مدرسه نبیُ الوری ذکور-اُناث بلندمنزل، ګردېز پکتیا

  • Home
  • Afghanistan
  • Gardez
  • مدرسه نبیُ الوری ذکور-اُناث بلندمنزل، ګردېز پکتیا

مدرسه نبیُ الوری ذکور-اُناث بلندمنزل، ګردېز پکتیا Islamic and modern Education both for Male and famale

19/07/2026
31/05/2026

اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎
محترمو والدینو او سرپرستانو!
الله تعالیﷻ دې وکړي چې ، د لوی اختر خوښی شیبې مو پخیر سره تیرې کړې وي،
نو بناً صبا دوشنبه د جوزا 11 مه بیرته درسونه په عادي ډول شروع کیږي، إن شاء الله العزیز..
مدرسه نبیُ الوری ګردیز بلندمنزل،
بنده وفادار 0773186847
عصمت الله وفادار

22/05/2026

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ

د لوی اختر د مبارکو ورځو په مناسبت، د نبیُ الوری دیني مدرسې ادارې له لوري ټولو قدرمنو شاګردانو، استادانو او والدینو ته خبر ورکول کېږي، چې د ۱۴۰۵ هـ ش کال د جوزا میاشتې له 4مې نېټې، چې د دوشنبې ورځې سره سمون خوري، درسونه رخصت کېږي.

دغه رخصتي به یوه هفته د ۱۴۰۵ هـ ش کال د جوزا تر ۱۱مې نېټې پورې دوام ولري، او له ټاکلې مودې وروسته به د ذالحجې په ۱۵م درسونه بېرته په منظم ډول پیل شي. إن شاء الله العزیز

د نبیُ الوری مدرسې اداره ټولو مسلمانانو ته د لوی اختر مبارکي وایي او د نېکمرغه، سوکاله او له برکتونو ډک اختر دعا کوي. قرباني او اطاعات مو ربﷻ قبول کړه..

په درنښت

اداره
نبیُ الوری 0773186847

و کفري هیوادونو ته د تګ او ژوند شرعي حیثیت (1)سوال: داچي په نړۍ کي مسلمانان د خپلو هیوادونو څخه و کفري هیوادونو ته ځي او...
01/04/2026

