پوهنتون بامیان/د بامیان پوهنتون/Bamyan University

پوهنتون بامیان/د بامیان پوهنتون/Bamyan University Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from پوهنتون بامیان/د بامیان پوهنتون/Bamyan University, Education Website, Bamyan.

*په بامیان پوهنتون کې د نوو محصلینو هرکلی او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د زوکړې ورځې لمانځنه!* نن بامیان پوهنتون کې د...
26/08/2026

*په بامیان پوهنتون کې د نوو محصلینو هرکلی او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د زوکړې ورځې لمانځنه!*
نن بامیان پوهنتون کې د نوو محصلینو د هرکلي، د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د زوکړې ورځې په مناسبت او د هغو محصلینو د تقدیر غونډه ترسره شوه چې په کانکور ازموینه کې د لوړو نمرو په اخیستلو سره بامیان پوهنتون ته بریالي شوي وو.
دغه غونډه د بامیان پوهنتون رهبري، پوهنځیو رئیسانو، استادانو او محصلانو په حضور کې د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پيل شوه.
په پیل کې د بامیان پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال شیخ الحدیث عبدالهادي ذوالهادي نوو محصلینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د تحصیل د فرصتونو څخه د سمې ګټې اخیستنې او د پوهنتون پرسونل ته د درناوي پر ارزښت ټینګار وکړ.
دغه راز د محصلانو چارو مرستیال مولوي مصطفی ابو سعید د بامیان پوهنتون د جوړښت او فعالیتونو په اړه نوو زده کړیالانو ته معلومات وړاندې کړل.
همدارنګه د پوهنتون د ارشاد دعوت آمر مولوي محمد آمان امین بغلاني او د شرعیاتو پوهنځي استاد مولوي عبدالهادي اخندزاده پخپل وار سره د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د زوکړې ورځ او د محصلینو د سیرت او صورت د اصلاح په اړه خبرې وکړې.
محفل د هغو محصلینو په ستاینه او تقدیر سره پای ته ورسېد چې په کانکور ازموینه کې بامیان پوهنتون ته په لوړو نمرو بریالي شوي وو.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت
ورځ: چهارشنبه
نېټه:
۱۴۴۸/۳/۱۲هـ ق
۱۴۰۵/۶/۴هـ ش
ـــــــــــــــــــــ
*برگزاری مراسم استقبال از محصلان جدیدالشمول و تجلیل از روز میلاد پیامبر اکرم صلی الله علیه وسلم!*
جلسه‌ای به منظور خوش‌آمدگویی به محصلان جدیدالشمول، تجلیل از روز پیامبر اکرم صلی الله علیه وسلم و تقدیر از محصلان که با نمرات بلند به پوهنتون بامیان کامیاب شده‌اند با حضور هیئت رهبری، رؤسای پوهنځی ها اساتید و محصلان در این پوهنتون برگزار گردید.
محفل با تلاوت چند آیات از کلام‌الله مجید آغاز شد.
درنخست شیخ الحدیث عبدالهادی ذوالهادی معاون امور مالی و اداری پوهنتون بامیان ضمن خوش‌آمدگویی به محصلان جدیدالشمول بر اهمیت استفاده درست از فرصت تحصیل و احترام به پرسونل پوهنتون تأکید ورزید.
همچنین مولوی مصطفی ابو سعید معاون امور محصلان در باره ساختار و فعالیت‌های پوهنتون بامیان برای محصلان تازه‌وارد معلومات ارائه نمود.
سپس مولوی محمدآمان امین بغلانی آمر ارشاد دعوت پوهنتون و مولوی عبدالهادی اخندزاده استاد پوهنځی شرعیات به نوبه سخنان خود را پیرامون روز میلاد نبی کریم صلی الله علیه وسلم و برابرنمودن سیرت و صورت محصلان صحبت نمود.
محفل با تقدیر از محصلان که در امتحان کانکور با نمرات بالاتر کامیاب شده بودند به پایان رسید.
پوهنتون بامیان
مدیریت عمومی نشرات
روز : چهارشنبه
مؤرخ:
۱۴۴۸/۳/۱۲هـ ق
۱۴۰۵/۸/۲۶هـ ش

*برگزاری ورکشاپ آموزشی دو روزه تجربیات لابراتواری در پوهنتون بامیان!* ورکشاپ آموزشی دو روزه تحت عنوان «تجربیات لابراتوار...
26/08/2026

