GreenFuture

GreenFuture Raising awareness on environment, climate change, and sustainable living 🌱
Together for a cleaner, greener, and more sustainable future.

د پوهاوي پیغام ⚠️🚿📢💭🚦د روان ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د وږي د میاشتې له ۱۵ نېټې څخه تر ۱۶ نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ...
05/09/2026

د پوهاوي پیغام ⚠️🚿📢💭🚦

د روان ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د وږي د میاشتې له ۱۵ نېټې څخه تر ۱۶ نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينو ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل.

📡🌐 د اقلیمي بدلون منفي اغیزو، د هېواد د هوا پېژندنې ریاست او د هوا پېژندنې نړیوالو معتبرو ارګانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د نسبتاً تیزو بارانونو له امله د سيلابونو راوتلو اټکل شوی دی چې د دغو ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتلو ډېر اټکل د کابل سیندیزه حوزه او اړوند سیلبرونو کې شوی دی.

🎡 په ذکر شوو نېټو کې د تیزو اورښتونو او د واورو وېلې کېدلو له امله د سېلابونو د راوتلو احتمال او د اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د پکتیا، لوګر، میدان وردک، ننګرهار، لغمان، کنړ او نورستان سیندونو پر لاره او د ذکر شوو ځایونو په ځینې سیلبرونو کې شتون لري.

👮👥 په همدې اساس، له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې استوګن دي، په ډېر درنښت هیله کیږي، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سیلاب د راوتلو په ترڅ کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي، تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي ترڅو له ځانې او مالي زیانونو څخه مخنیوی وشي.

يادونه: د سيلاب تر خطر لاندې سيمې په نقشه کې په نښه شوې دي.

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته🌱 ملګرو! نن مو نظر راته مهم دی.ایا زموږ د GreenFuture پاڼې پوسټونه تاسو ته رسېږي؟ 👀👇 په ت...
30/08/2026

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

🌱 ملګرو! نن مو نظر راته مهم دی.

ایا زموږ د GreenFuture پاڼې پوسټونه تاسو ته رسېږي؟ 👀

👇 په تبصره کې راته ووایئ:
✅ هو، زه مو پوسټونه وینم.
❌ نه، ډېر کم یې وینم

ستاسو نظر زموږ سره مرسته کوي چې لا ښه او ګټوره محتوا درته وړاندې کړو. 💚

🌱 دوستان عزیز! امروز نظر شما برای ما مهم است.

آیا پست‌های صفحه GreenFuture به شما می‌رسد؟ 👀

👇 در بخش نظرات برای ما بنویسید:
✅ بله، پست‌های تاتن را می‌بینم.
❌ نخیر، پست‌های ما را بسیار کم می‌بینم.

نظر شما به ما کمک می‌کند تا محتوای بهتر و مفیدتری برای شما ارائه کنیم. 💚

Learn Today, Protect Tomorrow 🌍

🌍  !د ځمکې تخریب یوازې د خاورې د کیفیت د له منځه تلو ستونزه نه ده؛ بلکې د خوړو، اوبو، معیشت، حیاتي تنوع او د میلیونونو ا...
26/08/2026

