30/05/2026
د درسونو بيا پیلېدل
ګرانو والدینو او ګرانو زده کوونکو،
هیله لرو چې د لوی اختر شېبې مو له خپلو کورنیو سره په خوښۍ او برکتونو کې تېرې کړې وي.
تاسو ته په درنښت خبر در کوو چې د ځیرک ښوونیز مرکز د اختر رخصتۍ پای ته رسېدلي دي. ټول درسونه به په رسمي توګه
د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي (جوزا) په ۱۰مه
(د ۲۰۲۶ کال د مې په ۳۱مه) بېرته پیل شي.
له ټولو محترمو والدینو څخه په کلکه هیله کېږي چې په یاده نېټه د خپلو ماشومانو پر وخت حاضري یقیني کړي، ترڅو په خپلو تعلیمي درسونو کې شاته پاتې نشي.
موږ د خپلو ګرانو زده کوونکو بېرته راتګ ته سترګې په لار یو، ترڅو په ګډه د یو روښانه او باسواده نسل د روزنې مزل ته دوام ورکړو!
په درنښت،
د ځیرک ښوونیز مرکز اداره
Urgent Notice: Resumption of Classes
Dear Parents and Students,
We hope you are enjoying a blessed and joyful Eid Al-Adha with your families.
Please be informed that the Eid holidays for Zirak Educational Center are coming to an end. All classes will officially resume on May 31, 2026 (10th of Jawza, 1405).
We kindly request all parents to ensure their children return to classes promptly on this date so they do not lag behind in their educational curriculum.
We look forward to welcoming our students back to continue building a bright and educated generation together!
Best Regards,
Management, Zirak Educational Center