*برگزاری ورکشاپ آموزشی دو روزه تجربیات لابراتواری در پوهنتون بامیان!*
ورکشاپ آموزشی دو روزه تحت عنوان «تجربیات لابراتواری» با ترینری استاد پوهنمل کرامت‌الله فاضل استاد پوهنتون ملی زراعتی و تکنالوژی افغانستان برای استادان لابراتوارها و محصلان رشته‌های اگرانومی و خاک‌شناسی پوهنځی زراعت پوهنتون بامیان برگزار شد.
هدف از برگزاری این ورکشاپ ارتقای ظرفیت علمی و عملی استادان و محصلان در زمینه استفاده مؤثر از لابراتوار و انجام تجربیات عملی لابراتواری بود. در جریان برنامه، موضوعات مرتبط با تجربیات لابراتواری به‌صورت نظری و عملی ارائه گردید و اشتراک‌کنندگان با روش‌های انجام تجربیات علمی و عملی در لابراتوار آشنایی حاصل کردند.
همچنان این ورکشاپ زمینه تبادل تجارب همکاری عملی و تقویت مهارت‌های لابراتواری را فراهم ساخت و شماری از تجربیات به‌گونه مشترک و گروهی توسط استادان و اشتراک‌کنندگان اجرا گردید.
این برنامه با همکاری و هماهنگی معاونت تحقیقات پوهنتون بامیان زمینه‌سازی و برگزار شد.
در پایان اشتراک‌کنندگان از برگزاری این ورکشاپ ابراز رضایت نموده و آن را در راستای تقویت مهارت‌های علمی، عملی و لابراتواری استادان و محصلان پوهنځی زراعت، مفید و مؤثر دانستند.
پوهنتون بامیان
مدیریت عمومی نشرات
روز: سه شنبه
مؤرخ:
۱۴۴۸/۳/۱۲هـ ق
۱۴۰۵/۶/۳ هـ ش
ـــــــــــــــ
*په بامیان پوهنتون کې د لابراتواري عملي تجربو دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو*
د افغانستان د کرنې او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون د استاد پوهنمل کرامت‌الله فاضل په روزنه او لارښوونه د بامیان پوهنتون د کرنې پوهنځي د اګرانومۍ او خاوره‌پوهنې څانګو د استادانو، لابراتوار مسؤلینو او محصلینو لپاره د «لابراتواري عملي تجربو» دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو.
د دغه ورکشاپ موخه د استادانو د علمي او عملي ظرفیت لوړول، په لابراتوار کې د شته امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې او د عملي لابراتواري تجربو د ترسره کولو په برخه کې د هغوی د مهارتونو پیاوړتیا وه.
د ورکشاپ په ترڅ کې د لابراتواري تجربو اړوند بېلابېل موضوعات په نظري او عملي بڼه وړاندې شول. ګډونوالو د لابراتواري تجربو د ترسره کولو له عملي لارو چارو سره بلدتیا پیدا کړه او د بېلابېلو تجربو د عملي تطبیق فرصت یې وموند.
همدارنګه په دغه ورکشاپ کې د استادانو ترمنځ د تجربو د شریکولو عملي همکارۍ او د لابراتواري مهارتونو د پیاوړتیا لپاره زمینه برابره شوه.
د لابراتواري تجربو د ترسره کولو په بهیر کې استادانو په ګډه او ډله‌ییزه توګه خپلې تجربې شریکې او عملي کړې.
د یاد ورکشاپ د ترسره کېدو زمینه د بامیان پوهنتون د څېړنې معاونیت په همکارۍ او همغږۍ برابره شوې وه.
د ورکشاپ په پای کې ګډونوالو د یاد پروګرام له ترسره کېدو خوښي څرګنده کړه او دا یې د کرنې پوهنځي د استادانو او محصلینو د علمي، عملي او لابراتواري مهارتونو د پیاوړتیا په برخه کې ګټور او اغېزمن وباله.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت
ورځ: سه شنبه
نېټه:
۱۴۴۸/۳/۱۲هـ ق
۱۴۰۵/۶/۳ هـ ش

*د ریاست الوزراء اداري مرستیال او لوړو زده کړو وزارت وزیر د بامیان پوهنتون د محصلینو(۱۸) اتلسمې دورې فراغتغونډه کې ګډون ...
17/08/2026

