22/03/2026
د درسي بهير د پیل خبرتیا!
محمد زيد خصوصي ښوونځي ګلالېو زده کوونکو؛
پدې هيله چې کوچنی اختر به مو د خپلو کورنيو سره په خير او خوشالۍ تير کړی وي.
دا چې د اختر رخصتي نن پای ته رسيږي او سبا دوشنبه چې ۱۴۰۵/۱/۳ نيټې سره برابره ده درسونه د معمول په څېر پیل کېږي. له تاسې څخه په خورا درنښت هيله کېږي چې خپلو درسونو ته په سهار اته بجو راشئ. تر څو د زده کړې د ستر نعمت څخه بې برخې نه شئ او ناسوب ونه شمېرل شئ.
په درنښت
د محمد زيد خصوصي ښوونځي اداره