25/05/2026
د غاښ پېژندنې او Periapical Tissues په اړه سمینارونه وړاندې شول
دوشنبه، ۱۴۰۵/۳/۴
سپین غر پوهنتون د غاښونو طب پوهنځي د اتم سمستر دوه تنو محصلانو هر نصرت الله نېکمل او محمد ادریس جبارخېل د خپلو علمي او مسلکي زده کړو د پیاوړتیا په موخه د استاد پوهنیار دوکتور ریاض سالارزي په لارښوونه معلوماتي سمینارونه وړاندې کړل.
لومړی نصرت الله نېکمل د غاښ پېژندنه، د غاښ برخې، د عمر په لحاظ د غاښونو ډولونه، د غاښونو هستولوژي، مینا (د غاښ اصلي کلک نسج) ډینټین او ډولونه یې، سیمنټم (د غاښ د ریښې پوښونکی کلک نسج)، پلپ، د پلپ دندې، ساختمان او د غاښ سطحې موضوعات په مفصل ډول تشریح کړل.
همدارنګه محمد ادریس جبارخېل د پری اپیکل نسجونو (هغه نسجونه چې د غاښ د ریښې د څوکې شاوخوا موقعیت لري) پېژندنه، جوړښت، ډولونه، دندې، مهمې ځانګړتیاوې، الویولر هډوکی (غاښونه په کې ځای پر ځای شوي وي) او د هډوکي بیا جوړونه / د هډوکي ترمیمي بدلونونه موضوعات په تفصیل شکل ګډونوالو محصلانو ته تشریح کړل او هم یې د هغوی پوښتنو ته ځوابونه وویل.
د یادونې وړ ده چې د غاښ پېژندنې او پری اپیکل نسجونو موضوعاتو سم درک د کلینیکي تشخیص او درملنې په برخه کې اساسي ارزښت لري او د غاښونو طب پوهنځي محصلان باید په دې برخه کې مسلکي وړتیاوې ولري.
د نشراتو او ټولیزو اړیکو آمریت