Gujarkhail

Call Website Contact the school

Gujarkhail دځوانانو يووالي ټولنه يوه خپلواکه ټولنه ده چي يوازى ځو?

د خوشحالی زيري زمونږ د ټولنی تکړه او زیرکه ځوان ښاغلي عبدالنافع مشهور په منهاج جان د عبدالمقیم آکا زوی د خنجرخیلو کلي بګ...
12/08/2026

د خوشحالی زيري
زمونږ د ټولنی تکړه او زیرکه ځوان ښاغلي عبدالنافع مشهور په منهاج جان د عبدالمقیم آکا زوی د خنجرخیلو کلي بګرام ولسوالی پروان ولایت اوسیدونکی وروسته له ډیرو هڅو او هلو ځلو وتوانیده چي د خپلي خوښي پوهنځي ( تخنیک انجینیری )ته
لار پیدا کي او سک کال ١٤٠٥،٥،٢١ په لوړو نمرو بریالی شو وروسته له فراغت نه ښاغلي ته د الله نه د ښه خدمت کولو تمه او ارزو لرو الله دي د ژوند په ټولو چارواکي بريالي او سرلوړي لري
ښاغلي منهاج جان ،کورني او ملګرو ته یی د ګجرخیلو کلي د ځوانانو یووالي ټولني لخوا د زړه له کومي مبارکي وايو
د ځوانانو یووالي ټولني رسنی څانګه

د فاتحی خبرتیاد مرحوم حاجي صاحب مير آغا لورد سید گل میرمن چي د کراچی په ښار کی په حق رسیدلی وه صبا چهار شنبه نیټه 14\5\1...
04/08/2026

د فاتحی خبرتیا
د مرحوم حاجي صاحب مير آغا لور
د سید گل میرمن چي د کراچی په ښار کی په حق رسیدلی وه صبا چهار شنبه نیټه 14\5\1405 د ګجرخیلو کلي په جامعه جومات کی وروسته له غرمی 1:30یوی نیمی بجو تر 3 دری بجو فاتحه اخیستل کېږي خپلوان او دوستان دي خبر وي
انا لله و انا الیه راجعون
د ګجرخیلو کلي د ځوانانو ټولنه

جزاک الله اجرآ عظیماهرکس چي د الله په لاره کي صدقه کوي د هغه په بدل کي يي الله پاک ګناهونه بښي او الله یی په خپل امن کی ...
17/05/2026

جزاک الله اجرآ عظیما
هرکس چي د الله په لاره کي صدقه کوي د هغه په بدل کي يي الله پاک ګناهونه بښي او الله یی په خپل امن کی ساتي
د حاجي صاحب هدايت الله لخوا د ګجرخیلو کلي جامعه جومات ته نوي فرشونه واخيستل شول چي د جومات ښکلا یی لا نور هم زیاته کړه
الله دی ورته په دنيا او اخرت کی نعم البدل ورکړي

دګجرخیلو دکلي دځوانانو یووالي ټولنه

27/02/2026

رسول اللّٰهﷺ فرمایي

څوک چې د سهار په وخت كې آيت الكرسي تلاوت کړي، نو هغه به تر ماښامه پورې د پېريانو له شره محفوظ وي.

(صحيح الترغيب والترھيب، حديث: 662)




د جنازی خبرتیاعبدالاحمد مشهور په امر صاحب خاونداحمدالله او بلال احمد زامنعبدالله، فيض الله او نورالله ورونهحاجی صاحب محم...
27/02/2026

د جنازی خبرتیا
عبدالاحمد مشهور په امر صاحب خاوند
احمدالله او بلال احمد زامن
عبدالله، فيض الله او نورالله ورونه
حاجی صاحب محمد اجان، لعل محمد، شاه محمد،قومندان سید احمد او عبدالغني خاوند د تره زامن
میر اعظم، محمد یوسف، ولي محمد مشهور په ګلان ،محمد یونس او عبدالجبار د تره زامن
د عبدالاحمد د میرمني دمړيني له کبله دوستانو ته خبر ورکول ب کیږي چي د مرحومی جنازه نن جمعه کال ١٤٠٤،١٢،٨ ساعت ٣:٠٠ بجي دګجرخیلو په کلي کي ادا او پلرني هديره کي خاورو ته سپارل کېږي دوستانو دي خبر وي
آنا لله و انا الیه راجعون

