غزني دتخنيکي اومسلکي زده کړو آمريت

غزني دتخنيکي اومسلکي زده کړو آمريت Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from غزني دتخنيکي اومسلکي زده کړو آمريت, Education & Learning, Ghazni.

امارت اسلامي افغانستان اداره تعلیمات تخنیکی و مسلکی ریاست تعلیمات تخنیکی و مسلکی زون جنوب شرق آمریت تعلیمات تخنیکی و مسل...
10/11/2025

امارت اسلامي افغانستان
اداره تعلیمات تخنیکی و مسلکی
ریاست تعلیمات تخنیکی و مسلکی زون جنوب شرق
آمریت تعلیمات تخنیکی و مسلکی ولایت غزنی
#اطلاعیه
نتیجه شارت لست بست های ریاست تعلیمات تخنیکی و مسلکی زون جنوب شرق ولایت غزنی
آنرا می توانید از لینک ذیل دریافت نماید pdf
https://t.me/ghaznitveta

11/03/2025
27/11/2024

د غزني ولایت د تخنیکي زده کړو آمریت لخوا د سیرت النبی ﷺ د ازموینې پایلې اعلان شوې

سه‌شنبه 6 لیندۍ ۱۴۰۳

د غزني ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د سیرت النبي ﷺ سیالۍ چې د یاد آمریت له خوا په لاره اچول شوې وه، نن ورځ یې د پایلو د اعلان مراسم ترسره کړل.

په دې مراسمو کې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس او همدارنګه د غزني ولایت والي الحاج حافظ محمد امين جان عمري هم ګډون درلود او وينا يې وکړې.

ويناوالو په دې غونډه کې ټينګار وکړ چې ځوانان او زده کوونکي بايد په خپلو کارونو کې د رسول الله ﷺ له سيرت څخه د خپل ژوندانه د اساس په توګه کار واخلي.

دغه راز په دغه پروګرام کې د مقاماتو له خوا د یادې سیالۍ ممتازو زده کوونکو ته جايزې او ډالۍ هم ورکړل شوې او غونډه په دعايې سره پای ته ورسېده.

د افغانستان اسلامي امارتد تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارهغزني ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو عمومي آمریتموضوع: د سیرت نبي...
26/11/2024

د افغانستان اسلامي امارت
د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره
غزني ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو عمومي آمریت
موضوع: د سیرت نبي (ص) سترې سیالۍ د پایلو اعلان.
نېټه: ۱۴۰۲/۹/۵
د غزني ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت له لوري جې د سیرت نبي (ص) کومه ازموینه اخستل شوې وه، نن ورځ چې د روان تعلیمي کال د لیندۍ میاشتې له پنځمې نېټې سره سمون لري، د ولایت د غونډو په تالار کې یې د یوې پرتمینې غونډې په جوړېدو سره پایلې اعلان شوې.
په غونډه کې د غزنې ولایت والي الحاج حافظ محمد امین “عمري“ صاحب، د تخنیکي او مسلکي زده کړو معین الحاج مولوي غلام سعید " احساس"، صاحب د غزني ولایت د پوهنې رئیس، صاحب د اطلاعات او فرهنګ رئیس، صاحب د محیط زیست رئیس صاحب، د احصائیې رئیس صاحب، د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مربوطه انستیتو او لېسو آمرینو، اتصالات مخابراتي شبکې نماینده، نورو کڼو امارتي مسئولینو او خپله د غزني ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر مولوي صاحب عتیق الله " محمدي" هم ګډون درلود.
غونډه د ولایت مقام ویاند حافظ عمر لخوا د قرآن کریم په تلاوت سره پیل شوه، وروسته د مرکز، زراعت او وترنري انستیتوت آمر آمین الله خوشخال د غونډې ګډون والوته د امتحان په اړه مفصل معلومات ورکړل، ور پسې د غزني ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر مولوي صاحب عتیق الله " محمدي" له لوري د سیرت نبي (ص) په ارزښت بشپړې او هر اړخیزي خبرې وشوې، ورپسې په ترتیب سره د غزني ولایت والي صاحب د غونډي ګډون والوته د سیرت نبي په اهمیت او مطالعې په رابطه هر اړخیزه خبري وکړي ، د تخنیکي او مسلکي زده کړو معین مولوي غلام سعید احساس، داسي غونډې ډیري اهمي او ارزښت ناکي وبللي او ځوانانوته یې د تشویق ترڅنګ ډیري ارزښت ناکي خبري وکړي او پوهنې رئیس صاحب هم ډیري طلایي او قیمتي خبرې وکړې.
د غونډې په اخیر کې د سیالۍ غوره نمرو وړونکو ته تر لسم نمره پورې جوایز ورکړل شول او پای یې د غزني ولایت مرستیال والي ملا عبدالله "حماد" له لوري د دعایې په ویلو سره وشو.
*غزني ولایت د تخنیکي او.مسلکي زده کړو آمریت رستیز دفتر*

اعلان نتایج مسابقه سیرت النبی ص برای دسترسی به نتایج میتوانید به لینګ ذیل مراجعه نماید.https://t.me/ghaznitveta
25/11/2024

اعلان نتایج مسابقه سیرت النبی ص
برای دسترسی به نتایج میتوانید به لینګ ذیل مراجعه نماید.
https://t.me/ghaznitveta

بِسْمِ اللہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ*غزني ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت کې مې د آمریت یو کال پوره شو،* چې د تخنی...
25/11/2024