و کفري هیوادونو ته د تګ او ژوند شرعي حیثیت (1)
سوال: داچي په نړۍ کي مسلمانان د خپلو هیوادونو څخه و کفري هیوادونو ته ځي او هلته ژوند اختیاروي، ددې شرعي حیثیت څه دی ؟ کوم صورت ئې جواز لري او کوم صورت ئې جواز نلري ؟
ځواب: عبد الغفار جُبیر
فقهاء و غیر مسلمانو هیوادونو او سیمو ته د مسلمانانو تګ پر دریو برخو باندي وېشلی دی:
۱: هغه هیوادونه او سیمي دي چي هلته یو مسلمان د مسلمان په بڼه سره ژوند او قیام کولای نسي او یا مشکل کار دی، چي په دغه صورت کي د مسلمان عزت، دین، اولاد، ایمان، شتمني یا ځان ته مشکلات او خطرونه متوجه دي، د دین او ځان د تحفظ لپاره هلته ضمانت او زمینه نه وي برابره، پر دین باندي څوک قائم نسي پاته کېدلای، لکه د رسول الله ﷺ د هجرت څخه مخکي د مکې ژوند، چي په دغه حالت کي د یوه مسلمان تګ و غیر مسلمان هیواد ته د ټولو فقهاء په نزد سره جائز نه دی، بلکي هغه مسلمانان چي هلته ژوند ئې کوی پر هغوی باندي هم هجرت کول فرض دي.
احکام القرآن للجصاص: ج۳، ص: ۲۲۸، مغنی المحتاج للشربینی، ج:۶، ص: ۵۴، الاُمُّ للشافعی، ج:۲، ص: ۱۶۹، الحاوی الکبیر للماوردی،ج:۱۸، ص: ۳۱۱، روضة الطالبین للنووی، ج:۷، ص: ۴۷۴، کشاف القناع للبہوتی، ج:۳، ص: ۴۳، الانصاف للمرادوی، ج:۴، ص: ۱۲۱، البحر الذخار لابن المرتضی، ج:۶، ص: ۲۶۶، نیل الاوطار للشوکانی․شرح النیل وشفاء العلیل لاطفیش، ج:۷، ص: ۵۵۱، المحلی لابن حزم، ج:۱۱، ص: ۲۰۰، المدونة الکبری للامام مالک، ج:۵، ص: ۱۵۶۵، مقدمات ابن رشد مع المدونة الکبریٰ، ج:۹، ص: ۳۱۵۹
۲: دوهم ډول هغه غیر اسلامي هیوادونه او سیمي دي چي په آزاد ډول سره هلته پر دین باندي د عمل کولو توان نسته او مسلمانان پکښې اقلیت او کمزوري دي، خو بل ځای هجرت نسي کولای او هلته په دې غیر مسلمان هیواد کي مجبوره دي چي ژوند وکړي، پر داسي مسلمانانو باندي په اتفاق سره د فقهاء هجرت واجب نه دی او که په دغه غیر مسلمان هیواد یا سیمه کي اوسیږي نو ګناه نلري.
(احکام القرآن للجصاص ج۳ ص ۲۲۸، فتح العلی المالک لوملیش ج۷ ص ۳۷۵-۳۷۶، مغنی المحتاج للشربینی ج۴ ص ۳۳۹، الحاوی الکبیر للماوردی ج۱۸ ص ۱۱۱، کشاف القناع للبہوتی ج۳ ص ۴۴، المحلی لابن حزم ج۱۱ ص ۲۰۰، البحرالزخار لابن المرتضی ج۶ ص ۴۶۹، شرح الازہار لابن المفتاح ج۴ ص ۵۷۵)
د دې ډلي لپاره دغه مبارک ایات شریف هم دی لکه چي په قرآنکریم کي راځي:
إِلَّا ٱلْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ ٱلرِّجَالِ وَٱلنِّسَآءِ وَٱلْوِلْدَٰنِ لَا يَسْتَطِيعُونَ حِيلَةًۭ وَلَا يَهْتَدُونَ سَبِيلًۭا فَأُو۟لَٰٓئِكَ عَسَى ٱللَّهُ أَن يَعْفُوَ عَنْهُمْ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ عَفُوًّا غَفُورًۭا (سورت النساء: ۹۸، ۹۹)
ژباړه: هو! كوم نارينه، ښځي او ماشومان چي په رښتيا بېوسي دي او د وتلو كومه لاره او وسيله نه مومي، هغوی مستثنا دي. نو كېداى شي چي الله هغو ته بښنه وکړي، الله لوى بښونكى او تيرېدونكى دى.
په پورتنیو مبارکو ایاتونو کي کمزروي او ضعیفه مسلمانان د هجرت کولو څخه مستثنی دي.
۳: دریم ډول هغه غیر اسلامي هیوادونه او سیمي دي چي مسلمانان که څه هم لږکي دي خو کومه خطره ورته نسته، مذهبي آزادي لري، د خپل ځان، ایمان او خپلو اولادو او نسل ساتنه کولای سي، په دې کي د علماء په منځ کي اختلاف دی:
اوله ډله علماء وايي:
چي و مسلمانانو ته په داسي هیواد او سیمه کي اوسېدل ناجائز دي، او که چیري دغه مسلمانان توان ولري نو له داسي غیر مسلمانو هیوادونو څخه دي ووځي او هجرت دي وکړي، دغه رأیه د مالکیه او د حضرت امام شافعی (رح) یو قول هم دی (المدونة الکبری للامام مالک ج۵، ص: ۱۵۶۵، مقدمات ابن رشد مع المدونة الکبری ج۹، ص: ۳۱۵۹)
نور بیا ...
و کفري هیوادونو ته د تګ او ژوند شرعي حیثیت (2)
عبد الغفار جُبیر
د مالکیه د فقهاء په اتفاق سره په غیر مسلمانو هیوادونو کي اوسېدل جائز نه دي، که په هغه غیر مسلمان هیواد کي پر دین باندي عمل کول اسانه وي او که نه وي.
ددې ډلي دلائل:
د حضرت معاویه (رض) روایت دی چي رسول الله ﷺ فرمايي:
لاتنقطع الهجرة حتی تنقطع التوبة ولاتنقطع التوبة حتی تطلع الشمس من مغربها (ابوداوٴد کتاب الجهاد، باب فی الهجرة ہل انقطعت حدیث (۲۴۶۲) الفتح الربانی لترتیب مسند الامام احمد بن جنبل ج۲۰ ص ۲۹۶)
ژباړه: هجرت به تر هغو پوري ختم نسي تر څو چي د توبې دروازه نه وي بنده سوې او د توبې دروازه تر هغو پوري نه بندیږي تر څو چي لمر د مغرب څخه نه وي راختلی.
د حضرت عبداللہ السعدی په روایت کي راځي چي رسول الله ﷺ فرمايي:
لاتنقطع الهجرة ماقوتل الکفار وفی روایة، لا تنقطع الهجرة مادام العدو یقاتل․ (السنن الکبری للبیهقی، کتاب السیر باب الرخصة فی الاقامة بدارالشرک لمن لا یخاف الفتنة ج۹ ص ۱۸، الفتح الربانی لترتیب مسند امام احمد بن حنبل ج۲۰ ص ۲۹۵، نسائی، کتاب البیعة، باب ذکر الاختلاف فی انقطاع الهجرة، رقم ۴۱۸۳-۴۱۸۴)