د جنازی اعلان
04/02/2026

د جنازی اعلان

د گجرخیلو د کلي جامعه جومات برڼدی چي جوړولو ته یی ضرورت درلود او بعضی دیوالونه ترمیم ته ول جوړ او ګټي اخيستني ته وسپارل ...
28/10/2025

د گجرخیلو د کلي جامعه جومات برڼدی چي جوړولو ته یی ضرورت درلود او بعضی دیوالونه ترمیم ته ول جوړ او ګټي اخيستني ته وسپارل شول
هر چا چي پدي خیر کار کی جاني او مالي مرسته کړي وي الله دی ورته پوره اجر نصیب کړي
ګجرخیلو دکلي ځونانو یووالي ټولنه

نن چهار شنبه ۳ دلو ۱۴۰۳ کال دګجرخیلو دکلي جامعه جومات لارو کي جغل واچول شو چي لاري ډیری خرابي دي دا جغل بساینه نه کوي نو...
22/01/2025

نن چهار شنبه ۳ دلو ۱۴۰۳ کال دګجرخیلو دکلي جامعه جومات لارو کي جغل واچول شو چي لاري ډیری خرابي دي دا جغل بساینه نه کوي نور کار ته هم اړتیا شته.

02/11/2024

د جنازي خبرتيا!

ارواښاد حاجي عبدالستار "نیازی" او حاجي شامحمود خان "نیازی" ورونه.

عبدالمقيم "نیازی" او عبدالباسط "نیازی" زامن.

عبدالمصور "نیازی"، عبدالوارث "نیازی"، عبدالنافع "نیازی"، عبدالرافع "نیازی"، عبدالباعث "نیازی"، عمران الله "صافی"، اقبال "صافی"، ذبیح الله "نیازی" او محب الله "نیازی" لمسيان.

عبدالقهار "مسعودي"، عبدالغیور "نیازی" او عبدالمختار "نیازی" وریرونه.

حاجي محمد سعيد "نیازی"، حاجي عبدالمنان "نیازی"، ميرزمان خان "نیازی"، حاجي عبدالشکور "نیازی"، غلام رسول "نیازی" او حاجي عظيم "نیازی" د تره زامن.

عبدالجبار "نیازی" اوښی.
حاجي محمد طاهر "صافی" زوم.

د حاجي ملک عبدالظاهر "نیازی" د مړینې له کبله ټولو خپلوانو او دوستانو ته خبر ورکول کېږي چې د ارواښاد جنازه نن شنبه د 1403 کال د عقرب میاشتې 12 مه د ماسپښين په 02:30 بجو د پروان ولايت، بګرام ولسوالۍ، د صوفي بابا په هديره کې ادا او خارو ته سپارل کېږي.

إنا لِلّهِ و َإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعونَ.

هر انسان چی یو د خیر کار وکی او بعد له مرګه یی هم خلک تری ګټه اخلي دده لپاره صدقه جاریه ده. الحدیث د ګجرخیلو کلي جامعه ج...
02/10/2024

هر انسان چی یو د خیر کار وکی او بعد له مرګه یی هم خلک تری ګټه اخلي دده لپاره صدقه جاریه ده. الحدیث

د ګجرخیلو کلي جامعه جومات برنډې له اوله چت نه در لود چي په ګرمي که کلیوال له ګرمي او په ژمي کي له واوري او باران سخه په تکلیف کي ول.
ورځ تربله نفوس په زیاتیدو ده او دنورو همسایه کلیو خلک هم زموږ جومات ته د جمعي مانځه لپاره تشريف راوړي.
چی د جومات په مينځ کي د جمعي په ورځو کي نه ځایږي نو له همدی کبله زیاتره کسان به بهر ګرمي او باران کي ولاړ وي.
اوس مهال جوړ او ګټي اخيستني ته وسپارل شول
نو هر چا چي پدي لاره کي مالي او جاني مرسته کړي وي الله دی پوره پوره اجر ورکي.

که هر وګړي د ټولني یو یو مسوليت د جوړیدو په غاړه واخلي ګمان نکیګی چي ګران هیواد مو افغانستان داسی ویجاړ پاتی شی.
او یو آباد او روښانه افغانستان به شي انشاءالله.
په درنښت: د ځوانانو یووالي ټولنه.

Address

Bagram

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Gujarkhail posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The School

Send a message to Gujarkhail:

Shortcuts

Share