AQSAA Educational Center

AQSAA Educational Center اقصی په علمي ډګر کې د پرمختګ سرچينه


ارزان قیمت ګمرک

بسم الله الرحمن الرحيمد اقصیٰ ښوونيز مرکز د (CEL) دوهمې دورې د فارغانو د فراغت او ستاينغونډه په ډېره شانداره او منظم ډول...
15/02/2026

بسم الله الرحمن الرحيم

د اقصیٰ ښوونيز مرکز د (CEL) دوهمې دورې د فارغانو د فراغت او ستاينغونډه په ډېره شانداره او منظم ډول ترسره شوه. په دې غونډه کې د فارغانو د بريا د لمانځلو ترڅنګ، د لومړي نمبر زده کوونکو ته د تصديق پاڼو او د ډاليو د ورکړې ځانګړې مراسم هم وشول.

غونډه د قرآن کريم په مبارکو آيتونو پيل شوه. وروسته د اقصیٰ ښوونيز مرکز يو تن ښوونکي نورالدين "جلالي" د علم د ارزښت، زيار او استقامت په اړه ګټوره وينا وکړه او فارغانو ته يې د راتلونکي لپاره نېکې هيلې وړاندې کړې. ورپسې داقصیٰ ښوونيز مرکز مدير صاحب احمد "توتاخيل" د ادارې د لاسته راوړنو، د دوهمې دورې د زده کوونکو د برياوو او د راتلونکو پلانونو په اړه خبرې وکړې او له ښوونکو او زده کوونکو څخه يې مننه وکړه.

په دې پروګرام کې د زده کوونکو له لوري هم اغېزمنې ويناوې وړاندې شوې، چې پکې يې د خپلو زده کړو د مودې خاطرې، تجربې او مننې څرګندې کړې.

د غونډې په مهمه برخه کې، د دوهمې دورې فارغانو ته د فراغت تصديق پاڼې ورکړل شوې او هغه زده کوونکي چې لومړی مقامونه يې ترلاسه کړي وو، په مډالونو او ځانګړو تصديق پاڼو ونازول شول. دا شېبې د خوښۍ او ویاړ ډکې وې.

دا غونډه نه يوازې د يوې دورې د پای نښه وه، بلکې د نوي پيل، لوړو هيلو او روښانه راتلونکي پيغام هم و.

#فراغت
#بريا
#علم

Address

Bagrami
1053

Opening Hours

Monday 09:00 - 17:00
Tuesday 09:00 - 17:00
Wednesday 09:00 - 17:00
Thursday 09:00 - 17:00
Saturday 09:00 - 17:00
Sunday 09:00 - 17:00

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when AQSAA Educational Center posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share