ژباړه: هجرت تر هغو پوري نه ختمیږي یا نه بندیږي تر څو چي د کفارو سره د جهاد لړۍ روانه وي.
ددې مبارکو احادیثو څخه دا معلومیږي چي د هجرت لړۍ به تر قیامت پوري جاري وي، چي په دې کي هغه مسلمانان هم مخاطب دي چي په غیر مسلمانو هیوادونو کي ژوند کي، یعني دوی به له غیر مسلمانو هیوادونو او سیمو څخه هجرت کوي
په بل حدیث شریف کي راځي:
انا بریٴ من کل مسلم یقیم بین اظهر المشرکین قالوا یارسول اللّٰہ ولم؟ قال لاتراء ی نارا هما․(ترمذی کتاب السیر، باب ماجاء فی کرہیة المقام بین اظہر المشرکین، حدیث ۱۶۵۴، ابوداوٴد، کتاب الجہاد، باب النہی عن القتل من اعتصم بالسجود حدیث ۲۶۲۸، نسائی، کتاب القسامة، باب القود بغیر حدید مرسل، حدیث ۴۷۹۴)
ژباړه: زه بېزاره یم د هغه مسلمان څخه چي د مشرکینو په منځ کي اوسیږي، له رسول الله ﷺ څخه پوښتنه وسوه چي ولي ؟ رسول الله ﷺ ورته جواب ورکی چي دوی باید دومري لیري یو دبله و اوسېږي چي یو دبله اور سره و نه ویني.
د حضرت سمرة بن جندب په روایت کي راځي چي رسول الله ﷺ فرمايي:
لاتساکنوا المشرکین ولاتجامعوهم فمن ساکنهم اوجامعهم فهو مثلهم․
(السنن الکبری للبیہقی، کتاب السیر، باب الرخصة فی الاقامة بدارالشرک لمن لایخاف الفتنة ج۹ ص ۱۸، جامع الترمذی مع شرح تحفة الاحوذی ج۵ ص ۲۳۰)
وفی روایة: من جامع المشرک وسکن معه فانه مثله․ (ابوداوٴد، کتاب الجهاد، باب فی الاقامة بارض الشرک، حدیث ۲۷۷۰)
ژباړه: د مشرکینو سره مه اوسېږی او مه له دوی سره یوځای کېږی، که څوک له دوی سره و اوسېدی او یا ورسره یو ځای سو نو دی د هغو په شان سو.
یادونه: د سمرة بن جندب رویات ضعیف دی او د حضرت جریر بن عبدالله حدیث معلوم نه دی چي مرسل دی او که متصل دی ؟ امام بخاری، امام ترمذی ، امام ابوداؤد او نور وايي چي دا مرسل دی. ۔ (تحفة الاحوذی شرح الترمذی ج۵ ص ۲۳۰)
که چیري فرضا دا حدیثونه هم درست و ګڼو نو دا په هغو غیر مسلمانو هیوادونو کي ددې حکم دی چي هلته د مسلمانانو د ایمان، عزت، مال او ځان خطره وي او مذهبي ازادي نه وي.
دوهمه ډله علماء وايي:
چي په داسي غیر مسلمانو هیوادونو کي قیام او ژوند کول جائز دي، او هلته چي کوم مسلمانان اوسیږي پر هغوی باندي هجرت کول واجب نه دي، دغه مسلک د احنافو، حنابله وو او درست مسلک د شافعه وو دی. (احکام القرآن للجصاص ج۲، ص: ۳۰۵، اعلاء السنن للتهانوی ج ۱۲، ص: ۳۶۱، کشاف القناع للبهوتی ج۲، ص: ۴۴، فتاوی ابن تیمیه ج ۴، ص: ۲۸۰، روضة الطالبین للنووی ج۷، ص: ۴۷۴، مغنی المحتاج للشربینی ج۶، ص: ۵۴)
ددې ډلي دلائل:
جمهور فقهاء ددې قول تائید کوي او لاندي دلائل وړاندي کوي:
۱: د حضرت عبدالله بن عباس (رض) څخه روایت دی چي رسول الله ﷺ د مکې د فتح په ورځ و فرمایل:
لاهجرة ولکن جهاد ونیة واذا استُنفرتم فانفروا․ (بخاری، کتاب الجهاد، باب لاهجرة بعد الفتح ج۱ ص ۴۳۳، حدیث ۳۰۷۷ المسلم، کتاب الامارة باب المبایعة بعد فتح مکة علی الاسلام والجهاد، حدیث ۴۸۰۳)
ژباړه: اوس د هجرت حکم باقي نه دی البته جهاد او نیت ئې پاته دی، کله چي تاسي ته د جهاد وویل سي نو تاسي د جهاد لپاره ولاړ سئ.
ددې روایت څځه معلومیږي چي کله مکه مکرمه او نوري سیمي فتح سوې، د مسلمانانو نظام قائم سو، و مسلمانانو ته مذهبي ازادي او ژوند هر څخه برابر سوه نو و مدینې منورې ته د هجرت حکم منسوخ سو. حافظ ابن حجر عسقلانی (رح) وايي چي دا حکم صرف د مکې لپاره نه وو بلکي د هر هغه ځای لپاره دی چي مسلمانان هلته خپل اسلامي امور پر ځای کولای سي او مذهبي ازادي لري. ( فتح الباری، شرح بخاری ج۶ ص ۲۳۳-۲۳۴)
رسول الله ﷺ د مکې د فتح څخه مخکي و ځینو صحابه کرامو ته په مکه کي د اوسېدو اجازه ورکړې وه حال دا چي مکه تر فتح مخکي دار الکفر وه، د بېلګي په ډول سره و خپل اکا حضرت عباس د عبدالمطلب زوی ته ئې اجازه ورکړې وه، کفارو و ده ته مالي تاوان نسو رسولای او همدا شان و دین ته ئې هم کوم مشکل نه وو، له همدې څخه ثابته سوه چي که په دار الکفر کي د دین، ایمان، ځان او مال تحفظ وو نو هلته اوسېدل کوم مشکل نلري. (الأم للشافعی ج۲ ص ۱۶۹،المغنی لابن قدامہ ج۱۰ ص ۵۵، السنن الکبری للبیہقی ج۹ ص ۱۵)
ځینو صحابه کرامو د کفارو د ډېرو تکلیفونو له کبله و حبشې ته هجرت وکی چي هلته عیسايي دولت وو، کله چي و مدینې منورې ته هجرت وسو بیا هم ځیني صحابه کرام هلته په حبشه کي پاته سوه، دا هر څه د رسول الله ﷺ د خوښي مطابق وه، خپله نجاشي هم په هغه غیر اسلامي ټولنه کي پاته سو، حال دا چي هغه دا توان درلودی چي و مدینې منورې ته هجرت وکړي، او کله چي نجاشی وفات سو نو رسول الله ﷺ غائبانه د جنازې لمونځ هم ورته وکی او بیا ئې و فرمایل: (مات الیوم رجل صالح) یعني نن ورځ یو صالح انسان وفات سو. (فتح الباری شرح صحیح البخاری ج۷ ص ۲۴۲)