*د ریاست الوزراء اداري مرستیال او لوړو زده کړو وزارت وزیر د بامیان پوهنتون د محصلینو(۱۸) اتلسمې دورې فراغتغونډه کې ګډون وکړ!*
په بامیان پوهنتون کې په همدې مناسبت جوړه شوې فراغتغونډه کې د یادو مشرانو سربېره د بامیان والي، امنیې قومندان، د علماوو شورا رئیس، د ولایتي ادارو یو شمېر مسؤلینو، د بامیان پوهنتون رهبري پلاوي، استادانو، محصلینو او د محصلینو خپلوانو ګډون کړی و.
په پیل کې د بامیان پوهنتون رئیس مفتي حضرت محمد برهاني ګډون والو او راغلو مخورو مشرانو میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د پوهنتون په لاسته راوړنو رڼا واچوله.
په یاده غونډه کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي فارغو شویو محصلینو ته د مبارکۍ تر څنګ وویل چې دا ملک ستاسو په شان ځوانانو او د هر مسلک فارغانو ته سخته اړتیا لري او زیاته یې کړه چې لوړو زده کړو وزارت له فتحې وروسته د اړتیا وړو مختلفو برخو کې ډېرې د ماسټري او دوکتورا برنامې ایجاد کړي دي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د فتحې ورځې ته په اشارې سره وویل چې ۲۰ کاله اشغالګرو دلته ظلمونه وکړل، خو د دې ملت د نه ستړې کېدونکې مبارزې په پایله کې له دې خاورې وشړل شول او زیاته یې کړه چې اوس الحمد لله پر ټول افغانستان اسلامي نظام حاکم دی او د یوه امیر تر حاکمیت لاندې د وروڼو په شان ژوند کوي.
همدارنګه په دغه غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب فارغو شویو محصلینو ته وویل چې تاسو یو مهم او ستونزمن سفر پای ته ورساوه او ترې ویې غوښتل چې له خپل علم څخه په خپله برخه کې استفاده وکړي.
محترم شیخ صاحب یاد فارغان نورو لوړو زده کړو ته وهڅول او ویې ویل چې زموږ هڅه دا ده، چې بهر ته د تلو مخنیوي او د بهرنیو له احتیاج څخه د خلاصون په موخه په افغانستان کې نورې د ماسټري او دوکتورا برنامې هم ایجاد کړو او په ملک کې د علم ترقۍ لپاره کار وکړو.
د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر وویل چې الحمد لله پر ټول افغانستان اسلامي نظام حاکم دی، عزت، مال، دین او ناموس مو خوندي دي او په اسلامي نظام کې هېڅ ډول ژبنی، سمتي او قومي تعصب نشته.
دغه راز د بامیان والي قاري ګل حیدر شفق فارغو شویو محصلینو ته مهمې لارښوونې وکړې.
هېره دې نه وي چې د ۱۲۲۵ تنه محصلینو څخه ۲۴۵تنه له شپې پوهنځیو او پاتې نور یې د بامیان پوهنتون د ورځنیو ۸ ګونو پوهنځيو کرنې، وترنري علوم، ښوونه او روزنه، ځمکه پېژندنه، اقتصاد، طبیعي علوم، شرعیات او ټولنیز علومو څخه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.
د یادونې وړ ده چې له فراغتغونډې وروسته د ریاست الوزراء اداري مرستیال، د لوړو زده کړو وزارت وزیر او نورو مشرانو د بامیان پوهنتون احاطوي دېوال، چې د شاوخوا ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی و، ګټې اخیستنې ته وسپاره.
بامیان پوهنتون
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
ورځ: دوشنبه
نېټه:
۱۴۰۵هـ.ش د اسد ۲۶مه
۱۴۴۸هـ.ش، د ربیع الأول ۳مه
ــــــــــــ
