الیاس خصوصي ښوونځی او نوی آذرخش ښوونیز مرکز

الیاس خصوصي ښوونځی او نوی آذرخش ښوونیز مرکز مونږ ستاسو اولادونو ته په روزنه کی په لوړ کیفیت ژمن یو!

10/09/2026

نننۍ اسمبلي

د نوي تعلیمي کال د پیل په مناسبت  اداري مجلس او د نوي تدریسي او اداري پرسونل د پېژندنې غونډه ترسره شوه!د ۱۴۰۵ لمریز کال ...
04/09/2026

د نوي تعلیمي کال د پیل په مناسبت اداري مجلس او د نوي تدریسي او اداري پرسونل د پېژندنې غونډه ترسره شوه!

د ۱۴۰۵ لمریز کال د نوي تعلیمي کال د پیل او د نوي تدریسي پرسونل د پېژندنې په موخه د پنجشنبه په ورځ اداري مجلس ترسره شو.

مجلس د محترم قاری صاحب کامران منصف له خوا د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو. ورپسې د الیاس خصوصي ښوونځی مؤسس محترم اکبر خان صالح ګډونوالو ته د ښه راغلاست وینا وړاندې کړه.

ښاغلي صالح په خپله وینا کې ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د نوي تعلیمي کال د پیل په مناسبت د ښوونیز بهیر د لا پیاوړتیا همغږۍ او پرمختګ په اړه خبرې وکړې.

په ياد مجلس کې د تدریس د کیفیت لوړولو د ښوونیزو چارو د لا ښه تنظیم او د زده‌کوونکو د علمي کچې د پیاوړتیا په اړه هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه. همدارنګه د نوي تدریسي پرسونل د پېژندنې ترڅنګ د نوي تعلیمي کال د ښوونیزو موخو د تحقق لپاره پر ګډو هڅو ټینګار وشو.

مجلس د محترم قاری کامران په دعا سره پای ته ورسېد.

نوټ: نوي تعلیمي کال لپاره د نویو زده‌کوونکو نوم‌لیکنه
(داخلي) جریان لري.

الیاس خصوصي ښوونځی🎓 د نرسري ټولګي څخه د شپږم ټولګي پورې د(ذکور او اناث) زده   کوونکو د نوم‌ لیکنې بهیر دوام لري!د خپلو ا...
22/08/2026

الیاس خصوصي ښوونځی

🎓 د نرسري ټولګي څخه د شپږم ټولګي پورې د(ذکور او اناث) زده کوونکو د نوم‌ لیکنې بهیر دوام لري!

د خپلو اولادونو د روښانه راتلونکي لپاره، هغوی په داسې تعلیمي چاپېریال کې شامل کړئ چې تعلیم، تربیه، اخلاق او نظم پکې یو ځای وي.
🌟 زموږ مهمې ځانګړتیاوې:
👨‍🏫 مسلکي، مجرب او ژمن استادان
📚 معیاري او منظم درسي پروګرام
🧠 د زده‌کوونکو د علمي وړتیاوو پیاوړتیا
📝 منظم امتحانات او د زده‌کوونکو ارزونه
🌱 د اخلاقو، نظم او مسؤلیت‌پذیرۍ روزنه
🏫 پاک، منظم او مناسب تعلیمي چاپېریال
👦 د ذکور او 👧 د اناثو زده‌کوونکو لپاره د نوم‌لیکنې زمینه
🤝 له والدینو سره دوامداره همغږي او د زده‌کوونکو د پرمختګ څارنه
🎯 د زده‌کوونکو د استعدادونو د ودې لپاره ځانګړې پاملرنه
⭐ د علمي او روزنیز کیفیت د لا ښه والي لپاره دوامداره هڅې

🕖 د نوم‌لیکنې وخت:
هره ورځ له سهار ۷:۰۰ بجو څخه د مازدیګر تر ۵:۰۰ بجو پورې.

💙 الیاس خصوصي ښوونځی
«علم، اخلاق او روښانه راتلونکی».

📞 د معلوماتو او نوم‌لیکنې لپاره له ادارې سره اړیکه ونیسئ.
اړيکشمېري: 0789869109 / 0767276053

 🎓 ستاسو د اولاد د روښانه راتلونکي لپاره غوره انتخاب!د ۱۴۰۵ تعلیمي کال نوې داخلې په وړیا توګه جریان لري.په الیاس خصوصي ښ...
16/08/2026



🎓 ستاسو د اولاد د روښانه راتلونکي لپاره غوره انتخاب!