🌍 !
د ځمکې تخریب یوازې د خاورې د کیفیت د له منځه تلو ستونزه نه ده؛ بلکې د خوړو، اوبو، معیشت، حیاتي تنوع او د میلیونونو انسانانو د راتلونکي له امنیت سره مستقیمه اړیکه لري.
د ملګرو ملتونو د دښتو وهلو او وچکالۍ پر وړاندې د مبارزې کنوانسیون (UNCCD) د معلوماتو له مخې، د نړۍ تر ۴۰ سلنې پورې ځمکه له تخریب سره مخ ده. دغه وضعیت پر میلیاردونو انسانانو اغېز کوي او نړیوال اقتصاد ته هر کال تر ۹۰۰ میلیارد امریکايي ډالرو پورې اقتصادي زیان اړولی شي.
🌱 د حل یوه مهمه لار د ځمکو بیا رغونه ده. د تخریب شوو ځمکو بیا احیا کول، د نباتي پوښښ زیاتول، د اوبو او خاورې مدیریت، د څړځایونو سمه ساتنه او د طبیعي ایکوسیستمونو بېرته پیاوړي کول کولی شي د ځمکې د تخریب، اقلیمي بدلون او د حیاتي تنوع د کمېدو له یو بل سره تړلو ستونزو سره مبارزه وکړي.
🐑 څړځایونه هم د ځمکې له مهمو ایکوسیستمونو څخه دي: د UNCCD د معلوماتو له مخې، څړځایونه د ځمکې د وچې شاوخوا ۵۴ سلنه برخه پوښي او نږدې ۵۰۰ میلیونه مالداران د دغو سیمو د مدیریت او ساتنې په برخه کې مهم رول لري؛ له همدې امله، د ځمکې ساتنه یوازې د دولتونو او ادارو دنده نه ده؛ بلکې سیمه‌ییزې ټولنې، مالداران، بزګران، ځوانان او نور خلک هم د ځمکو په ساتنه او بیا رغونه کې مهم شریکان دي.
📌 د افغانستان لپاره پیغام:
افغانستان هم د وچکالۍ، د اوبو کمښت، د ځمکې تخریب، د نباتي پوښښ کمېدو او د څړځایونو د خرابېدو له ننګونو سره مخ دی. د طبیعي سرچینو مسؤولانه مدیریت، د اوبو او خاورې ساتنه، د ځنګلونو او څړځایونو احیا او د خلکو په ګډون د چاپېریالي پروژو پیاوړتیا د هېواد د راتلونکي چاپېریالي او اقتصادي ثبات لپاره مهم ګامونه دي.
ځمکه یوازې زموږ د نن ورځې میراث نه دی؛ د راتلونکو نسلونو امانت هم دی 🌱🌍






 د ساینس‌پوهانو وړاندوینه: ۲۰۲۶–۲۰۲۷ کې د «سوپر ال نینو» د رامنځته کېدو احتمالد رویټرز د تازه راپور له مخې، د هوا پېژندن...
22/08/2026


د ساینس‌پوهانو وړاندوینه: ۲۰۲۶–۲۰۲۷ کې د «سوپر ال نینو» د رامنځته کېدو احتمال
د رویټرز د تازه راپور له مخې، د هوا پېژندنې نړیوال مرکزونه اټکل کوي، چې په ۲۰۲۶ام کال کې رامنځته کېدونکی ال نینو (El Niño) ښايي د ثبت شویو پخوانیو ال نینو پېښو له ډلې یو له تر ټولو پیاوړو او حتی د تاریخ تر ټولو پیاوړی، وي. د بریتانیا Met Office اټکل کوي، چې د استوایي آرام سمندر د اوبو د سطحې تودوخه ښايي له عادي کچې تر ۳°C زیاتې شي.
آیا تاسو د «El Niño» په اړه معلومات لرئ؟ که ځواب مو هو وي، کمنټ کې په دې اړه خپل معلومات راته ولیکئ، که معلومات نه لرئ، نو لومړی کمنټ خامخا ولولئ.

🧴  ؛  ؟پلاستیک زموږ د ورځني ژوند یوه مهمه برخه ګرځېدلې؛ خو د هغه پراخ تولید، مصرف او ضایعات د ځمکې، سمندرونو، حیواناتو ا...
18/08/2026

