SIHE Medicine Faculty

SIHE Medicine Faculty

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from SIHE Medicine Faculty, College & University, Finance (DOF) squire, the Road to the department of tribal affairs (DTA), right side 3rd street, jalalabad city, Jalalabad.

Photos from ‎Spinghar Momand  Curative Hospital  سپین غر مومند معالجوي او تدریسي روغتون‎'s post 08/03/2026

د سهارنۍ ناستې پر مهال د وروستي کال نوکریوالو ستاژرانو Case presentations وړاندې کړل

Photos from ‎Spinghar Momand  Curative Hospital  سپین غر مومند معالجوي او تدریسي روغتون‎'s post 01/03/2026

په نویو زېږېدلو کوچنیانو کې د (Sepsis) ډولونو او درملنې په اړه سمینار وړاندې شو

Photos from SIHE Medicine Faculty's post 25/02/2026

د Critical Cases Management تر عنوان لاندې ورکشاپ ترسره شو
چهارشنبه، ۱۴۰۴/۱۲/۶
سپین غر پوهنتون د بهرنیو ژبو او مسلکي پرمختیا آمریت د ۱۴۰۴ لمریز کال ظرفیت لوړونې برنامو کلني پلان له مخې، د مشوره ورکوونې او کارموندنې آمريت په همکارۍ، د Critical Cases Management په عنوان دوه ورځنی ورکشاپ ترسره کړ.
دا ورکشاپ د معالجوي طب پوهنځي د رئیس پوهنیار دوکتور محمد جاوېد حاذق له لوري د دې پوهنځي په ګډون د غاښونو طب او طبي ټکنالوژۍ پوهنځیو محصلانو ته وړاندې شو، څو د ناروغانو د جدي او بیړنیو حالاتو پر وخت د چټکې پرېکړې، سمې کلینیکي ارزونې، د ټیم کار او د معیاري لارښوونو په رڼا کې د عمل وړتیا ولري.
د محصلانو چارو مرستیال فضل الرحمن زیارمل د پرانیستې وینا پر مهال د ورکشاپ موخې، اهمیت او ګټې بیان کړې، چې په وینا یې محصلان باید اړوند محتوی په ښه ډول زده کړي او د واقعاتو پر وخت خپل مسؤلیت په سمه توګه ادا کړي، چې په دې سره د بشریت ساتنه یقیني کېږي.
ورپسې ښاغلي حاذق لومړی د Critical Cases Management په هکله عمومي معلومات له ګډونوالو سره شریک او لاندې موضوعات یې په مفصل شکل تشریح او بحث کړل.
Neurological Emergencies: Seizures، CNS Infections، Bacterial & Viral Meningitis، Encephalitis، Unconscious Patient، Stroke (Ischemic & Hemorrhagic).
Gastrointestinal Emergencies: Acute GI Bleeding، Perforated Peptic Ulcer، Acute Pancreatitis، Bowel Obstruction، Acute Cholecystitis، Acute Liver Failure، Ischaemic Bowel، Diverticulitis، Inflammatory Bowel Disease (IBD).
د ورکشاپ په جریان کې پورته ذکر شوي موضوعات د ناروغانو د معایناتو، دقیقې کلینیکي ارزونې، چټکو پرېکړو او د درملنې د اصولو په رڼا کې تشریح او ګډونوالو ته عملي مثالونه وړاندې شول، ترڅو وکولی شي د جدي او بیړنیو حالاتو پر وخت سمه پریکړه وکړي.
په پای کې د محصلانو ټولې پوښتنې په مفصل ډول ځواب شوې او د ورکشاپ د ښه ترسراوي په موخه وړاندې کوونکي ته ستاینلیک ورکول شو.