و کفري هیوادونو ته د تګ او ژوند شرعي حیثیت (3)
عبد الغفار جُبیر
د کومو سببونو له کبله یو مسلمان په دارالکفر کي اوسېدلای سي؟
بېله ضرورت، سخت حاجت او سختي مجبورۍ ماسوا صرف د دولت لاسته راوړلو لپاره، د عصري ژوند لپاره، پخپله ټولنه کي د عزت پیدا کولو لپاره چي فلانی په جرمي، کاناډا یا امریکا کي اوسیږي یو مسلمان هیواد پرېښودل او په دارالکفر کي اوسېدل ، د اسلامي هیواد هویت پرېښودل،د دارالکفر ګرین کارډ اخیستل او د هغو قوانین منل جائز نه دي، دا ځکه دغه ټول صرف دنیوي ترجیح ده، او دا هم په اوس وخت کي معلومه ده چي اکثره وخت چي مسلمانان صرف د دنیوي حرص لپاره تللي دي نو په تدریجي ډول سره د کفري ټولني منکراتو او ګناهونو پر دوی اغیزه کړېده او کله ئې د ایمان څخه محرومه کړیدي او که مسلمان وي نو د هغو په جامو، ژوند، او هر څه باندي ئې داسي تاثیر کړی وي چي د کفارو سره په مشابهت کي واقع وي، او پاته دي نه وي چي په دغه مشابهت باندي ویاړي چي دا حرام کار دی.
بل مشکل دادی چي که دی او مېرمن ئې په درست بڼه سره وي نو کېدای سي ماشومان ئې له مسیره واوړي، که چیري په داسي ټولنه کي وي چي هلته دیني اسلامي مرکز نه وي، اسلامي روزنه او ښوونه نه وي نو راتلونکی نسل د خطر سره ضرور مخ دی.
که چیري یو مسلمان پخپل اسلامي ټولنه کي ژوند نسي کولای ، ظلم ورباندي کیږي، د ژوند شرائط ورته برابر نه وي، او ددې ظلمونو څخه د خلاصون په موخه و کفري هیواد ته ولاړ سي ، یا هلته په کفري هیواد کي دعوت او تبلیغ کوي، دیني خدمت کوي، یا دغه مسلمانان چي په کفري هیواد کي وي هغوی د یني مدرسې لري، مساجد لري او پر دین باندي ثابت قدمه وي نو بیا کولای سي چي په کفري هیواد کي خپل ژوند اختیار کړي، په دې شرط چي پوره اعتماد ئې وي چي په دارالکفر کي د ټولو شرعي احکامو پیروي کولای سي، ایمان ساتلای سي او ددغه کفري هیواد د منکراتو او ګناهونو د سمندر څخه ځان ژغورلای سي بیا ورته ژوند کول په دارالکفر کي جائز دی.

