21/04/2026
اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ
په دې هیله چی ټول به روغ او جوړ وی
نن د 1405 هـ ل کال د حمل میاشتې 31 نېټه دریاضیاتو کانګرو نړیوالې ازموینې په افغانستان کې آتمه دوره وه او دنړی په سطحه 28 دوره ازموینه وه.
د ازموینې په پرانیستو کې د ښار دپوهنې آمر مولوي عبدالقدوس فاروق او دپوهنې ریاست مرستیال مولوي نجیب الله سعید دخصوصي ښوونځیو دټولنې ریس نصرت الله سلطان زوی او د ټولنې ټولوهمکارانو ګډون درلود.
مولوی صاحب نجیب الله سعید دازموینې په اړه خورا قیمتي خبرې وکړې او دازموینې اهداف یې بیان کړل او د خصوصي سکتور ددغه فعالیتونو څخه یې منندویي وکړه.
او ازموینه د خصوصي ښوونځیو دټولنې لخوا په خورا شفاف او عادلانه توګه سره واخیستل شوه.
په دې ازموینه کې تقریبا 1200 نفرو شاو خوا زده کوونکو ګډون درلود.
خوشبختانه چی یون خصوصي ښوونځي هم پکې د 52 تعداد اناث او ذکور زده کوونکو ونډه واخیسته.