*معاون اداری ریاست‌الوزرا و وزیر تحصیلات عالی در مراسم فراغت (۱۸)هجدهمین دور محصلان پوهنتون بامیان شرکت کردند!*
در مراسم فراغت که به همین مناسبت در پوهنتون بامیان برگزار گردید شماری از مقام‌های محلی، از جمله والی بامیان، قومندان امنیه، رئیس شورای علمای این ولایت، مسئولان ادارات امارتی، اعضای رهبری پوهنتون بامیان، استادان، محصلین و خانواده‌های فارغان نیز حضور داشتند.
در آغاز این مراسم مفتی حضرت محمد برهانی رئیس پوهنتون بامیان ضمن خوش‌آمدگویی به مقام‌ها، مهمانان و شرکت‌کنندگان، درباره دستاوردها و فعالیت‌های این پوهنتون معلومات ارائه کرد.
سپس مولوی عبدالسلام حنفی معاون اداری ریاست‌الوزرا در سخنرانی خود فراغت محصلین را تبریک گفت و تأکید کرد که افغانستان به جوانان تحصیل‌کرده و فارغان رشته‌های مختلف مسلکی نیاز جدی دارد. وی افزود که وزارت تحصیلات عالی پس از روی کار آمدن حکومت کنونی در بخش‌های مورد نیاز کشور برنامه‌های متعدد ماستری و دکتورا را ایجاد کرده است.
آقای حنفی همچنین با اشاره به تحولات سیاسی و نظامی افغانستان گفت که به گفته وی نیروهای خارجی پس از حدود دو دهه حضور نظامی در نتیجه مبارزات مردم افغانستان از کشور خارج شدند. که اکنون نظام اسلامی در سراسر افغانستان حاکم است و مردم زیر یک نظام و رهبری واحد زندگی می‌کنند.
در بخش دیگری از این مراسم شیخ‌الحدیث مولوی نداء محمد ندیم وزیر تحصیلات عالی خطاب به فارغان گفت که آنان یک دوره مهم و دشوار تحصیلی را با موفقیت به پایان رسانده‌اند و باید از دانش و مهارت‌های خود در بخش‌های تخصصی‌شان برای خدمت به جامعه استفاده کنند.
وزیر تحصیلات عالی همچنین فارغان را به ادامه تحصیلات تشویق کرد و گفت که وزارت تحصیلات عالی تلاش دارد برای جلوگیری از مهاجرت تحصیلی و کاهش وابستگی به کشورهای خارجی برنامه‌های بیشتری در مقاطع ماستری و دکتورا در داخل افغانستان ایجاد کند.
وی در سخنان خود همچنین اظهار داشت که در نظام کنونی به گفته او امنیت و ارزش‌های دینی و اجتماعی مردم حفظ شده و تبعیض زبانی، قومی و منطقه‌ای وجود ندارد.
قاری گل حیدر شفق والی بامیان نیز در این مراسم برای فارغان سخنرانی کرده و توصیه‌هایی را در زمینه مسئولیت‌های اجتماعی و استفاده مؤثر از دانش و تحصیلات‌شان ارائه کرد.
قابل یادآور است که در مجموع ۱۲۲۵ تن محصل از این پوهنتون فارغ‌ شدند که ۲۴۵ تن آنان از پوهنځی های شبانه و سایر فارغان از هشت پوهنځی روزانه شامل زراعت، علوم وترنری، تعلیم و تربیه، زمین‌شناسی، اقتصاد، علوم طبیعی، شرعیات و علوم اجتماعی بودند.
پوهنتون بامیان می‌گوید این فارغان پس از تکمیل دوره‌های تحصیلی خود برای خدمت به جامعه و فعالیت در بخش‌های تخصصی‌شان وارد عرصه کاری می‌شوند.
پس از پایان مراسم فراغت معاون اداری ریاست‌الوزرا، وزیر تحصیلات عالی و شماری از مقام‌های دیگر دیوار احاطه پوهنتون بامیان را نیز افتتاح کردند، که این پروژه با هزینه حدود ۱۸ میلیون افغانی ساخته شده است.
پوهنتون بامیان
مدیریت عمومی نشرات و ارتباط عامه
روز: دوشنبه
مؤرخ:
۱۴۰۵هـ ش ۲۶اسد.
۱۴۴۸هـ ق ۳ربیع الاول.

