13/08/2020
!
دا چې د کوېډ ۱۹ (کرونا) ناروغۍ لۀ کبله پۀ هېواد کې شخصي او دولتي ښوونځي تړل شوي وو او دا دی اوس بیا د کابینې د پرېکړې پۀ اساس دولتي ښونځي لۀ یولسم تر دولسمه، شپني ښوونځي لۀ اووم تر دولسمه او شخصي ښوونځي لۀ لومړي تر دولسمه ټولګي پورې د روان(۱۳۹۹ لمریز) تعلیمي کال، د وږي(سنبلې) میاشتې پۀ لومړۍ نېټه پیل کېږي.
د هدف خصوصي عالي لېسې اداره خپلو ټولو شاګردانو او مراجعینو ته خبر ورکوي، چې یاده لېسه خپل تدريسي پروګرامونه، د روان(۱۳۹۹ لمریز) تعلیمي کال، د وږي(سنبلې) د میاشتې پۀ لومړۍ نېټه پیلوي، نو ګران زدکوونکي او مراجعین کولی شي، چې د تدریس د بیا پیل پۀ خاطر لۀ شنبې تر پنځشنبې، د سهار لۀ اتو(۸) بجو نه د ماذدیګر تر څلورو(۴) بجو پورې، د هدف خصوصي عالي لېسې ادارې ته مراجعه وکړي!
درک: ګردېز ښار، خوست لین، خوست اډې ته څېرمه، هدف خصوصي عالي لېسه.
اړیکې:
0775022000
0795022000
0777743646