🧴 ؛ ؟
پلاستیک زموږ د ورځني ژوند یوه مهمه برخه ګرځېدلې؛ خو د هغه پراخ تولید، مصرف او ضایعات د ځمکې، سمندرونو، حیواناتو او انسانانو د روغتیا لپاره په یوه نړیواله ننګونه بدل شوي دي.
د همدې ستونزې د حل لپاره ملګرو ملتونو په ۲۰۲۲ کال کې یو مهم نړیوال بهیر پیل کړ، څو د پلاستیک د ککړتیا، په ځانګړي ډول د سمندري چاپېریال د پلاستیکي ککړتیا، د مخنیوي لپاره یو نړیوال او له قانوني پلوه الزام‌آور تړون رامنځته شي.
دا بهیر د ملګرو ملتونو د چاپېریال پروګرام (UNEP) تر چتر لاندې د پلاستیک د ککړتیا په اړه د بین الحکومتي مذاکراتي کمېټې (INC) له لارې پر مخ وړل کېږي.
🌍 ستونزه یوازې د پلاستیک ضایعات نه دي!
د پلاستیک ستونزه یوازې دا نه ده، چې کارول شوي بوتلونه، کڅوړې او نور توکي په چاپېریال کې پاتې کېږي؛ بلکې د پلاستیک ستونزه له تولید څخه تر مصرف، ضایعاتو او بیا مدیریت پورې ټوله دوره رانغاړي.
UNEP وايي، که اوسنی حالت دوام وکړي، د پلاستیکي ضایعاتو اندازه ښايي تر ۲۰۶۰ام کال پورې نږدې درې برابره ډېره شي. له همدې امله، د حل لپاره یوازې د کثافاتو راټولول او بیاکارونه کافي نه بلل کېږي؛ بلکې د پلاستیک د ټول ژوند د دوران د مدیریت اړتیا مطرح ده.
⚖️ نو ولې نړیوال تړون دومره ستونزمن دی؟
اصلي ستونزه دا ده، چې هېوادونه پر دې بشپړه موافقه نه لري، چې نړیوال تړون باید تر کومه ځایه لاړ شي.
یوه مهمه موضوع دا ده، چې آیا تړون باید د پلاستیک د تولید د کمولو لپاره نړیوال او الزام‌آور هدفونه ولري، که اصلي تمرکز باید پر ضایعاتو، بیاکارونې او د بیاکارونې پر سیستمونو وي؟
بله مهمه مسئله د پلاستیک په تولید کې د کارېدونکو کیمیاوي موادو او اندېښمنوونکو موادو مدیریت دی.
د پلاستیک د ژوند د دوران په بېلابېلو پړاوونو کې د چاپېریال او روغتیا اړوند اندېښنې مطرح کېږي، له همدې امله د نړیوال تړون د ساحې او ژمنتیاوو په اړه د هېوادونو نظرونه سره توپیر لري.
🏛️ تر اوسه څه شوي؟
د پلاستیک نړیوال تړون لپاره مذاکرات په ۲۰۲۲ام کال کې پیل شول او څو پړاوونه یې ترسره شول.
د ۲۰۲۵ام کال د اګست په میاشت کې په جنیوا کې د مذاکراتو د پنځم پړاو دویمه برخه (INC-5.2) ترسره شوه؛ له لسو ورځو مذاکراتو وروسته هېوادونه د تړون پر وروستي متن اجماع ته ونه رسېدل او غونډه له یوې ګډې هوکړې پرته پای ته ورسېده. په عین حال کې، هېوادونو د مذاکراتو د دوام پر اړتیا ټینګار وکړ.
د ۲۰۲۶ام کال د فبرورۍ په ۷مه د INC-5.3 په نوم د پنځم پړاو بله برخه په جنیوا کې ترسره شوه؛ په دې غونډه کې د نوي رئیس ټاکل او اداري او تشکیلاتي موضوعات مطرح شول؛ د تړون پر اساسي محتوا مذاکرات په دې ناسته کې نه وو ترسره شوي، د چیلي سفیر جولیو کوردانو د مذاکراتي کمېټې د نوي رئیس په توګه وټاکل شو.
اوس د راتلونکو مذاکراتو لپاره غیررسمي چمتووالی روان دی؛ د UNEP د رسمي معلوماتو له مخې، د INC-5.4 راتلونکې برخه د ۲۰۲۷ام کال د مارچ له ۱۳مې تر ۲۴مې پورې ټاکل شوې ده.
🌊 ولې باید دا تړون مهم وګڼل شي؟
پلاستیک پولې نه پېژني؛ بلکې هغه پلاستیک، چې په یوه هېواد کې تولید یا مصرفېږي، کولای شي د سیندونو له لارې بل هېواد ته او په پای کې سمندر ته ورسېږي.
له همدې امله، یوازې د یوه هېواد اقدامات د نړیوالې ستونزې د بشپړ حل لپاره بسنه نه کويګ بلکې اړتیا ده، چې هېوادونه د پلاستیک د تولید، مصرف، ضایعاتو، بیاکارونې او د خطرناکو کیمیاوي موادو په اړه ګډ اصول او اقدامات رامنځته کړي.
د UNEP په وینا، پلاستیکي ککړتیا یوه نړیواله ستونزه ده، چې د چاپېریال ترڅنګ د انسان روغتیا هم اغېزمنوي.