د ۱۴۰۵ تعلیمي کال نوې داخلې په وړیا توګه جریان لري.

په الیاس خصوصي ښوونځی کې ستاسو اولاد ته داسې چاپېریال برابروو چې د علم، اخلاقو، شخصیت او عصري ټکنالوژۍ په برخه کې په اعتماد سره وده وکړي.

ولې الیاس خصوصي ښوونځی؟

✅ لېسانس او تجربه لرونکي ښوونکي
✅ با تجربه اداري پرسونل
✅ عصري او اغېزمنې تدریسي طریقې
✅ مجهز لابراتوار او کمپیوټر خونه
✅ د LCD او نورو تدریسي وسایلو څخه ګټه اخیستنه
✅ د نجونو او هلکانو لپاره جلا تدریسي چاپېریال
✅ مجهز ترانسپورت
✅ ارام، خوندي او مناسب زده‌کړیز چاپېریال

زموږ ژمنه

✔ باکیفیته او معیاري زده کړې
✔ د شخصیت، ویناوالۍ او مشرتابه مهارتونو وده
✔ له عصري ټکنالوژۍ او نوښتونو سره اشنا کول
✔ د دین، وطن، علم او ښو اخلاقو ته ژمن نسل روزل
✔ د لوړو زده کړو او روښانه راتلونکي لپاره قوي بنسټ

💙 زموږ هدف یوازې تجارت نه، بلکې د علم له لارې ټولنې ته خدمت دی.

📢 کم فیس، لوړ معیار

🎉 داخله وړیا جریان لري

ADMISSION OPEN

📞 د اړیکو شمېرې:
0789869109 - 0767276053

📍 ادرس:
سرخرود ولسوالی د فقرالله لیسه تر څنګ

همدا نن زموږ ادارې ته تشریف راوړئ او د خپلو اولادنو بریالي او روښانه راتلونکي لپاره الیاس خصوصي ښوونځی انتخاب کړئ.

13/07/2026

کارموندنې اعلان
الیاس خصوصي ښوونـــــځی د ۱۴۰۵–۱۴۰۶ تعلیمي کال لپاره په لاندې بستونو کې وړ، مسلکي او بااستعداده کارکوونکي په دنده ګماري:
* يو تن سرښوونکی(چي په دغه برخه دوه کلنه کاري تجربه ولري)
* يو تن نارینه ښوونکی د ۴ نه تر ـ۶ ټولګي پورې د قرآن کریم او دینات مضمون لپاره.
* يو تن نارینه ښوونکی د ۴ نه تر ـ ۶ ټولګي پورې د ساینس (Oxford) او کمپیوټر مضمون لپاره.
* يو تن نارینه ښوونکی د ۴نه تر ـ ۶ ټولګي پورې د ریاضي مضمون لپاره.
* يو تن نارینه ښوونکی د ۴ ـ ۵ ـ ۶ ټولګیو د انګلیش مضمون لپاره.
* دوه تنه ښځینه ښوونکې د نرسرۍ او پریپ ټولګیو لپاره.
* يو تن ښځینه ښوونکې د ۱ نه تر ۳ ټولګي پورې د انګلیسي مضمون لپاره.

"هغه ورونه او خويـــندې چې په یادو برخو کې کاري تجربه، اړینه وړتیا او دندې ته لېوالتــــــــیا لري، کولای شـــي د روان کال د اسد میاشتې تر ۱۵مې نېټې پورې خپل CV او اړوند اسناد د ښوونځي ادارې ته وسپاري. "
پته : سرخرود ولسوالی فقرالله لیسه تر څنګ
اړيکه : 0789869109
0767276053

د الیاس خصوصي ښوونځي د کرکټ ټیم لپاره ستره او ویاړمنه بریا!الحمدلله، د الیاس خصوصي ښوونځي زړورو او بااستعداده لوبغاړو د ...
03/05/2026