*خبرتیا!* په بامیان پوهنتون کې د طلباء کرامو د سویې تثبیت(ثانویه او مافوق الثانویه)د ازموینې او بایومتریک خبرتیا!*اطلاعی...
12/08/2026

*خبرتیا!*
په بامیان پوهنتون کې د طلباء کرامو د سویې تثبیت(ثانویه او مافوق الثانویه)د ازموینې او بایومتریک خبرتیا!
*اطلاعیه!*
اطلاعیه بایومتریک و امتحان تثبیت ثانویه طلباء کرام(ثانویه و مافوق ثانویه) در پوهنتون بامیان!

لینک شهرت داوطلبان امتحان
https://nexa.gov.af/ps/candidate/31/search
د امتحان د داوطلبانو د پېژندنې لینک
https://nexa.gov.af/ps/candidate/31/search

*برگزاری ورکشاپ دو روزه «پروپوزل‌نویسی» در پوهنتون بامیان!* امروز سه شنبه مؤرخ۲۷ ماه صفرالمظفر سال ۱۴۴۸هـ ق ورکشاپ پروپو...
11/08/2026

*برگزاری ورکشاپ دو روزه «پروپوزل‌نویسی» در پوهنتون بامیان!*
امروز سه شنبه مؤرخ۲۷ ماه صفرالمظفر سال ۱۴۴۸هـ ق ورکشاپ پروپوزل نویسی
به ابتکار آمریت انکشاف مسلکی و با همکاری معاونیت تحقیقات و مجله علمی برگزار شد، که دوو روز ادامه خواهد داشت.
در این برنامه آموزشی پوهندوی دکتور رمضان احمدی به‌عنوان ترینر مباحث اساسی و کاربردی پروپوزل‌نویسی را برای اشتراک‌کنندگان تشریح کرد.
وی در جریان این ورکشاپ اصول تدوین یک پروپوزل علمی، انتخاب موضوع تحقیق، بیان مسئله، تعیین اهداف، فرضیه‌های تحقیق، و شیوه تنظیم منابع علمی را به‌صورت نظری و عملی ارائه نمود.
هدف از برگزاری این ورکشاپ ارتقای ظرفیت علمی استادان، تقویت مهارت‌های تحقیقی و ترویج فرهنگ تحقیقات علمی در محیط پوهنتون عنوان شد.
پوهنتون بامیان
مدیریت عمومی نشرات و ارتباط عامه
ـــــــــــــ
*په بامیان پوهنتون کې د «پروپوزل لیکنې» دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو!*
نن سه شنبه د ۱۴۴۸ هـ ق کال د صفرالمظفر د میاشتې ۲۷مه نېټه په بامیان پوهنتون کې د مسلکي پراختیا آمریت په نوښت د څېړنو او علمي مجلې معاونیت په همکارۍ د «پروپوزل لیکنې» دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې دوه ورځې به دوام وکړي.
په دې روزنیز پروګرام کې پوهندوی ډاکټر رمضان احمدي د روزونکي (ټرېنر) په توګه ګډونوالو ته د پروپوزل لیکنې بنسټیز او عملي اصول تشریح کړل.
نوموړي د ورکشاپ په ترڅ کې د علمي پروپوزل د چمتو کولو اصول، د څېړنیزې موضوع ټاکنه، د ستونزو بیان، د څېړنې د موخو ټاکل، د څېړنې فرضیې او د علمي سرچینو د تنظیم څرنګوالی په نظري او عملي ډول وړاندې کړ.
د دې ورکشاپ موخه د استادانو د علمي وړتیاوو لوړول، د څېړنیزو مهارتونو پیاوړتیا او د پوهنتون په علمي چاپېریال کې د څېړنیز فرهنګ وده وبلل شوه.
بامیان پوهنتون
د خپرونو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

08/08/2026

د لوړو زده کړو وزارت، امارتي پوهنتونونو او دیني جامعاتو ګډه رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت وزیر په مشرۍ په کندهار پوهنتون کې پای ته ورسېده

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم صاحب په مشرۍ یاده دوه ورځنۍ رهبري شورا، د وزارت معين صاحبانو، مرکزي ادارو، دیني جامعاتو او تخصصاتو، مرکزي او ټولو ولايتي اما.رتي پوهنتونونو رئيس صاحبانو په ګډون سره پای ته ورسېده.

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب دغه شورا مهمه وبلله او ویې ویل چې په دې ډول شورا کې خیر او برکت نغښتی دی، د علمي چارو پرمختګ لپاره مهمه ده، ځکه ټول مسؤلین له یو بل سره خپلې تجربې او نظریات شریکوي، په اړوندو برخو له نیږدې او مستقیم ډول بحثونه کوي، ستونزې شریکوي او د حل لارې ورته پیداکوي.

دغه راز محترم شیخ صاحب وویل چې هر مسئول باید د خپل مسئولیت، د پوهنتون رسالت او د محصل د ارزښت په اړه بشپړه پوهه او علم ولري او د پوهنتونونو تقویې لپاره لا هڅې وکړي او زیاته یې کړه: «پوهنتونونه هغه علمي مرکزونه دي، چې د ملک د پرمختګ او د نظام پیاوړتیا لپاره په زراعت، طب، انجینري، اقتصاد او نورو برخو کې مسلکي کادرونه روزي.»

