دره نور پوهنې آمریت

دره نور پوهنې آمریت educational organization in Nangarhar city

د آزموینې خبرتیا!دره نور پوهنې آمریت اړوند د هغو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي چې د بې وزله ماشومانو ملاتړې موسسې د جبراني...
14/07/2026

د آزموینې خبرتیا!
دره نور پوهنې آمریت اړوند د هغو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي چې د بې وزله ماشومانو ملاتړې موسسې د جبراني (catch-Up) ټولګیو ته نوم لېکنه کړې وه؛ سبا چهارشنبه چې (۱۴۰۵/۴/۲۴) نېټې سره سمون خورې، د دره نور پوهنې آمریت اړوند د دشمیر بابا لیسې ته ماسپښېن ۲:۰۰ دوه بجې د آزموینې په موخه ځانونه حاضر کړئ. د نه حاضریدو په صورت کې بیا د شکایت حق نلرئ
په درنښت.
مــــ.ـولوی اســـدالله (حـــ.ـقاني)
د دره نور پـــــوهنې آمـــر.

د کارموندنې خبرتیا!د دره نور پوهنې آمریت غواړې لس(10)  تنه بیرته راستانه شوي د حق الزحمې ښوونکي په توګه په مختلفو ښوونځی...
11/07/2026

د کارموندنې خبرتیا!
د دره نور پوهنې آمریت غواړې لس(10) تنه بیرته راستانه شوي د حق الزحمې ښوونکي په توګه په مختلفو ښوونځیو کې مقرر کړي؛ هغو بیرته راستانه شوو کسانو ته خبر ورکول کېږي چې (حداقل دولسم پاس/معادل اسناد ولري؛ لوړ تحصیل لرونکي ته لومړیتوب ورکول کېږي)؛ خپل اسنادونه(عمري کیمپ فورمه،تحصیلي اسناد، تذکرې اصل او کاپي) د ۱۴۰۵/۴/۲۰ نېټې تر مازدیګره پورې دره نور پوهنې آمریت اړوند د اجرائیه عمومي مدیر ته وسپارې.
دره نور پوهنې آمریت اداره

د دیني جامعاتو او تخصصاتو په آزموینه کې د دره نور پوهنې آمریت دروند آمر مـــ.ـولوی اسدالله (حـــ.ـقــ.ـاني)، د مسلکي پرا...
07/07/2026

د دیني جامعاتو او تخصصاتو په آزموینه کې د دره نور پوهنې آمریت دروند آمر مـــ.ـولوی اسدالله (حـــ.ـقــ.ـاني)، د مسلکي پراختیا مدرسینو غړي هر یو: ښاغلی مولوی حبیب الرحمن (خاکسار) او ښاغلی قاري ضیاءالحق(قاسمي)؛ همدغه راز د دره نور پوهنې آمریت اړوند د دره نور عالي لیسې آمر ښاغلی مولوی محمد شاه (راشدي)، د دشمیربابا لیسې قدرمن استاد ښاغلی مولوی محمد غازي(محمدي) بریالي شوي. د دره نور لیسې آمر ته د پوهنې آمر له لورې د اعلی درجې او د لوړو نمرو د ترلاسه کولو له امله دستار وتړل شو.
د دره نور پوهنې آمریت مشرتابه ټولو بریالیو علماء اکرامو او شیوخو ته د بریاء مبارکي وایې او لایزال رب څخه په دیني برخو کې د غوره خدماتو استدعاء کوي.
دره نور د پوهنې ټوله کورنۍ ویاړې چې د معارف په چمن کې داسې بلبلان شته چې لا یې استعدادونه چاته برسېره ندي.
مبارک مو شه قدرمنو!

د پوهنې آمریتونو د تشو بستونو د پایلو په دوام!نن د ننګرهار پوهنې ریاست اړوند د ۲۳ پوهنې آمریتونو د ۴۵ خالي مسلکي څلورم ر...
07/07/2026

د پوهنې آمریتونو د تشو بستونو د پایلو په دوام!
نن د ننګرهار پوهنې ریاست اړوند د ۲۳ پوهنې آمریتونو د ۴۵ خالي مسلکي څلورم رتبه بستونو پایلې اعلان شوې.
د هغو نوماندانو ته دې مبارک وي چې یادو مسلکي بستونو ته بریالي شوي.