په افغانستان کې د پلاستیک کارول او له امله یې رامنځته کېدونکې ستونزې
د پلاستیک ستونزه یوازې د نړۍ د نورو هېوادونو موضوع نه ده؛ افغانستان هم له دې ستونزې سره مخ دی. پلاستیکي کڅوړې، د اوبو بوتلونه، یوځل‌کارېدونکي لوښي، بسته‌بندي او نور پلاستیکي توکي زموږ د ورځني ژوند یوه عادي برخه ګرځېدلې ده.
د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د معلوماتو له مخې، یوازې د کابل ښار اوسېدونکي هره ورځ شاوخوا ۴ ټنه پلاستیکي کڅوړې او ۳ ټنه یوځل‌کارېدونکي پلاستیکي لوښي او د اوبو بوتلونه کاروي؛ یعنې هره ورځ نږدې ۷ ټنه پلاستیکي توکي مصرفېږي؛ خو اصلي ستونزه یوازې د پلاستیک په استعمال کې نه ده؛ بلکې ستونزه هغه وخت جدي کېږي چې تر استعمال وروسته یې مدیریت، راټولول، بیاکارونه او مناسبه دفعه ترسره نه شي.
⚠️ که پلاستیک مدیریت نه شي، څه پېښېږي؟
په افغانستان کې د پلاستیکي کثافاتو یوه برخه په کوڅو، ویالو، سیندونو، د ښارونو په څنډو او غیررسمي کثافاتو ځایونو کې غورځول کېږي؛ د کابل په اړه څېړنو هم د پلاستیکي کثافاتو د ناسمې دفعې، سوځولو او په خلاصو ځایونو کې د غورځولو ستونزه ثبت کړې ده.
پلاستیک په اسانۍ نه تجزیه کېږي؛ له همدې امله که په طبیعي چاپېریال کې پاتې شي، د اوږدې مودې لپاره د ککړتیا سرچینه ګرځي؛ کله چې پلاستیکي کثافات ویالو او د اوبو لارو ته داخل شي، د اوبو جریان بندولی شي او د سېلابونو خطر زیاتولی شي.
د کابل په اړه د نازنین نظري، نجیب رحمان صبوري، شعیب لخوا په ۲۰۲۰ کال کې ترسره شوې ګډې څېړنې، هم د پلاستیکي کثافاتو له مهمو ستونزو څخه د اوبو د لارو او سیندونو بندېدل یاد کړي دي.
له بلې خوا، د پلاستیک سوځول هم د حل لاره نه ده؛ په کورنیو او غیرمعیاري ځایونو کې د پلاستیک سوځول کولی شي د هوا ککړتیا رامنځته کړي او زیان رسوونکي مواد چاپېریال ته خوشي کړي. د کابل د کورنیو د کثافاتو په اړه یوه څېړنه، چې اصغر غفوري، ساجدالله او محب الرحمن اسیر په ۲۰۲۱ام کال کې ترسره کړې ده او د ۲۷۰ کورنیو پر سروې ولاړه ده ښيي، چې د پلاستیک سوځول یوه له هغو ناسمې طریقو څخه وه، چې په سیمه کې کارېده.
د پلاستیک د ستونزې ۵ عملي حللارې:
۱. د یوځل‌کارېدونکي پلاستیک مصرف کمول
هغه پلاستیکي کڅوړې، ګیلاسونه، بوتلونه او لوښي، چې یوازې یو ځل کارول کېږي، باید تر ممکنه حده کم شي او د بیاکارونې وړ بدیلونه ورته وکارول شي.
۲. د پلاستیکي کثافاتو جلا راټولول
پلاستیک باید له نورو کثافاتو جلا راټول شي؛ دا کار د بیاکارونې زمینه برابروي او د پلاستیک د خپرېدو مخه نیسي.
۳. بیاکارونه (Recycling) پیاوړې کول
د پلاستیکي کثافاتو د راټولولو، انتقال او پروسس لپاره باید مناسب سیستمونه رامنځته او په دې برخه کې خصوصي سکتور ته د پانګونې زمینه برابره شي.
۴. عامه پوهاوی او د خلکو د چلند بدلون
د پلاستیک د زیانونو په اړه باید په ښوونځیو، پوهنتونونو، رسنیو، جوماتونو او ټولنیزو شبکو کې عامه پوهاوی زیات شي. خلک باید پوه شي چې د پلاستیکي کثافاتو غورځول یوازې د ښار ښکلا نه خرابوي، بلکې د خاورې، اوبو او ژویو لپاره هم ستونزې رامنځته کوي.
۵. د پلاستیک د مدیریت لپاره اغېزمنې پالیسۍ
د پلاستیک ستونزه یوازې د خلکو په فردي هڅو نه حل کېږي؛ بلکې ضروري ده چې د تولید، وارداتو، مصرف، راټولولو، بیاکارونې او دفعې لپاره روښانه اصول او عملي تګلارې جوړې شي او د هغو تطبیق وڅارل شي.
پوښتنه:
ستاسو په نظر، د پلاستیک د ککړتیا د کمولو لپاره باید لومړی څه وشي: د پلاستیک تولید کم شي، مصرف یې محدود شي، که د بیاکارونې سیستمونه پیاوړي شي؟