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر وویل چې د ا.ا.ا له بیا حاکمیت وروسته لوړو زده کړو ته ځانګړې پاملرنه شوې او هڅه روانه ده چې پوهنتونونه متخصص، مسلکي، دینداره، په سالمه عقیده، نبوي سیرت او صورت، اخلاقو او ارزښتونو سمبال ځوانان وروزي.

محترم شیخ صاحب په خپلو خبرو کې د محصلینو پر عملي زده کړو ټينګار وکړ او زیاته یې کړه چې محصلین باید تر فراغت وروسته په عملي ډګر کې کار وکولی شي او د ملک اړتیاوې پوره کړي.

همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن مدني د علم پر ارزښت او په عمل کې اخلاص او همدا راز مالي او اداري معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي د بیت المال پر ساتنې او سمې کارونې خبرې وکړې.

د لوړو زده کړو وزارت په یاده ځانګړې رهبري شورا کې د وردګ پوهنتون کنفرانس لپاره د مقالو کره کتنې، ځوانانو لپاره د کارموندنې لارې چارې، د محصلانو ځانګړو مشکلاتو او ګواښونو حل لارو، له بهرنیو بورسونو څخه بېرته راګرځېدو په صورت کې د استادانو علمي مکلفیت، د پوهنتونونو او اداري کارکونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه د بست او حقونو په ساتلو سره، هر کال لږ تر لږه دوه د ماستري او دوکتورا بورسونو ځانګړي کولو، استادانو ته د نړیوالو علمي ډیټابېسونو او علمي مجلو د لاسرسي زمینې برابرولو د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د پاتې (نا اجرا) پروژو د تطبیق ستونزو په اړه، افغانستان ته د بېرته راستنېدونکو محصلانو د پاتې تحصیلي چارو بشپړولو، د استادانو د علمي ترفیعاتو لپاره د واحد برېښنایي سیستم رامنځ ته کولو، د علمي کادر غړو ته د څېړنو په برخه کې د وزارت لخوا ورکشاپ وړاندې کولو، د دیني جامعات فاضلانو لپاره د علمي سیر زمینې برابرولو، د علمي تحقیقاتو د تنظیم، پرمختګ او معیاري کول، د شپنیو برنامو فیس کې د توپیر رامنځ ته کولو، دیني جامعاتو ته د ملکیت په توګه د زیربناوو ورکولو، د عمومي رخصتیو ورځو کې د استاذانو د حضور او غیاب په اړه، په پوهنتونونو کې د حفظه الصحه پاکو اوبو او فاضله اوبو د تصفیې ستونزو په اړه، د لابراتور امریت او له هغې سره د اړوندو مدیریتونو بستونو د رامنځ ته کولو، په هغو څانګو کې د ماسټري او دوکتورا برنامو رامنځ ته کولو په اړه، چې لا هم پکې یادې برنامې نشته او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو بحثونه او لازمې پرېکړې وشوې.

د یادونې وړ ده چې لوړو زده کړو وزارت هر کال اړتیا ته په کتو د مرکزي ریاستونو، امارتي پوهنتونونو او دیني جامعاتو تر منځ دا ډول ځانګړې رهبري شورا دایروي چې دا ځل په کندهار پوهنتون کې د دوو ورځو لپاره چې د تېرې سې شنبې په ورځ پيل شوې وه د چهارشنبې په ورځ پای ته ورسېده.

08/08/2026

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د لوړو زده کړو وزیر، د وزارت معینان، مرکزي رئیسان، د دیني جامعاتو او ټولو امارتي پوهنتونونو رئیسان، خپل حضور ته ومنل او لازمې توصيې او هدايات يې ورته وکړل.
مجلس د قرآن کریم په تلاوت سره پیل شو، ورپسې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی مهمې توصیې، لازمي سپارښتنې او وینا وکړه.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی علماوو ته په خطاب کې وویل: تاسو ته الله جل جلاله د خیر اراده کړې ده، چې علم یې درکړی دی؛ نو تاسو ته چې الله پاک اراده د خیر کړې ده، فقاهت في الدین یې درکړی دی، دا ډېر غوره او بهتر مقام دی، مؤمنان چې دي؛ ټول الله پاک ته مکرم او معظم دي او په مؤمنانو کې بیا الله تعالی علماء کرامو ته یو خاص مقام ورکړی دی، په ځمکه کې يې علماء کرام تر انبياء علیهم السلام وروسته خپل نائبان مقرر کړي دي او د انبياؤو علیهم السلام ورثه دي، چې تر انبياء علیهم السلام وروسته یې وظيفه دوی ته سپارلې ده، د انسانانو د اصلاح مقام، الله پاک علماء کرامو ته ورکړی دی، چې انسانان اصلاح او جوړ کړي، انسانانو ته انسانیت وروښيي او د انسانیت په لار یې روان کړي؛ ځکه الله پاک انسان ډېر قدرمن او مکرم پیدا کړی دی.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی وویل: الله پاک علماء کرامو ته دروند مسؤولیت ورکړی دی، کوم مقام یې چې ورکړی دی همدومره يې مسؤولیت هم زیات دی؛ الله پاک چې دا دین تر دغه وخته ساتلی او تر انبياؤو علیهم السلام وروسته یې په دغه علماؤو ساتلی دی؛ هر کله چې چا د دین خلاف حرکت کړی، علماء کرام یې مقابلې ته راوتلي دي او د دین د حفاظت لپاره یې قدم پورته کړی دی، د دین او د عقیدې ساتنه له انبياء کرامو علیهم السلام وروسته علماوو کړې ده او دا د علماوو مسؤولیت دی چې ساتنه به يې کوي.