Photos from ‎Spinghar Momand  Curative Hospital  سپین غر مومند معالجوي او تدریسي روغتون‎'s post 25/02/2026

د اپنډکس التهاب (Appendicitis ) په اړه سمینار وړاندې شو

Photos from ‎Spinghar Momand  Curative Hospital  سپین غر مومند معالجوي او تدریسي روغتون‎'s post 17/02/2026

د اندوسکوپي په واسطه د یوه ۵۷ کلن ناروغ په معده کې غیر نورمال زخم لرونکې کتله تشخیص شوه

Photos from ‎Spinghar Momand  Curative Hospital  سپین غر مومند معالجوي او تدریسي روغتون‎'s post 08/02/2026

معدې څخه مرۍ ته د عکسوي ناروغۍ پېژندنې او درملنې په اړه سمینار وړاندې شو

Photos from ‎Spinghar University سپين غر پوهنتون‎'s post 07/02/2026

د رویا خصوصي عالي لېسې زده کوونکو ته د عامه پوهاوي برنامه ترسره شوه

شنبه، ۱۴۰۴/۱۱/۱۸
سپین غر پوهنتون د معالجوي طب پوهنځي دوه تنو برحاله محصلانو له لوري د رویا خصوصي عالي لېسې زده‌کوونکو ته د عامه پوهاوي په موخه د انفلونزا او سینه‌وبغل ناروغیو د مخنیوي، تشخیص او درملنې په هکله برنامه وړاندې شوه.

د پرانیستې وینا پر مهال د رویا خصوصي عالي لېسې مدیر انجنیر عمر کوټوال، د سپین غر پوهنتون د معالجوي طب پوهنځي رئیس په مشرۍ ورغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ زیاته کړه، چې د عامه پوهاوي د نشتون له امله هر کال زرګونه هېوادوال په بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي، خو سپین غر پوهنتون دا تشه درک کړې او په فعاله توګه د ټولنې د پوهاوي لپاره هڅې کوي، چې په وینا یې دوی د ورته برنامو په تطبیق کې ورسره همکارۍ ته ژمن دي.

ورپسې د معالجوي طب پوهنځي رئیس پوهنیار دوکتور محمد جاوېد حاذق، د رویا خصوصي عالي لېسې له مشرتابه او استادانو څخه د مننې ترڅنګ ګډونوالو سره د سپین غر پوهنتون او سپین غر مومند معالجوي او تدریسي روغتون د فعالیتونو او روغتیايي خدمتونو په اړه معلومات شریک کړل او له زده‌کوونکو څخه یې وغوښتل، چې د سینه‌وبغل او انفلونزا ناروغیو اړوند معلومات په خپلو کورونو او د ټولنې له خلکو سره شریک کړي، څو د دې ناروغیو تشخیص او درملنه پر وخت ترسره شي.

وروسته د معالجوي طب پوهنځي برحاله محصلانو، ګلاب حسین د سینه‌وبغل (Pneumonia) او احمدزبیر رحیمي د انفلونزا (Influenza) ناروغیو د پېژندنې، د رامنځته کېدو لاملونو، نښو، تشخیص او درملنې په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او د زده‌کوونکو پوښتنو ته یې هم ځوابونه وویل.

په پای کې د معالجوي طب پوهنځي د پارا کلینیک ډیپارټمنټ آمر، دوکتور بلال حمیدي د سمینار له وړاندې کوونکو محصلانو څخه د معلوماتو د غوره شریکولو په موخه مننه وکړه او پروګرام د رویا خصوصي عالي لېسې د استاد مولوي اکرام الله له لوري د دعاء په کولو سره پای ته ورسېد.

د نشراتو او ټولیزو اړیکو آمریت

02/02/2026

یوازې نن ورځ؛ متفرقه کانکور ازموینه سبا سه شنبه اخیستل کېږي!

سبانی کانکور ستاسو د راتلونکي مسلکي ژوند یو مهم پړاو دی، چې ستاسو وړتیاوې د ټولنې له اړتیاوو سره نښلوي. د طبي لوړو زده کړو هغه مینه وال چې له دې مرحلې څخه په بریالیتوب تېرېږي، د خپل ژوند د یوه روښانه مسیر لپاره لومړني ګامونه اخلي، خو انتخاب باید دقیق اوسي.
نوم لیکنه جریان لري...!