د ونې لاندې غورځېدلې مېوه مه پرېږدی!باغدار وروره!هغه مېوې چې ځمکې ته غورځېږي، که په باغ کې پاتې شي، د آفتونو او ناروغیو ...
17/08/2026

د ونې لاندې غورځېدلې مېوه مه پرېږدی!
باغدار وروره!
هغه مېوې چې ځمکې ته غورځېږي، که په باغ کې پاتې شي، د آفتونو او ناروغیو کور جوړوي.
- چینجي پکې پټېږي
- د مېوې مچان ډېرېږي
- ناروغۍ راتلونکي کال بیا خپرېږي
څه وکړو؟
- غورځېدلې مېوې راټولې کړئ
- له باغه یې وباسئ
- کمپوست یې کړی ترڅو بېرته ګټوره عضوي سره ترې جوړه شي
پاک باغ = سالمې ونې = زیات او ښه حاصل
درنښت

کاپي د Faizu Rahman Ibrahimi له وال څخه.

 🌍 د ځمکې د تخریب او وچکالۍ پر وړاندې د ملګرو ملتونو د مبارزې کنسوانسیون ۱۷مه غونډه یا  (COP17) پیل شوهد ملګرو ملتونو د ...
17/08/2026


🌍 د ځمکې د تخریب او وچکالۍ پر وړاندې د ملګرو ملتونو د مبارزې کنسوانسیون ۱۷مه غونډه یا (COP17) پیل شوه
د ملګرو ملتونو د وچکالۍ او د ځمکې د تخریب پر وړاندې د مبارزې کنوانسیون (UNCCD) ۱۷مه غونډه یا (COP17) نن د منګولیا په پلازمېنه اولان باتور کې پیل شوه او د اګست تر ۲۸مې به دوام وکړي.
د دې غونډې اساسي موضوع «د ځمکې بیارغونه، د هیلو بیا رغونه» ده. د غونډې مهم بحثونه به د ځمکې د تخریب، صحرایي کېدو او وچکالۍ مخنیوی، د اوبو امنیت، د خوړو خوندیتوب او د ایکوسیستمونو بیارغونه وي.
په دې غونډه کې د UNCCD د ۱۹۷ غړو هېوادونو استازي، حکومتونه، ساینسپوهان، مدني ټولنه، ځوانان، بومي خلک، مالداران او کوچني بزګران ګډون کوي.
🌾 یاده غونډه ځکه ګټوره ده، چې د ځمکې تخریب یوازې چاپېریالي ستونزه نه ده؛ بلکې د کرنې، اوبو، خوړو، اقتصاد او د میلیونونو خلکو د ژوند له راتلونکې سره مستقیم تړاو لري.
یادونه: COP17 څه شی دی او ولې مهم دی؟
د ملګرو ملتونو د وچکالۍ او د ځمکې د تخریب پر وړاندې د مبارزې کنوانسیون (UNCCD) د غړو هېوادونو کنفرانس یا COP غونډه د دې کنوانسیون تر ټولو مهمه پرېکړه کوونکې ناسته ده.
دغه غونډې له ۲۰۰۱ کال راهیسې هر دوه کاله وروسته ترسره کېږي، چې په ترڅ کې یې غړي هېوادونه د صحرا کېدو، د ځمکې د تخریب او وچکالۍ پر وړاندې د ګډو اقداماتو په اړه پرېکړې کوي.
🎯 د COP اساسي موخه دا ده چې هېوادونه د ځمکې د تخریب او صحرا کېدو د مخنیوي، د وچکالۍ پر وړاندې د مقاومت د پیاوړتیا، د تخریب شوو ځمکو د بیا رغونې او د دوامدارې ځمکوالۍ لپاره ګډې پالیسۍ او عملي اقدامات رامنځته کړي.