جناب عاليقدر اميرالمؤمنین حفظه الله تعالی وويل: علماء کرام به خلکو ته دین بیانوي په شريعت به يې پوهوي او امیران به اجراآت کوي؛ که د علماوو نصيحت او ديني پوهاوی او د حکومت سیاست دواړه په سمه روان وو، بیا به ټول خلک اصلاح وي، بیا به په خلکو کې فساد نه راځي.
هغه جناب وویل: علماء کرام په جامعه کې د زړونو حيثیت لري، نو زړه چې اصلاح شي، نور اندامونه ټول اصلاح کېږي او امیران هم په خلکو کې د زړه حیثیت لري، چې هغه اصلاح شي نو ټول خلک اصلاح کیږي.
عاليقدر اميرالمؤمنین حفظه الله تعالی همداراز وفرمایل: أمراء او مجاهدین او علماء کرام، دغه دوه جماعته چې پر دین ځانونه قربانوي، الله تعالی د خلکو د اصلاح لپاره معلوم کړي دي، که دغه کسان په صحیح مسیر وي، نو ټول خلک به پسې روان وي، ځکه خلک په دغه دوو جماعتونو پسې اقتدا کوي، نو ټول بايد خپل مسؤولیت په سمه توګه ترسره کړي، نن الله پاک د دیني خدمت ښه زمینه برابره کړی ده او وروسته له زیاتو کلونو، زیاتو ستونزو او زحمتونو څخه یو اسلامي شرعي نظام الله پاک پر دغه ځمکه (افغانستان) حاکم کړ او افغانانو ته الله پاک دا کامیابي ورپه برخه کړه.
عاليقدر اميرالمؤمنین حفظه الله تعالی مسؤولينو ته په خطاب کې وويل: ګورئ چې اوس غفلت درڅخه ونه شي، د دې نظام د استحکام لپاره کار وکړئ، هغه څه چې د حکومت استحکام پرې راځي، هغه اطاعت دی، اتفاق دی او وحدت دي، چې علماء کرام دې هم د ځان او هم د امت لپاره په دې برخه کې هڅې وکړی. علماء کرام دې لومړی اطاعت په خپلو ځانونو عملي کړي، ځکه خلک علماء کرامو ته ګوري هر څه له دوی زده کوي.

عاليقدر مشرتابه په ځانګړي توګه د پوهنتونونو مسوؤلينو ته په خطاب کې وويل: تاسو د پوهنتونونو رئیسان، مشران او استاذان يو خاص مسؤوليت لرئ، ستاسو په لاس کې يو خاصه طبقه خلک دي، چې هغه د پوهنتونونو محصلين دي، چې هغه به په مستقبل کې د حکومت اجراآتو ته راوځي، هغه به د حکومت اجرائيه کارونه سرته رسوي، يا به ډاکتران وي، یا به انجنیران وي، يا به په نورو برخو کې بوخت وي او نور اجرائيه کارونه او د خلکو خدمتونه به کوي.

عاليقدر مشرتابه د خپلي وینا په آخر کې مسؤلينو ته په خطاب کې وويل: الله پاک تاسو دا درانه خدمت ته درولي ياست، د محصلينو سره زحمت وګالئ، الله تعالی دي توفيق درکړي، لوی مسؤوليت در په غاړه دی، د خلکو ټول اميد تاسو ته دی ، د پوهنتونونو مسؤولين ډېر کوښښ وکړئ چې محصلين په هر اړخيزه توګه وروزئ او جدي توجه ورته وکړئ، په ديني علم کې پوره پوهاوي ورکړئ.