د کانکور پایلې!د دره نور پوهنې آمریت مشرتابه او ټول پرسونل د کانکور بریالیو ځوانانو ته د مبارکۍ مراتب وړاندې کوي.هغه ګډو...
06/07/2026

د کانکور پایلې!
د دره نور پوهنې آمریت مشرتابه او ټول پرسونل د کانکور بریالیو ځوانانو ته د مبارکۍ مراتب وړاندې کوي.
هغه ګډونوال چې ندي توانېدلي، بریالي شي د لا زیاتې هڅې وړاندیز کوي او په راتلوونکي کې د ښه چانس/بریاء غوښتونکي دي.
بریا مو مبارک شه

د سړو سیمو د څلورنیم میاشتنیو آزموینو په تړاؤ مجلس ترسره شو.ورځ: يکشنبهنيټه : 1405/4/14 هـ.شمطابق 1448/1/19 هـ. قد دره ن...
05/07/2026

د سړو سیمو د څلورنیم میاشتنیو آزموینو په تړاؤ مجلس ترسره شو.
ورځ: يکشنبه
نيټه : 1405/4/14 هـ.ش
مطابق 1448/1/19 هـ. ق
د دره نور پوهنې آمریت اړوند د سړو سيمو ښوونځيو او مدارسو مسوولينو سره په یاده نېټه کې د څلورنيم میاشتنۍ آزموينو د ښه ترسراوي په موخه د پوهنې آمریت په مقر کې مجلس ترسره شو.
په مجلس کې ددره نور پوهنې آمريت آمر ښاغلی مـــ.ـولــ.ـوی اســـدالله (حـــ.ـقـاني)، د ښوونکو او مدرسينو مسلکي پراختيا علمي غړو، د ښوونځيو او مدارسو مسوولينو پکې ګډون درلود.
دغه مبارک مجلس د یو تن د انکشاف مسلکي مدرسینو علمي غړي ښاغلی قــ.ـاري صاحب ضياءالحق(قاســمي) په خوږ تلاوت سره پيل شو.
د مجلس ګډونوالو ته د ښه راغلاست وينا د دره نور پوهنې آمريت انکشاف مسلکي علمي غړی ښاغلی ښوونيار جاويد (قادري) وکړه.
ورپسې د دره نور پوهنې آمــر قدرمن مــــ.ـولوی اســدالله (حقاني)
د ازموينو د ښه ترسراوي په موخه، د عدالت، شفافيت، نظم، د ازموينو صحنو او داسې نورو مهمو موضوعاتو په هکله لازمې سپارښتنې شريکې کړې. همدغه راز د پوهنې رياست د مجلس مهم نقاط د ازموينې په تړاؤ ګډونوالو ته تشریح کړل.
د یادونې وړ بولو چې د پوهنې آمر له لورې اميــــ.ـر المـــ.ـومنــين (حـــفظه الله تعالی) د فــ.ـرامينــ.ـو/حکــ.ـمونو د ښه تطبيق په موخه لازمې سپارښتنې وکړې. د زده کوونکو لباس، سيرت او صورت د اسلامي شريعت مطابق برابرولو لپاره د ښوونځيو مسوولينو څخه استحضاري واخيستل شوه.
د ښوونځيو د آمرینو/مدیرانو په نمايندګۍ د دشمير بابا لېسې آمر ښاغلی سيد حبيـب (حقيـار) وينا وکړه. د پوهنې آمریت د وروستیو لاسته راوړنو او د غوره مدیریت مبارکي ورکړه. د پوهنې آمریت سره د ښوونځیو مسؤلینو همغږي او ملاتړ ډاډ څرګند کړ.
د مجلس مادې د ياد آمريت انکشاف مسلکي علمي غړی ښاغلی ښوويالی محمد آصف (ياسيني) وړاندې کړې؛ هره ماده باندې هر اړخيز بحث ترسره شو او د ښوونځيو آمرينو پوښتنو ته ځوابونه وويل شول.
د مجلس د پای په رنګینو شیبو کې د هغو آمرینو/مدیرانو کړنې وستایل شوې چې د ځانه وړتیا ښودلې وه.
چې په لاندې ډول يې يادونه کوو:
1. ښاغلی سيد حبيب (حقيار) د دشميربابا لېسې آمر.
2. سيد افضل (مسکين) د اُتران ابتدائيه ښوونځي مدير.
3. ښاغلی قاری فضل واحد (اکبري) د عبدالله بن عباس (رض) خصوصی دارالحفاظ عمومي مدير.
4. ښاغلی آمان الله د سروړ منځني ښوونځي عمومي مدير.
5. ښاغلی قاری شير محمد (شرافت) د وائيګل منځني ښوونځي نوی عمومی مدير.
مجلس د انکشاف مسلکي مدرسينو علمي غړی ښاغلی مـــولــــ.ـوی حبيــب الرحمن (خاکسار) په اختتامیه دعاء سره پای ته ورسيد.
دره نور پوهنې آمریت د بَل مشال کور!
ګام په ګام د پرمختګ پر لور!