دپوتاشیم شکلونه په خاوره کی:
11/08/2026

دپوتاشیم شکلونه په خاوره کی:

10/08/2026

🌫️ Air Pollution: The Invisible Enemy!

Every day, we breathe—but have you ever thought about what we are actually breathing into our lungs?

Air pollution can contain particulate matter, smoke, and harmful gases, and it is associated with an increased risk of respiratory and cardiovascular diseases. 🫁❤️

But there is an important truth:

🌱 Reducing air pollution is not only the responsibility of governments; it also begins with our everyday choices.

🚗 Use private cars less
🔥 Avoid burning waste
🌳 Protect and expand green spaces
🏭 Control sources of pollution

Clean air is everyone’s right. Let’s work together for cleaner air today and a healthier future.

🌍 Green Future | Learn Today, Protect Tomorrow

🌍 انتشار CO₂ در جهان طی ۲۵ سال؛ روندها چگونه تغییر کرده‌اند؟این انفوګرافیک روند انتشار سالانه دی‌اکسید کربن (CO₂) را در ...
10/08/2026

🌍 انتشار CO₂ در جهان طی ۲۵ سال؛ روندها چگونه تغییر کرده‌اند؟

این انفوګرافیک روند انتشار سالانه دی‌اکسید کربن (CO₂) را در فاصله سال‌های ۲۰۰۰ تا ۲۰۲۴ در پنج اقتصاد/منطقه بزرگ جهان نشان می‌دهد: چین، اتحادیه اروپا، هند، ایالات متحده و جاپان.

📈 چین

انتشار CO₂ چین طی این دوره افزایش چشمگیری داشته و در سال ۲۰۲۴ به حدود ۱۲.۶ میلیارد تُن CO₂ رسیده است. افزایش سریع مصرف انرژی و رشد اقتصادی، به‌ویژه وابستگی قابل توجه به سوخت‌های فسیلی، از عوامل مهم این روند بوده‌اند.

📉 ایالات متحده

انتشار CO₂ ایالات متحده از حدود ۵.۹ میلیارد تُن در سال ۲۰۰۰ به حدود ۴.۵ میلیارد تُن در سال ۲۰۲۴ کاهش یافته است. در سال ۲۰۲۴ نیز انتشار انرژی‌محور این کشور حدود ۰.۵ درصد کاهش یافت.

📉 اتحادیه اروپا

انتشار CO₂ در اتحادیه اروپا نیز در بلندمدت روند کاهشی داشته است. در سال ۲۰۲۴، انتشار مرتبط با انرژی در این منطقه حدود ۲.۲ درصد کاهش یافت.

📈 هند

هند در این دوره افزایش قابل توجهی در انتشار CO₂ داشته است. رشد تقاضای انرژی و توسعه اقتصادی از عوامل مهم افزایش انتشار در این کشور به شمار می‌روند.

📉 جاپان

انتشار CO₂ جاپان در مجموع طی این دوره روند کاهشی داشته است؛ هرچند در برخی سال‌ها نوساناتی در میزان انتشار مشاهده می‌شود.

🔎 پیام اصلی نمودار

این روندها نشان می‌دهند که الگوی جغرافیایی انتشار CO₂ در جهان طی ۲۵ سال گذشته تغییر قابل توجهی کرده است. در حالی که انتشار در ایالات متحده، اتحادیه اروپا و جاپان در مجموع کاهش یافته، انتشار در چین و هند به میزان قابل توجهی افزایش پیدا کرده است.

در سطح جهانی نیز، بر اساس گزارش آژانس بین‌المللی انرژی (IEA)، انتشار CO₂ مرتبط با انرژی در سال ۲۰۲۴ به حدود ۳۷.۸ میلیارد تُن CO₂ رسید که بالاترین سطح ثبت‌شده تاکنون بوده است.

🌱 کاهش انتشار CO₂ نیازمند تحول در نظام انرژی، افزایش بهره‌وری انرژی، گسترش انرژی‌های تجدیدپذیر، توسعه حمل‌ونقل پاک، کاهش انتشار در صنایع و حفاظت از اکوسیستم‌های طبیعی است.

📚 منبع: International Energy Agency (IEA), Global Energy Review 2025
نمودار: CO₂ total emissions by region, 2000–2024

Address

Herat

Telephone

+93789045021

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when GreenFuture posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The School

Send a message to GreenFuture:

Shortcuts

Share