د الیاس خصوصي ښوونځي د کرکټ ټیم لپاره ستره او ویاړمنه بریا!
الحمدلله، د الیاس خصوصي ښوونځي زړورو او بااستعداده لوبغاړو د حسان بن ثابت خصوصي ښوونځي پر وړاندې په زړه پورې لوبه ترسره کړه او په ډېر افتخار سره یې بریا خپله کړه.
په ځانګړي ډول زموږ تکړه او ځلانده بیټسمن سبحان الله ولد عیدمحمد د خپل عالي بیټنګ، ښکلو شاټونو او پرله‌پسې چکو په وسیله لوبه په بریا بدله کړه او د خپل ښوونځي نوم یې نور هم روښانه کړ.
موږ د خپل کرکټ ټیم پر ټولو لوبغاړو ویاړو او د دوی هڅې، یووالی او زحمت ستایو. همداسې بریاوې مو په نصیب شه
مبارک دې وي الیاس خصوصي ښوونځي ته!

د قدر وړ زده‌کوونکو او درنو والدینو!په ډېرې خوښۍ سره غواړو چې تاسو ته خبر درکړو، چې زموږ په ښوونځي کې د کرکټ یو په زړه پ...
23/04/2026

د قدر وړ زده‌کوونکو او درنو والدینو!
په ډېرې خوښۍ سره غواړو چې تاسو ته خبر درکړو، چې زموږ په ښوونځي کې د کرکټ یو په زړه پورې ټورنمنټ ترسره شو، چې پکې د درېم، څلورم، پنځم او شپږم ټولګیو زده‌کوونکو فعاله برخه اخیستې وه. دا سیالۍ نه یوازې د سیالۍ روحیه پیاوړې کړه، بلکې زموږ د زده‌کوونکو وړتیاوې، همکاري او سپورټي اخلاق یې هم ښکاره کړل.
ټولو ټیمونو ډېرې ښې لوبې ترسره کړې، په ځانګړې توګه د پنځم او شپږم ټولګي ترمنځ پایلوبه (فاینل) ډېره په زړه پورې او جذابه وه. که څه هم د پنځم ټولګي زده‌کوونکو هم ډېر ښه بیټینګ وکړ، خو په پای کې بریا د شپږم ټولګي په برخه شوه.
موږ د ټولو ګډون کوونکو زده‌کوونکو څخه مننه کوو، چې په ډېر شوق او نظم سره یې برخه واخیسته. همدارنګه د بریالي ټیم (شپږم ټولګي) ته د زړه له کومي مبارکي وایو.
سپورت د زده‌کوونکو د فکري او بدني ودې لپاره ډېر مهم دی. موږ هیله لرو چې زموږ زده‌کوونکي به نه یوازې په زده‌کړو کې، بلکې په سپورتي ډګر کې هم خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
په درنښت.
الیاس خصوصي ښوونځی

19/03/2026

الیاس خصوصي ښوونځی د هیواد ټولو درنو اوسېدونکو ته د کوچني اختر مبارکي وړاندې کوي.
الله تعالی دې دا مبارکې ورځې ستاسو او ستاسو د کورنیو لپاره د خوښۍ، سولې، روغتیا او برکت سبب وګرځوي.
هیله ده چې اختر مو له مینې، یووالي او نېکمرغۍ ډک وي.
کوچنی اختر مو مبارک شه!

11/03/2026

نن زموږ د قدر وړ شاګرد زهرا د سهارنۍ اسمبلۍ کې د خپل ګران وطن په اړه یو ښکلی او په احساس ډک نظم واوراوه. د هغه خوږ غږ او د وطن سره مینه د ټولو حاضرینو زړونه خوشحاله کړل.
موږ د زهرا دا هڅه ستایو او هیله لرو چې زموږ نور ګران شاګردان هم د خپل وطن د مینې، علم او ادب په لاره کې داسې ښکلي پیغامونه وړاندې کړي.
زهرا ته د لا بریاوو هیله کوو او د هغی د روښانه راتلونکې لپاره دعا کوو. 🇦🇫📚

Address

Nangahar Province Surkhrod District
Jalalabad
061

Opening Hours

Monday 08:00 - 17:00
Tuesday 08:00 - 17:00
Wednesday 08:00 - 17:00
Thursday 08:00 - 17:00
Saturday 08:00 - 17:00
Sunday 08:00 - 17:00

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when الیاس خصوصي ښوونځی او نوی آذرخش ښوونیز مرکز posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category