د دره نور د پوهنې آمریت ننني فعالیتونه ! ورځ: شنبهنيټه : 1405/4/131448/1/18 هجري قمري د دره نور پوهنې آمريت داخلي کارکوو...
04/07/2026

د دره نور د پوهنې آمریت ننني فعالیتونه !
ورځ: شنبه
نيټه : 1405/4/13
1448/1/18 هجري قمري
د دره نور پوهنې آمريت داخلي کارکوونکو سره د سړو سيمو ښوونځيو د څلورنيم میاشتنۍ ازموينې په تړاو مجلس ترسره شو.
په مجلس کې ددره نور پوهنې آمريت آمر مـــ.ـولوی اســـــدالله (حـــ.ـقاني)، د ښوونکو او مدرسينو مسلکي پراختيا علمي غړو شتون درلود.
مجلس د قــ.ـاري صاحب ضياءالحق (قاسمي)په تلاوت سره پيل شو.
ورپسې د دره نور پوهنې آمر د ازموينې د شفافيت، نظم، د عدالت اصل په پلي کولو، د ازموينو صحنو او داسې نورو مهمو موضوعاتو په هکله لازمې سپارښتنې شريکې کړې. د پوهنې رياست محترم مقام د مجلس مهم موارد یې د مجلس ګډونوالو سره شریک کړل.

دره نور پوهنې آمریت اداره

دمعارف اړونده اداري بستونودنتايجو او د نورو بستونو څخه پروخت خبر شې مونږ سره اوسئ.خوست پوهنې ریاست د (۳۰) څلورمې رتبې اد...
03/07/2026

دمعارف اړونده اداري بستونودنتايجو او د نورو بستونو څخه پروخت خبر شې مونږ سره اوسئ.
خوست پوهنې ریاست د (۳۰) څلورمې رتبې اداري بستونو د ازموینې پایلې اعلان کړې

د خوست ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوند د (۳۰) څلورمې رتبې اداري بستونو د ازموینې پایلې رسماً اعلان کړې.
یادې ازموینې ته شاوخوا ۸۵۶ نوماندان شارټ لېسټ شوي وو، چې ازموینه یې په شفاف او منظم ډول واخیستل شوه.

د ازموینې له بشپړېدو وروسته، د پوهنې ریاست مؤظفې ارزونې کمېټې د ټولو نوماندانو د ځوابپاڼو دقیق ارزونه او هر اړخیزه څېړنه ترسره کړه او د هغې پر بنسټ یې وروستۍ پایلې اعلان کړې.

د اعلان شویو پایلو له مخې، هغه ۳۰ نوماندان چې شنه کرښه لري د اړوندو بستونو د ګټونکو په توګه بریالي اعلان شول. همدارنګه، هغه نوماندان چې له ۵۰ څخه لوړې نومرې یې ترلاسه کړې دي، بریالي ګڼل کېږي، خو د بست ګټونکي نه دي، او هغه ګډونوال چې له ۵۰ څخه کمې نومرې یې اخیستې دي، ناکام او بې پایلې بلل شوي دي.

پوهنې ریاست ټولو هغو نوماندانو ته چې د خپلې پایلې په اړه اعتراض لري، خبر ورکوي چې کولای شي د پایلو له اعلان څخه د دوو کاري ورځو په موده کې خپل شکایت د عارضې له لارې د خوست پوهنې ریاست سره ثبت کړي، څو د اصولو له مخې یې ارزونه او لازم وضاحت ورکړل شي او له ټاکلې مودې وروسته به د پایلو اړوند هېڅ ډول شکایت ونه منل شي.

د خوست ولایت پوهنې ریاست د بریالیو نوماندانو بریا ستایي او هغوی ته مبارکي وړاندې کوي، او هغو ګډونوالو ته چې بریالي نه دي، په راتلونکو ازموینو او فرصتونو کې د لا زیاتو بریاوو هیله څرګندوي.