28/03/2026

اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎
د ګروپ محترمو ملګرو اللهﷻ دې وکړي چي ټول به روغ او جوړ یاست!
محترمو! *داچي د کوچنې اختر رُخصتي پای ته رسیدلې دي، اوجلسه هم پخیر خلاصه شوه نو*
د نبيُ الوری د نجونو او هلکانو دیني
مدرسې درسونه *نن(1404/1/8 د شنبې په ورځ) په عادې ډول شروع کیږي.*
د شاګردانو والدین او سرپرستان دې کوشش وکړي *چي خپل اولادونه او ماشومان په خپل وخت درسونو ته راولیږئ

الجزیرې تلویزیون د افغان حکومت د اختر لمونځ ویډیو پوسټ کړي وه لاندې ورته عربو کمنټونه کړي وو راځئ چې هغه وګورو چې څه یی ...
21/03/2026

الجزیرې تلویزیون د افغان حکومت د اختر لمونځ ویډیو پوسټ کړي وه لاندې ورته عربو کمنټونه کړي وو راځئ چې هغه وګورو چې څه یی لیکي دی
1 دغه د بیت المق،دس ازادونکی دی ان شاءالله
2 د اسلام او مسلمانانو د عزت ساتونکی دی
3 افغانستان یو خپلواک وطن دی
4 اختر مو مبارک شه ریښتینو مسلمانانو!
5 زمونږ ټولې تمعې تاسو ته دي
6 د غزې استقلال به ان شاءالله ستاسو په لاسونو وي
7 په ټوله ځمکه باندې به همدا خلک د غوره حکومت کوونکي وي
8 کله چې دغه خلک ګورم خپل نفس داسې محسوسوم لکه د نبي کریم ﷺ د عصر چې وم
9 یوه ورځ به په ټوله نړۍ بادشاهي کوي
10 کاش چې په سعودي عرب کې هم د دغو خلکو حکومت نافذ شي
11 زړه کې مې دا ارمان دی چې د دې ملت واحد افغانستان د نظام تر سیوري لاندې خپل ژوند تر مرګه تېر کړم
12 افغانانو! د دې نظام شکر ادا کړئ که څه هم تاسو ته یې قدر نه معلومېږي
13 دوی خپل افغاني لباس نړۍ ته وپېژاند

*ستاسو ورور مفتي شهاب الحکيمي*

Address

Paktia
Gardez
0093

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when مدرسه نبیُ الوری ذکور-اُناث بلندمنزل، ګردېز پکتیا posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share