سپین غر پوهنتون؛ د طبي لوړو زده کړو معیاري اداره

24/01/2026

معالجوي طب پوهنځي کې د ۱۴۰۵ لمریز کال پسرلني سمستر لپاره ځانګړی او بې ساری کمښت!
سپین غر پوهنتون د هېواد او سیمې په کچه د طبي لوړو زده کړو یو باوري ادرس دی، چې د هېوادوالو اقتصادي او ټولنیز ژوند کچې ته په کتو د ۱۴۰۵ لمریز کال پسرلني سمستر لپاره په معالجوي طب پوهنځي کې ټولو جذبېدونکو محصلانو لپاره سمستروار فیس د بې ساري کمښت وروسته شپېته زره (۶۰۰۰۰) افغانۍ ټاکل شوی دی.
په فيس کې د دې کمښت له لارې د معالجوي طب با ارزښته او حیاتي مسلک مینه والو ته زیری ورکوو، چې خپلې لوړې زده کړې په لوړ معيار او کيفيت سره په سپین غر پوهنتون کې ترسره کولی شي.
د یادونې وړ ده، چې په سمستروار شکل شپېته زره (۶۰۰۰۰) افغانۍ فیس چې په څلورو قسطونو کې تادیه کېږي، د ۱۴۰۵ لمریز کال عمومي او متفرقه کانکور ازموینې د معالجوي طب پوهنځي ټولو ګډونوالو لپاره د اجرأ وړ دی او د غاښونو طب او طبي ټکنالوژۍ پوهنځيو محصلانو ته وار له مخه په فيسونو کې تخفیف/کمښت اعلان شوی دی.
نوم لیکنه جریان لري!

21/01/2026

یوازې نن ورځ نوم لیکنې لپاره وخت لرئ؛ ښايي همدا نننۍ ورځ د دې سبب شي، چې ستاسو راتلونکی مسلکي ژوند تغیر شي!

تاسو کولی شئ همدا اوس زموږ د معلوماتو مدیریت ته مراجعه وکړئ او د خپلې خوښې وړ پوهنځي (معالجوي طب، غاښونو طب او طبي ټکنالوژي) ته نوم لیکنه وکړئ، کانکور ازموینه سبا پنجشنبه اخیستل کېږي.

پته: مستوفیت څلور لارې، قبایلو ریاست په لور غزېدلی سړک، لومړۍ ناحیه، جلال آباد ښار

20/01/2026

یوازې ۲ ورځې تر کانکور ازموینې!
عمومي کانکور ازموینه کې د ګډون او نوم لیکنې لپاره یوازې نن او سبا ورځ وخت لرئ، څو د خپل راتلونکي مسلکي ژوند په هکله لومړني ګامونه پورته کړئ. زموږ د معلوماتو څانګې همکاران ستاسو په چوپړ کې دي.
پوهنځي:
معالجوي طب
غاښونو طب
طبي ټکنالوژي
پته: مستوفیت څلور لارې، قبایلو ریاست په لور غزېدلی سړک، لومړۍ ناحیه، جلال آباد ښار

19/01/2026

یوازې ۳ ورځې تر کانکور ازموینې!
آیا غواړئ د داسې یوه پوهنتون په معالجوي طب، غاښونو طب او طبي ټکنالوژۍ پوهنځیو کې خپلې طبي لوړې زده کړې ترسره کړئ چې د لاندې ځانګړتیاوو درلودونکی وي؟
👨‍🏫 مجرب، علمي کادري او مسلکي استادان او متخصصين
🏥 د عملي زده کړو لپاره معياري تدريسي روغتون
🔬 د عملي زده کړو لپاره ۱۵ مجهز او عصري لابراتوارونه
📚 معياري او مهالنی ملي او نړیوال درسي نصاب
🏫 منظم او علمي تدریسي چاپېریال
🧪 مجهز څېړنیز مرکز
📖 د ملي او نړۍوالو څېړنیزو ژورنالونو لرونکی
📕 مجهز او معياري پراخه کتابتون
🌐 آنلاين کتابتونونو ته لاسرسی
💻 کمپيوټرلېب کې د طبي علومو اړوند سلګونه آپلکېشنونو ته لاسرسی
🏛️ پراخه مجهز کنفرانس هال او د غونډو تالارونه
که ځواب مو هو وي، همدا نن زموږ د معلوماتو مدیریت ته د نوم لیکنې په موخه مراجعه وکړئ. کانکور ازموینه د راتلونکې پنجشنبې په ورځ اخیستل کېږي.

Want your school to be the top-listed School/college in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Address

Finance (DOF) Squire, The Road To The Department Of Tribal Affairs (DTA), Right Side 3rd Street, Jalalabad City
Jalalabad
2601

Opening Hours

Monday 07:00 - 15:00
Tuesday 07:00 - 15:00
Wednesday 07:00 - 15:00
Thursday 07:00 - 15:00
Sunday 07:00 - 15:00