خوست ولایت پوهنې ریاسـت
نشراتو او عامه اړیکو مدیریت

د دره نور د پوهنې آمریت ننني فعالیتونه ! ورځ: يکشنبهنيټه : 1405/4/71448/1/12 هجري قمري د دره نور پوهنې آمريت آمر مـــ.ـو...
28/06/2026

د دره نور د پوهنې آمریت ننني فعالیتونه !
ورځ: يکشنبه
نيټه : 1405/4/7
1448/1/12 هجري قمري
د دره نور پوهنې آمريت آمر مـــ.ـولوی اســدالله (حقــــ.ـاني) او انکشاف مسلکي علمي غړي ښاغلی جاويد (قادري) د لاندې ذکر شويو ښوونځيو څخه ليدنه وکړه:
1:شکيالۍ منځنۍ ښوونځی
2: ستن لېسه
3: ستن لېسې دوهم شفټ
د ذکر شويو ښوونځيو ځينې اداري کتابونه وکتل شو؛ د فرامينو ثبت کتاب څخه لېدنه وشوه . ښوونکو سره مجلس ترسره شو. د زده کوونکو سوئيه وارزول شوه ؛ د زده کوونکو د سويې ښه والي په موخه لازمې سپارښتنې وشوې.
اداري مسوولينو ته سپارښتنه وشوه چې وخت پر وخت د زده کوونکو سوئې ارزونه وکړې او یادونه وشوه چې ښوونکي بايد د زده کوونکو کورنۍ دندې وګورې او نیمګړتیاؤ په صورت لازمې لارښوونې وکړې.
دا چې څلورنيم میاشتېنۍ ازموينې نژدې دي، ادارو ته سپارښتنې وشوې چې آزموينې لپاره لومړني ترتیبات ونيسې او هم زده کوونکو او والدينو ته آزموينو په تړاو خبرتيا ورکړې
2: د ښوونکو مسلکي پراختيا علمي غړو هر یو د خپل پلان سره سم د ښوونځيو څخه ليدنې وکړې او د ښوونکو مشاهدې ترسره کړې.
دره نور پوهنې آمریت د علم کور!
ګام په ګام پرمختګ په لور!

عـبـدالله بن عبـــاس خصوصی دارالحـــفاظ کې د ممتازو زده کوونکو او مدرسینو ته تشویقې برنامه دایره شوه!نن ۱۴۰۵/۴/۷ نېټه یک...
28/06/2026

عـبـدالله بن عبـــاس خصوصی دارالحـــفاظ کې د ممتازو زده کوونکو او مدرسینو ته تشویقې برنامه دایره شوه!
نن ۱۴۰۵/۴/۷ نېټه یکشنبې ورځ د عــــبدالله بن عبـــــاس خصوصی دارالــــحفــاظ کې د ممتازو زده کوونکو ته تشویقي غونډه را بلل شوې وه؛ چې د دارالحفــــاظ مسؤل لخوا په غوره ډالیو ونازول شول.
پدې ارزونه کې د دارالحفـــــاظ ممتازو طلبــاؤ له ډلې؛ ښاغلی قــــاری شریف الله او ښاغلی قاری احمدعلي تر ټولو لوړې نمرې ترلاسه کړې وې؛ چې غوره جایزې ورکړل شوې.
د یادونې وړ ده چې دغه ارزونه دوه ورځې وړاندې پیل شوې وه چې نتایج یې نن اعلان شول.
همدا راز د دره نور پوهنې آمریت له لورې مدرسینو ته د دوې خدماتو له امله تشویقي ستاینلیکونه برابر شوي وو؛ چې په همدې غونډه کې ورکړل شوو.
د دره نور پوهنې آمریت رهبري د دا ډول تشویقي برنامو دایرول د طلابو او مدرسینو علم ترویج ته د لا تشویق غوره وسیله ګڼې، هیله څرګندوي ترڅو دغسې برنامې پراخې او نورو اړونده ادارو کې هم ترسره شي؛ د دارالحفاظ د مسؤلینو څخه د دوې کړو خدماتو قدردانی او مننه کوي.
په پای کې غونډه د ښاغلی قـــــاري عبدالرحیم(رحیمي) په دعایه پای ته ورسیده.
دره نور پوهنې کور!
ګام په ګام پرمختګ په لور!

Address

Nangarhar. Dara E Noor Qala E Shahi
Jalalabad
26

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when دره نور پوهنې آمریت posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category