:- ۰۷۸۲۲۱۵۱۹۶/۰۷۸۶۰۶۷۰۱۷
#ادرس:- احمدشاه بابا مینه اووم بلاک د بابا جان حمام عمومی کوڅه ابراهیم خواخوږی لیسی ته مخامخ.
Dewa Arman Private High School
Dewa Arman Private High School (DAPHS)
#د_علم_نوښت_او_پرمختګ_مرکز
24/04/2026
.
په ډيـوه آرمــان خصـوصي عـالي لېـسه کې د هرې ورځې پیل د یو منظمي سهارني آسمبلي سره پیل کېږي چې هدف یې د زده کوونکو په ذهنونو کې د نظم، اخلاقو، ښوونې او ديني ارزښتونو تقویه کول دي. دغه آسمبلي نه یوازې د یوه تعلیمي ورځې پیل کوي، بلکې زموږ زده کوونکو ته د مثبتې انرژۍ او اخلاقو درس ورکوي.
.
د هرې ورځې پیل د قرآن کریم تلاوت سره ترسره کیږي چې زده کوونکو ته د روحانیت او الهامي ځواک احساس ورکوي.
.
په آسمبلي کې د وطن سره مینې، اخلاقي مسؤولیتونو او د ښوونځي د اهدافو په اړه خبرې کېږي، تر څو زده کوونکي د ټولنیز مسوولیتونو په اړه پوه شي.
.
په دې آسمبلي کې د نظم، ترتیب او مسؤولیت په اړه ځانګړې خبرې کیږي ددې برنامې هدف دا دی چې زده کوونکي د خپل ځان، خپلو ټولګيوالو او ښوونکو سره د انضباط په برخه کې یو بل ته مثال شي.
.
نظم د ښوونځي په ټولې پروسې کې د بریا یوه بنسټیزه برخه ده. دا نه یوازې د زده کړو د اغیزمنولو لپاره، بلکه د ټولو زده کوونکو د شخصیت جوړولو لپاره هم او ضروري دی.
.
د ښوونکي او زده کوونکي ترمنځ همغږي او ګډه هڅه د یوه سالم او منظم چاپیریال رامنځته کولو لپاره اړینه ده.
#پایله:
په پای کې د ډيـوه آرمــان خصـوصي عـالي لـېسه د سهارني آسمبلي او نظم پر اساس هڅه کوي چې زده کوونکي یوازې په علمي لحاظ نه، بلکې په ټولنیز او اخلاقي لحاظ هم د بشپړ شخصیت لرونکي شي.
:-۰۷۸۲۲۱۵۱۹۶/۰۷۸۶۰۶۷۰۱۷
#آدرس:- احمد شاه مینه ۷ بلاک بابا جان حمام عمومی کوڅه ابراهیم خواخوږی لېسی ته مخامخ.
18/03/2026
د ډیوه آرمان خصوصي عالي لېسې د رهبري هیئت له لوري، د نېکمرغه کوچني اختر په رارسېدو سره، ټولو درنو زدهکوونکو، قدرمنو استادانو، محترمو والدینو او د هېواد ټولو مسلمانو هېوادوالو ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوو.
هیله ده چې دا مبارکې ورځې مو د خوښۍ، سولې، ورورولۍ او بریاوو ډکې وي، او الله تعالی دې زموږ عبادتونه، روژې او نیک اعمال قبول کړي. اختر دې د مینې، یووالي او انساني ارزښتونو د پیاوړتیا سبب وګرځي.
د ډیوه آرمان خصوصي عالي لېسه ژمنه کوي چې د علم، نوښت او پرمختګ په لاره کې به خپلو هڅو ته لا دوام ورکوي، ترڅو د هېواد راتلونکی نسل په غوره توګه وروزي.
په درنښت
د ډیوه آرمان خصوصي عالي لېسې رهبري هیئت
15/03/2026
ډیوه آرمان خصوصي عالي لېسه ویاړي چې د ( ۱۴۰۵ ) ښوونیز کال لپاره د نوي زده کوونکو د نوم لیکنې بهیر پیل کړی دی. که غواړئ خپل اولادونه مو په یو معیاري، خوندي او علمي چاپېریال کې وروزل شي د علم او پوهې له لارې روښانه راتلونکې ته ورسېږي، نو دا غوره فرصت له لاسه مه ورکوئ.
✨ د لېسې ځانګړتیاوې:
• مسلکي او با تجربه ښوونکي
• منظم او معیاري درسي پروګرام
• سالم او خوندي تعلیمي چاپېریال
• د زده کوونکو علمي او اخلاقي روزنه
📍 نوم لیکنه( ۱۴۰۵ ) روانه ده — همدا اوس خپل اولادونه شامل کړئ.
ډیوه آرمان خصوصي عالي لېسه
✨ د علم، نوښت او پرمختګ مرکز ✨
د اړیکو شمیري:- ٠٧٨٢٢١٥١٩٦/٠٧٨٦٠٦٧٠١٧
آدرس:- احمدشاه بابا مېنه اووم بلاک د بابا جان حمام عمومی کوڅه د ابراهیم خواخوږي لیسی ته مخامخ.
16/02/2026
!
بستونه: ښوونکي
د بستونو تعداد: ١٥
جنسیت: نارینه/ښځینه
برخې : ریاضیات او ساینسي علوم، اجتماعي علوم، السنة(پښتو او دری) او اصول صنفي
د شارټ لېست کېدلو شرایط:
1. په یاده برخه کي يې د لېسانس یا ١٤ پاس په کچه زده کړې ترسره کړي وي لومړیتوب لیسانس ته ورکول کیږي.
2. د تدریس په برخه کې لږ تر لږه ( ٣ ) کلنه کاری تجربه ولري.
3. په ملي ژبو ( پښتو او دري ) د تدریس کولو وړتیا ولري.
4. د کمپیوتر د ابتدایي پروګرامونو سره بلدتیا ولري.
5. د انګلیسی ژبي سره بلدتیا د کاندید د کامیاب کېدلو سره لا زیاته مرسته کولای شي.
په شرایطو ټول پوره علاقمندان کولای شي چې د حوت میاشتې تر ( ١٠ ) لسمې نېټې پورې خپل تحصیلي او نور اړوند اسناد او CV د ډیوه آرمان خصوصي عالي لېسې اداری یا په لاندې ادرسونو را واستوي:
د وټساپ او تماس شمیره:-0786067017\0782215196
بريښنالیک:- [email protected]
آدرس:-احمد شاه بابا مینه ٧ بلاک د بابا جان حمام عمومی کوڅه د ابراهیم خواخوږي لیسی عمومي کوڅي ته مخامخ.
.
01/02/2026
%
:
د 1404 کال د پایلو د اعلان غونډي لنډ ويډيوي کليپ.
23/12/2025
د ډیوه آرمان خصوصي ښوونځی د کلنی آزموینی د پایلو د اعلان غونډي انځورونه.
:- احمدشاه بابا مېنه اووم بلاک د بابا جان حمام عمومی کوڅه د ابراهیم خواخوږي لیسی عمومي کوڅي ته مخامخ
10/12/2025
#آدرس:- احمدشاه بابا مېنه اووم بلاک د بابا جان حمام عمومی کوڅه د ابراهیم خواخوږي لیسی عمومي کوڅي ته مخامخ.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Contact the school
Telephone
Website
Address
Kabul
1001