لیوني شوي وي.*

*۳- کله چې د ماشوم زیړی په ډیرچټکي سره مخ په زیاتیدو وي.*

*۴-کله چې د دوو هفتو وروسته هم د ماشوم زیړی ورک نشو.*
*۵- کله چې ماشوم د زیړي سره د غایطه موادو رنګ سپين یا خاکي وي.*

*۶- کله چې د ماشوم ادرار په کالو شنه ټپله پریښودل.*

🌺💐🌸

> Dr Akramullah''Hamidi'' ♡♤🌹🩺

*🔲 د لوستلو 📖 او نشرولو ✅ په هیله . چا چې ولوستل نو په مینه یو لایک 👍 یا هم ❤️ ورکئ .*

08/06/2026

`راځئ نن دی ویډیو کــي زده کــړو چي کوم انټي بیوټیک حاملګي کي استفاده کولای شو او کوم نشو استفاده کولای کــړی 👆 ..`

*کــــــه ویډیو ګټوره درته تمامه شوه نــو له ملګرو سره یی هم شریکه کړی ..*

🌺💐🌸

> Dr Akramullah ''Hamidi'' ❤️ ♡♤🌹🩺

`د ماشومانو د پښو درد – Growing Pains  ..`*ځینې ماشومان د ۳ تر ۱۲ کلنۍ پورې د پښو ټینګ دردونه لري.**چې زیاتره ماښام یا د...
08/06/2026

`د ماشومانو د پښو درد – Growing Pains ..`

*ځینې ماشومان د ۳ تر ۱۲ کلنۍ پورې د پښو ټینګ دردونه لري.*
*چې زیاتره ماښام یا د شپي راښکاره کېږي دا دردونه اکثره له ډېرې خوځښت، منډو، جمپونو او لوبو وروسته پیدا کېږي نه د ودې له کبله.*

`علایم 👇 ..`
*- دردونه دواړو پښو کې وي .*
*- د شپې د خوب پر مهال راښکاره کېږي .*
*- کله کله تر سهاره پاتې کېږي .*

`درملنه 👇 ..`
*- ښه استراحت ورکول .*
*- کلسیم او لبنیات څخه استفاده کول .*

*- ibuprofen کــــه ډېر درد وي*

*- ګرم کمپرس یا مساج ورکــول .*

`کله ډاکټر ته لاړ شئ 👇? ..`
*- که درد دوامداره سخت وي .*
*- بندونه پړسېدلي یا سره وي .*
*- تبه، بې‌اشتهایي یا کمزوري ورسره وي .*

`یادونه 👇 ..`

*دا معمولاً جدي نه وي خو که نښې نورې وي حتماً ډاکټر ته ورشئ.*
*او هیڅکله خپل پر سر ماشوم ته درمل مه ورکوی .*

🌺💐🌸

Dr Hamidi'' ♡♤🌹🩺

*🔲 د لوستلو 📖 او نشرولو ✅ په هیله . چا چې ولوستل نو په مینه یو لایک 👍 یا هم ❤️ ورکئ .*

Address

AFGHANISITAN NANGARHAR
Jalalabad
0026

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when حمیدي سوپر سپیشل طبي اکاډمي posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category