په پای کې د لوړو زده کړو وزارت د کړنو او لاسته راوړنو تر شريکولو وروسته، ټولو علماء کرامو یوځل بیا له عالیقدر مشرتابه سره خپل بیعت تجدید کړ او ژمنه یې وکړه چې د خپل شرعي نظام په حاکمیت کې به پوره کوښښ کوي.
مجلس نظام او خلکو ته د عالیقدر مشرتابه لخوا د دعایې په لوستلو سره پایته ورسېدی.

*برگزاری ورکشاپ روش تحقیق کمی و کیفی در پوهنتون بامیان!* امروز یکشنبه ۱۸هم ماه صفرالمظفر سال ۱۴۴۸ هـ.قورکشاپ آموزشی «روش...
02/08/2026

*برگزاری ورکشاپ روش تحقیق کمی و کیفی در پوهنتون بامیان!*
امروز یکشنبه ۱۸هم ماه صفرالمظفر سال ۱۴۴۸ هـ.ق
ورکشاپ آموزشی «روش تحقیق کمی و کیفی» به ابتکار آمریت انکشاف مسلکی پوهنتون بامیان با حضور ۲۱ تن از اعضای کادر علمی این پوهنتون برگزار شد.
این ورکشاپ که به مدت دو روز ادامه خواهد داشت توسط پوهندوی دکتور محمد حسن یوسفی تدریس می‌شود و هدف آن ارتقای توانمندی‌های تحقیقی استادان و آشنایی آنان با روش‌های نوین تحقیق کمی و کیفی است.
مسؤلان پوهنتون بامیان برگزاری این برنامه را گامی مؤثر در راستای تقویت فرهنگ تحقیق و ارتقای کیفیت تحقیقات علمی در این نهاد علمی عنوان کردند.
پوهنتون بامیان
مدیریت عمومي نشرات
ــــــــــــــ
*په بامیان پوهنتون کې د کمې او کیفي څېړنې د میتود ورکشاپ ترسره شو!*
نن یکشنبه د ۱۴۴۸هـ ق کال د صفرالمظفر میاشتې۱۸مه نېټه په بامیان پوهنتون کې د مسلکي پراختیا آمریت په نوښت د «کمې او کیفي څېړنې د میتودولوژۍ» دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو، چې په کې د پوهنتون ۲۱ تنه علمي کادر غړو ګډون کړی درلود .
دغه ورکشاپ د پوهندوی ډاکټر محمد حسن یوسفي له خوا تدریسېږي او موخه یې د استادانو د څېړنیزو وړتیاوو پیاوړتیا د کمې او کیفي څېړنې له معاصرو میتودونو سره د هغوی بلدتیا او د علمي څېړنو د کیفیت لوړول دي.
د بامیان پوهنتون مسؤلینو د دې ډول روزنیزو پروګرامونو ترسره کول د څېړنې فرهنګ د ودې د علمي ظرفیتونو د پیاوړتیا او د لوړو زده کړو د کیفیت د ښه والي لپاره مهم ګام وباله.
بامیان پوهنتون
د نشراتو عمومي مدیریت

*د روان ۱۴۰۵هـ ش کال بامیان پوهنتون ته په دویم ظرفیت کې د نوي بریالي شویو  محصلینو د نوم لیکنې خبرتیا!**اطلاعیه ثبت نام ...
01/08/2026

*د روان ۱۴۰۵هـ ش کال بامیان پوهنتون ته په دویم ظرفیت کې د نوي بریالي شویو محصلینو د نوم لیکنې خبرتیا!*

*اطلاعیه ثبت نام محصلان ظرفیت دوم جدیدالشمول پوهنتون بامیان سال ۱۴۰۵هـ ش*!

*اطلاعیه شروع دروس سمیستر خزانی سال ۱۴۰۵هـ ش!*  *د ۱۴۰۵ هـ ش کال خزاني سمیستر د درسونو د پیل خبرتیا!*
01/08/2026

*اطلاعیه شروع دروس سمیستر خزانی سال ۱۴۰۵هـ ش!*
*د ۱۴۰۵ هـ ش کال خزاني سمیستر د درسونو د پیل خبرتیا!*

Address

Bamyan

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when پوهنتون بامیان/د بامیان پوهنتون/Bamyan University posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share