بِسْمِ اللہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ
*غزني ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت کې مې د آمریت یو کال پوره شو،*
چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې قدرمن سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت صاحب لخوا په یوه ستاینلیک راکولو سره تقدیر کړم، *{الحمدلله والمنه}*
د خپل خالق متعال الله ﷻ څخه غواړم چې د دُنیا او آخرت په ستاینلیک، پوره اخلاص، خپل دیدار، خپله رضا، د محمد ﷺ شفاعت، د ښه خدمت کولو توفیق سره له خپلو ټولو همکارانو او مسلمانو را نصیب کړي.
*آمین یارب العلمین*

د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت او مربوطه یوولسو انسټیټوټو او لېسو قدرمنو آمرینو، مدیرانو او مسئولینو څخه مننه کوم همدا ستاسو د اخلاص نتیجه ده چې الله ﷻ به موږ کامیابوي او په کارونو کې به مو برکت اچوي، راځئ د غزني شریف اولس او بچیانوته لا نور هم په پوره اخلاص خدمت وکړو ترڅو مو چې الله ﷻ په خپل ستاینلیک او رضا تقدیر او ونازوي.
*نوټ: د الله ﷻ سره مې وعده ده تر هغه ځایه چې زه پوهیږم او مسئولیت لرم د خپل وس او توان مطابق او د خپل ربﷻ په مرسته به خدمت کوم.*
*لایکلف الله نفساً الا وسعها*

دغزنی ولایت دتخنیکی اومسلکی زده کړوآمریت اړوند دمرکز زراعت او وترنری انستیتوت،دمقرکثیرالرشتوی انستیتوت،دقره باغ دشیراباد...
18/11/2024

دغزنی ولایت دتخنیکی اومسلکی زده کړوآمریت اړوند دمرکز زراعت او وترنری انستیتوت،دمقرکثیرالرشتوی انستیتوت،دقره باغ دشیراباد تخنیکی لیسې آمریت خالی بستونه چی مخکی اعلان ته سپارل شوی وه داعلان له پروسي ورسته هغه کسان چی په شرأیطوبرابروه په لاندی لیست کی شامل دی دراتلونکې چهارشنبی ورځ 1403/8/30تاریخ دغزنی ولایت دتخنیکی اومسلکی زده کړوعمومی آمریت کی 10بجي امتحان اخیستل کیږی.

12/11/2024

په غزني کې د سيرت النبي (ص) رقابتي ازموینه د ۲۵۰۰ څخه زیاتو ګډون والو څخه واخیستل شوه.
دغه ازموینه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت له خوا د اتصالات مخابراتي شرکت په همکارۍ په دې ولایت کې جوړه شوې وه، هدف یې د ځوانانو د علمي وړتیا لوړول ښودل شوی ؤ.

*د افغانستان اسلامي امارت*  *د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره* *غزني ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو عمومي آمریت*  *موضوع...
10/11/2024

*د افغانستان اسلامي امارت*
*د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره*
*غزني ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو عمومي آمریت*
*موضوع: د سیرت نبی (ص) ستره سیالۍ.*
نېټه: ۱۴۰۲/۸/۱۸
د غزني ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د عمومي آمر مولوي صاحب عتیق الله (محمدي) په نوښت او هڅو سره د اتصالات مخابراتي شرکت په همکاري، د زراعت او وترنري انستیتوت له لارې د سیرت نبي (ص) د سیالۍ لپاره د مرکز په شمول د پنځو (۵) ولسوالیو په تعلیمي مرکزونو کې ثبت نام شوی ؤ، چې ټولټال پکې دوه زره پنځه سوه (۲۵۰۰) تنو ثبت نام کړی ؤ.
د یادو ۲۵۰۰ تنو ګډونوال څخه د جمعې په ورځ چې د روان تعلیمي کال د لړم میاشتې له اتلسمې (۱۸) نېټې سره سمون لري د اسلامي ثقافت په انګړ کې په پوره شفافیت سره ازموینه واخیستل شوه.
په ازموینه کې د غزني ولایت والي صاحب الحافظ مولوي محمد امین (عمري)، د علماوو شورا ریس صاحب شیخ نیک محمد (غزنوي) د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر صاحب، مولوي عتیق الله (محمدي) د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس صاحب، الحاج ملا حمیدالله نثار د قومنداني او د حوزو درنو مسؤلینو ګډونو درلود.
د غزني ولایت والي صاحب، د علماوو شورا ریس صاحب، د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر صاحب او اطلاعاتو او فرهنګ ریس صاحب په ترتیب سره د سیرت نبي (ص) د سیالۍ او نبي ( ص) د سیرت اړوند لنډې او ارزښتناکې خبرې وکړې او داسې سیالۍ د خلکو او تنکیو ځوانانو د اذهانو روښانولو لپاره مهمې و ګڼلې او په ټوله کې یې د اتصالات مخابراتي شبکې له مسؤلینو څخه مننه وکړه چې د داسې پروګرامونو ملاتړ کوي.
د یادې ازموینې پایلې به د روان تعلیمي کال د لیندۍ میاشتې په پنځمه (۵) نېټه د غزني ولایت په تالار کې اعلان شي، هېره دې نه وي چې د یادې سیالۍ غوره نمرو وړونکو ته غوره ډالۍ هم ورکول کېږي.
غزني ولایت د تخنیکي او مسلکي زده آمریت رسنیز دفتر

Address

Ghazni

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when غزني دتخنيکي اومسلکي زده کړو آمريت posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share